دشنه او زرغون مباحثه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدآصف خواتي                                                                                                                                                                

  پدې وروستیو کې دافغان پوځیانوله لورې دبهرنیو پوځیانو وژنې ناټويي مشران  اندیښمن کړي دي اوهغه دزرغونوله لورې پرشنوبریدونه( حمله سبزها برآبي ) ګڼي۰ هغوی ددې بریدونو دمخنیوي لپاره یوشمیرخپل پوځیان ګومارلي دي چې دجګړې پرډګر اوګارنیزیونوکې زرغون پوځیان وڅاري چې پرشنوبرید ونکړي اومخکې له دې چې زرغون په شنه بریدوکړي  زرغون له پښووغورزوي۰

دې حالت یوځل بیا دهغې خبرې پخلی وکړ چې نه یوازې داشغالګرو ترولکې لاندې ولس خپلواکي نلري بلکې نیواکګر هم آزادندي۰ ناټويي اشغالګر ددې بریدونوپړه پرطالبانو اچوي چې ګواکې د  افغانستان په امنیتي بنسټونو کې یې نفوذ کړی دۍ ۰پدې لیکنه کې  دیوه شنه اوزرغون لاندې مباحثه چې پایله یې ددواړو مرګ شولولۍ چې دزرغونوله لورې پرشنو د بریدونولاملونه بربنډوي۰                         

شین : ولې دې پوځي خدمت ته مخه کړه؟                                                                    

زرغون : خواري اوغریبۍ اړکړم چې عسکرشم ۰                                                        

  شین : په کورنی کې بل تنخواه خورنلري چې دکورخرڅ  موبرابرکړي ؟                                 

زرغون : نه پلار مې د برهان الدین رباني  دواکمنۍ پرمهال چې په  کابل کې خونړی جګړې روانې وې دتوپ یوه غیبي مرمۍ زموږپه کور ولګیدله پلار مې په لاس ټپي اوزما مشرورور چې اته کلن وو ووژل شو۰ زه هغه وخت پنځه کلن وم۰ دومره موده مې پلار موږته دوډۍ رابرابروله او ما وکولای شول لیسه پاي ته ورسوم۰ اوس مې پلاردنوموړي ټپ له امله کارنشي کولی نوزه اړشوم چې عسکرشم اودخپل کورآذوقه برابره کړم۰                                                                       

   زرغون : ته ولې عسکرشوې اوبیا ولې افغانستان ته راغلې ؟                                            

   شین : په امریکا کې لوړې زده کړې یوازې شتمن کولی شي زموږدکورنۍ وضعیت هم ښه نه و۰ ما ډیره آرزولرله چې پوهنتون ووایم  اووکیل شم خوداوس مونه درلود۰ په امریکا کې که کوم ځوان وغواړي په بهرکې چیرې چې امریکایان په جګړه بوخت دي پوځي خدمت وکړي دخدمت وروسته کولی شي لوړې زده کړې وکړي له همدې امله زه افغانستان  ته راغلم ترڅو دترهګرو خلاف وجنګیږم۰ اوس داهیله لرم چې ددې وحشي هیواد نه ژوندی ووزم اوخپلې آرزوته چې په پوهنتون کې زده کړې دي ورسیږم۰                                                                       

    زرغون : ولې زماهیوادوحشي هیوادګڼې ؟                                                                    

شین : ته سواد هم لرې خوبیا هم پدې نه پوهیږې چې موږستاسو دلاس نیوي لپاره راغلي یو ترڅو  ګډ ددې ږیرورو ترهګرو خلاف وجنګیږو۰تاسوته میلیاردونه ډالردرکوو ترڅوستاسو هیوادآبادشي خوستاسو خلک داهیڅ نه ویني ۰ ددې پرځای چې زموږ درناوی وکړي زموږ په وړاندې جنګیږي آیادا خلک ته وحشي نه شمیرې؟                                                                             

   زرغون : ته پوهیږې چې افغانان ستاسوامریکایانو ،انګریزانواوټولوغربیانونه کرکه  لري ۰  تاسو دخپل هیواداوخپل دین دښمنان ګڼي له همدې کبله ستاسوسره جنګیږي۰                               

