عزیزالله خقـپال
کابینه د دولت د دری ګونو قواو څخه یو مهم او اساسی رکن او اجرایه قوی په نوم سره یادیژی .چی اعضآ وی یی د دولت وزیران دی ، د وزیر پوست ددی په څنګ کی چه اجراییوی دی سـیاسی هم دی، وزیر دیو وزارت په رأس کی د پوره صلاحیت او پوره مسوولیت درلودونکی دی هغومره چه صلاحیت تمثیلوي هغمره باید مسوولیت پرور هم وي ځکه چی صلاحیت او مسوولیت د یوی
سکې دوه مخه دی هر څومره چی صلاحیت لوړیږي او یا ټیټیژی مسوولیت هم په هغه مقدار لوړیژی ا و یا ټیټیژی . یو وزیر د هر امرد ورکولو څخه جوابویونکی هم دی ځکه صلاحیت یی تمثیل کړ مسوولیت یی هم په ده پوری اړه لری.
کله چی اوه کاله مخکې غزنې د اسلامې کلتور د ودې د ټولنې لخوا د ۲۰۱۳ کل لپاره د اسلامی کلتور د مرکز په توګه ونومولشو پکار او لازیم ؤه چی د غزنی دټولو تاریخې ځایونو د بیا جوړونی لپاره لا پخوا پلان جوړ شوی وای کارې تیمونه مشخص شوې وای تر څو د دی طلایی فرصت څخه په استفادې کولو سره نتنها تاریخې مرکزونه بیاجوړونه شوي وای بلکې تر څنګ یی د
پارکونه ، هوټلونه د لوبو لپاره په نړیواله کچه لوبغاړې سرکونه هوایی میدان دشار عصري کولو لارې چارې د اسلامی ثقاغت مرکز جوړونه او تعلمي ګـڼې موسسې او مرکزونو جوړونه په نظر کی نیول شوئ وای او د اجرآ لپاره یی جهانې مرستې را جلب شوي وای ،
داطلا عاتو او کلتور وزیر نتنها پورته ذکرشوي کارونه ونکړل بلکې د نړی لخوا د وعده شویو پیسو د تر لاسه کولو چانس یی خپله له لاسه ورکړ ،
په اوسنیو اخیرو وختو کی ایران دنړی یو له هغو دولتو څخه دی چی د نړیوالو لخوا تنهاشوي انزوآ شویدی او هر ورځ ور باندی نوی بندیزونه او تعزیرات وضع کیژي ولي زموږ بیخبره د اطلاعاتو وزیرد ټولې نړی خلاف د ایران څخه لرغون پیژندوکی د غزنی د شار دبیا جوړونې لپاره را غواړي او قرار داد ور سره کوي ؛؛؛ ایا کوم سالم عقل په دا ومني چي نړیوال دې وعده شوې پیسئ د ایراني ماهرانو پلاس ورکړی ؟ د اطلاعاتو وزیر رهین د ایران پرستې دحس له مخې د هیواد والو او مظلوم غزنی او غزنیوالو ګټې په نظر کی و نه نیولې له سیاسې درک څځه یی کار وا نه خستې په نتجه کی سل میلیون، سل میل
ونه، سل میلیونه ډالر وعده شوی ډالر له لاسه ووتل . پدی سل میلیونه ډالرو د غزنی دشهر څیری تغیر خوړل ، مکتبونه ، پارکونه ، او سړکونه جوړیدای شوای ، میدان هوایی او لوکس هټلونه جوړیدلای شوای ،دټول زیارتونو سره شه تفریحی پارکونه او دسیل ځایونه جوړیدای شوای د غزنی د اطراف له ولسوالیو سره لارې جوړیدای شوای خلاصه ډیر څه جوړیدلای شو چي ورته ضرورت دی ولی دا هر څه د رهین د سیاسې غلطې او ایران پرستې قربانې شول ، پو پنا شول افغانستان همدا طلایی چانس له لاسه ور کړ او غزنی همداسې بیچاره ، بیوزلې ، غریب او تاریخې اثار یی وران ویجاړ په زاړه حالت پاته شو د خلکو �
�یلې ورانې او نا هیلې په دولت ا و واکدارانو یی بې باوري لا زیاته شوه.اوس څوک شته ؟ چی د رهین د دې بې احساسه او بې مسوولیته بې تعقل او بیدرایته عمل پوشتنه وکړي؟
پداس حالت کی لازیمه ده چی :
۱ــ د اطلاعاتو او کلتور وزیر مخدوم رهین د خپلي لویي تیر وتني له امله خپله استعفآ وکړي .
۲ــ دافغان ولس مشرکرزی باید په وزیرانو کی د مسوولیت د احساس د را پیدا کولو پخاطر رهین د بې کفایتي په تور او وطن ته د سل میلیونو ډالرو د زیان رسولو په تورپر مخ څپیړه ورکړي او دشاپه ک... په لغته ووهي او څارنوالی ته یی د تحقیق لپاره ور وپیژني .
۳ــ ولسې چرګه که څه هم د ملي پریکړو کولو کومه سابقه نلري خو یو ځل دی دي خوار ملت غږ واوري او د کلتور وزیر رهین دي د هیواد ګټو ته د ملی خاین په توګه سلب صلاحیت کړی ،
۴ــ که دا پورته دریو وړاندیزو څخه یو هم نه عملی کیږی د غزنی دخلکو سره یو ځل د ولسی چرګی په انتخاباتو کی تیری وشو بیا د نړیوالو د کړل شوی کومک په عاقلانه جلب او مصرف کی ورسره ظلم وشو د غزنیوالو درد اورنځ نه احساسه وی توجه ورته نکیږی د والیانو لابراتوار تری جوړ شوی نو د غزنی خلک د خپل ځان غم پخپله وخوری دداسی بی مسوولیته وزیر دداسی بی پوشـتنی حکومت او دداسی بی احـساسه پارالـمان په ضد دی لوی او پراخ لاریونونو ته ملا وتړی او د دولت دا ټول مفصدین دې نړیوالو ته رسوا او افشأ کړي چي ددوئ په سر سیاسی معاملې کوی او ځان دی ددغو معاملګرو د بازی څخه خل
اص کړي . پای
عزیزالله (حقـپال)