اصلاحات اداري یوه ناکامه پروسه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
رمزیه ساجد
زه چې کله په واشنګټن کې په زده کړو بوخته وم نو په افغانستان کې یو شمېر اصلاحي پروسو ته ډېره هیلمنه او خوشبینه وم چي یوه له هغو څخه د اصلاحات اداري او ملکي خدماتو پروسه وه.
کله چې د یو لړ درسي څېړنو لپاره افغانستان ته راغلم نو د وطن په یو شمېر ولایتونو کې خلکو هم د اصلاحات اداري له پروسې نه ډيرې تمې لرلې او په دې باور وو چې ددې پروسې له برکته په اداراتو کي ډير مثبت
بدلونونه راغلي دي.
خو برعکس په ننګرهار ولایت کې خلک د اصلاحات اداري له پروسې څخه ډیر ناهیلي ښکارېدل او په دې پروسه کې برخه اخیستل ورته هسې د وخت ضایع کول ښکارېدل. خلک په دې باور وو چې د اصلاحات اداري په کمیسیون کې ټول هغه خاینین راټول شوي چې د هیڅ ښو تمه ترې په کار نه ده او دلیل یې دا ویلو چې  په ننګرهار کې د اصلاحات اداري پروسې هیڅ کوم د پام وړ کار نه دی ترسره کړی، یواځې د واسطو او پیسو لرونکي خلک یې واک ته رسولي دي او بس.
ما په ننګرهار ولایت کی د اصلاحات اداري د پروسي د دومره بدنامۍ د لاملونو د پیدا کولو هڅه وکړه او بالاخره دې پایلې ته ورسېدم چې د ننګرهاریانو تورونه تر یوه ځایه پورې واقعاً پر ځای دي.
په ننګرهار کې اصلاحات اداري پروسې نه یواځې دا چې ډېره ګټه نه ده کړې بلکې په ځینو ځایونو کې یې بیخي تاوان هم کړی او وضعیت یی له پخوا نه بدتره کړی دی.
د بېلګې په توګه د ننګرهار د مهاجرینو ریاست رییس چی د اصلاحات اداري د پروسی او امتحان له لارې ټاکل شوی ، داسې یو څوک دی چې د لیسې د لسم ټولګي نه فارغ شوی او شاید د یوه عادي ماموریت چارې هم په سمه بڼه ترسره نه کړای شي خو دا چې د مشرانو جرګې د ریيس خپلوان دی نو د اصلاحات اداري کمیسیون لخوا بریالی شوی او د مهاجرینو ریيس ټاکل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په ننګرهار کې ډیری د پوهنتون فارغین، ماسټران او حتی د دوکتورا لرونکي کسان اوزګار ګرځي.
همدارنګه ډیرې نورې داسې بېلګې هم شته د اصلاحات اداري کمیسیون لوړ رتبه غړو او کارکوونکو خپل نږدې خپلوان په لوړو پوستونو ټاکلي او یا یې نا اهله اشخاصو ته د چارو واګې په لاسونو کې ورکړي دي، چی کوم بل وخت به یې په یوه لیکنه کی وړاندې کړم.
په همدې وروستیو شپو ورځو کې چې زه په ننګرهار کې په خپلو درسي تحقیقاتو بوخته یم، د جلال اباد ښاروالۍ څه د پاسه سل پوستونه د اصلاحات اداري د پروسي لخوا ازاد رقابت ته وړاندې شوي دي خو ماته حیرانوونکې داده چی خلک په کې هیڅ دلچسپي نه لري او په دې باور دي چې که ښآروالي دوه سوه ځله (پی ار ار) شي بیا به یې هم هماغه پخواني مسولین وي او لس فیصده بدلون به هم په کې رانشي.
حتی تر دې پورې چې د جلال اباد ښاروالۍ یوه مامور راته وویل چې همدا اوس چې لا امتحان ته ډېر وخت پاتې دی، د ښاروالۍ لوړ رتبه مامورینو هر یو تن په زرګونو ډالره اچولي چې د اصلاحات اداري د پروسې مشرانو ته یې ورکړي تر څو په خپلو څوکیو پاتې او خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکړي.
زه نه پوهیږم چې د اصلاحات اداري کمیسیون مشران ولې دومره بې کفایته او بې بندوباره خلک دي چې خلک ترې دومره ناهیلي شوي او دوی د خپلې پروسې د سمون لپاره هیڅ کومه چاره تر لاس لاندې نه لري.
داسې ښکاري چې په هیواد کې هغه پروسې هم مخ پر ناکامۍ روانې دي چې خلکو ترې ډیرې تمې لرلې او د حالاتو د بدلون لپاره یې هغو ته د امید سترګې نیولې وې.
خدای دې په دې مضلوم ملت ورحمیږي.