شین : موږڅه بدکړې دي چې تاسوموږدښمن ګڼۍ اوزموږنه کرکه لرۍ ؟                                

زرغون : ته زموږدتاریخ نه بې خبره یې چې دې غربیانو موږته کومې بدمرغۍ ډالی کړې دي ۰ زموږپه خاوره یې په کراتو تیري کړې دي اوپدې توګه یې پرموږ جګړې تحمیل کړې دي۰ ددې تیریو اوجګړو پایله په وچه پروت ننی ویجاړافغانستان دۍ۰ په نولسمه پیړی کې دانګریزانو او روسانو دتیریو اوافغاني ضد معاملو له امله موپه شمال کې پنجدې، په لویدیځ کې سیستان له لاسه ورکړل  اوپه ختیځ کې ددیورند کرښه  دیوه زهرجن خنجر په شان راباندې وتپل شوه ۰  زموږپلرونواونیکونووکولای شول دغازي امان الله خان په مشری دانګریزانونه خپلواکي ترلاسه کړي خودانګریزانودتوطئوله امله بغاوتونوته لمن ووهل شوه اوپایله یې په هیوادکې سقاوي وحشت واکمن شو ۰ څه وخت وروسته چې په هیوادکې جمهوري رژیم راغی بیادې غربیانودسقاودزوی په څیر ترقي ضدکسان  دحکومت خلاف ولمسول اوپه وسلوسمبال کړل  ترڅودترهګرو اوتخریبي عملیاتوپه سرته رسولو سره نوي نظام  ته ستونزې جوړې اوامنیت خړپړکړي، بلواوې اوښورښونوته یې لمن ووهله ، حکومتونه راوپرزیدل ترڅوروسانو افغانستان ونیو۰ تاسودافغانانوسره دخواخوږۍ په نامه په څرګندډول مرستې پیل کړې۰ دټولې نړۍ نه بنسټپاله اسلامي ترهګرلکه اسامه اوالظواهري افغانستان ته راولیږل ترڅودروسانوسره وجنګیږي۰ افغانان چې هیڅ خارجې ته سرنه ټیټوي دروسانوسره وجنګیدل اوروسان اړشول افغانستان پریږدي۰ دروسانودوتلووروسته بیاهم لویدیځوالوافغانان په آرامه پرې نښودل اودنجیب الله دواکمنۍ دراپرزولوپه موخه یې هغو ډلو ته چې نن ورته  اسلامي بنسټپال اوترهګروایي مرستې ورکولې اوپدې هیوادکې ستاسو په لاس بل شوي اورغوړي تویول ترڅوافغانان پکې کباب شي اوهیوادیې په کندواله واوړي۰                                                            

شین : داضرور اوښه کاروچې  دکمونیسم ریښې ایستل شوې وای ۰ کمونیسم آزادې نړی ته یوستر ګواښ و۰                                                                                            

     زرغون :  دادرسره منم چې کمونیسم ګواښ وخوکله چې روسان ووتل نوبیا دافغانستان دحکومت خلاف جګړه دڅه لپاره وه؟ نورپه افغانستان کې دکمونیسم کوم ګواښ نه و۰                           

شین : که روسان نه ودهغوی ملاتړي اودوستان په افغانستان واکمن ونه زموږدوستان۰ بایدواک  زموږ دوستانوته لیږدول شوی وی۰                                                                            

زرغون :  لدې نه داسې معلومیږي چې ستاسومرستې ددې لپاره وې چې ستاسو دوستان په افغانستان واکمن شي نه داچې افغانان دکمونیسم له ګواښه وژغورۍ۰                                       

شین : همداسې ده موږخوحاتم طایي نه یو چې چاته مفتې  پیسې اووسلې ورکړو۰             

  زرغون : ددې نه داسې بریښي چې اوس هم دترهګری سره مبارزه یوه پلمه اودافغانانواونړیوالو تیرایستنه ده تاسو ددې نامه لاندې خپل پروګرامونه پلې کوی۰                                              شین : اوس داسې نده اوس دکمونیسم ګواښ نشته اوس ګواښ اسلامي بنسټپالنه ده۰ موږ اوس  داسلامي ترهګروپه وړاندې جنګیږو ترڅو متمدنه غربي نړی دوروسته پاتې اسلامي ترهګرو له ګواښه وژغورو۰                                                                                          زرغون : هم ترهګراوهم دهغومرکزونه په پاکستان کې دي خوتاسې دترهګروسره جګړه په افغانستان کې پرمخ وړی ۰ که په رښتیا سره جګړه دترهګروسره ده نوبیا هغه په پاکستان کې پرمخ یوسۍ نه په افغانستان کې۰                                                                                              

شین : مامخکې وویل چې موږغواړوزموږدوستان په هرهیوادکې واکمن وي ۰ دپاکستان واکداران ، پاکستاني پوځ اوڅارګره اداره زموږډاډمن دوستان اوزموږپه لاره روان دي۰ زموږدپالیسیوپربنسټ ګامونه اوچتوي۰ هغوی هیڅکله هم زموږدڅرګندواوپټو نخښوپه وړاندې خنډونه ندې جوړکړي نودڅه لپاره موږهلته وجنګیږو چې هلته زموږدخوښې سره سم کارونه پرمخ ځي۰ اصلي ستونزه په افغانستان کې ده چې دلته موږتراوسه پورې دخپلې خوښې ډاډمن  پوځ اوڅارګره اداره په پښو نده درولې ،داکاروخت غواړي۰                                                                                   زرغون : له همدې کبله دي چې تاسو دلته وضعیت په لوی لاس خړاوپړکوۍ ۰ واک مو خپلوهغو دوستانو ته سپارلی دۍ چې  ستاسو دپروګرامونواو دنخښودپلې کولو سره مخالفت نه ښيي۰ ستاسومشران دې ته هم نه ګورۍ چې ستاسوددغودوستانو دډیرو لاسونه  دخلکو په وینو ککړدي۰ تاسودافغانانومقدساتودیني او دودونو ته سپکاوی کوۍ ۰دطالبانواوترهګرو دځپلو په نامه په کلیواوبانډو باندې بمباری کوۍ ۰ په جنازواودواده په مراسموهوایي بریدونه کوۍ ۰ بیګناه خلک وژنۍ  ترڅو خلک راوپاریږي اوپه جکړه لاس پورې کړي۰ ددې ټولو نه ستاسوموخه داده چې دلته دجګړې اورونه همداسې بل پاتې وي اونړیوالوته وښيۍ چې ستاسو پوځي حضوردلته اړین دۍ ترڅوپه افغانستان اوسیمه کې خپلې منګولې ټینګې کړۍ۰ ستاسو لخوا زموږدبیګناه ملکي خلکوبیرحمانه وژنه  ستاسو وحشت اوبربریت  ښيي چې دخپلوګتوپه خاطرهروحشت اوهرجنایت ته چمتویۍ ۰ آیا دا وحشیانه عمل ندۍ چې په یوه مړي باندې متیازې وشي یا دمړي څخه په پرې شوي سرفوټبال وشي۰ ستاسو عسکرو زموږدافغانانوپه مړومتیازې کړې اوپه سریې دفوټبال دتوپ په شان لوبې کړې دي۰ اوس ووایه چې افغانان وحشيان دي یا تاسو؟ زموږخلکوستاسو دا جنایتونه لیدلي اواوریدلي دي  لدې امله ستاسو نه کرکه لري ، تاسو دخپلې خاورې اودین دښمنان ګڼي اوپه وړاندې موجنګیږي۰ په رښتیا سره تاسو وحشیان اوجنایتکاران یۍ زه هم ستاسو نه کرکه لرم اوغواړم ودې وژنم ۰ پدې خبرې سره زرغون په شنه دخپل ټوپک خوله راوګرزوله اوڅو ډزه یې پرې وکړل اودمرغه په شان دزرغون په پښوکې وغورزیداوساه یې ورکړه ۰ کله چې داپیښه  نورو شنوولیدله  په زرغون افغان یې ډزونه وکړل اوسینه یې ورسوری سوری کړه اوده هم ځان  حق ته وسپاره۰ پدې ډول شنه امریکایي ځوان چې دافغانانو دوژنې  له لارې یې غوښتل وکیل شي خپله هیله خاورو ته یوړله خوکورنی یې په ویرکې پاتې شوه ۰خودخوار زرغون افغان یوازینی هیله داوه چې خپلې کورنی ته خواړه برابرکړی پوځي خدمت ته مخه کړې وه او دپردیو په لاس لدې امله ووژل شوچې دخپل ولس په پته یې  د سپکاوۍ زغم نه درلوداودخپل افغاني هویت نه یې دژوندپه بیه دفاع وکړه ۰                                                                                پای