لوګر کی څه تیریږی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

تیرپسی.....
داڅو ورځی دلته لوګرجان کی د نوی والی صاحب له راتلو سره سم تازه خبرونه،اوازی،ګنګوسی او....اوریدل کیږی خو اوس تر ټولو زیاته د قومی لښکر خبره توده دی چی دولت ورته محلی پولیس واي،پکتیا،پکتیکا،لوګر او...کی ورته اربکی او قومی لښکر دواړه وايی
خو طالبان ورته اربکیان واي او ددوی په ګمان دا نوم د نورو په نسبت ناوړه دی او دوی ته هم په خپل ذهن کی ښه مزه ورکوی چی په دی تور خپل غلیم یاد کړی او په بیرحمی سره يي ووژنی خو زه شخصا د طالب غورځنګ له دی کار سره جوړ نه یم ځکه طالبانو هم په خپل وخت کی اربکیان درلودل خو توپیر يی په دی کی وو چی اوسنی اربکیان معاش لری مګر طالبانو دا کار په جبر کولو او له لوګر څخه به يی ځوانان په زور د کندز او تخار جنګی لیکو ته په الوتکو کی وړل او په ګاونډی پاکستان کی ورته د امن لښکر واي.خو همدا اوس په لوګر کی اربکی طالبان شته خو هغوی ځکه ښه خلک دی چی د طالبانو خلک دی خو فرق دومره دی چی شین چي له سیمه ایزو دولتی چارواکو سره خوری او بیرغ يی سپین دی خو نه ورته مرتد واي او نه لعین.همدا اوس والی اقبال عزیزی قومی مشرانو سره ژمنه وکړه چی د لوګر دوه ولسوالیو ته به اووه۷۰۰ محلی پولیس ورکړی خو ویل کیږی چی دا کار لا دمخه کیده خو دلته دشخصی مفاد او قوم پالنی خبره هم راوانه دی هغه په دی چی ددی پولیسو عمومی مشر جنرال علی شاه احمدزی دکمونست ګوند غړی او د طالبانو په حکومت کی يی لویه ږیره هم درلوده او د ازری ولسوالی په اداری څانګه کی يی کار هم کړی خو د جنرالی ترفیعه يي پخوا نه درلوده،نوموړی هڅه کوی چی خپل یو نږدی ملګری چی په سور(سرخ) مشهور دی د لوګر فتح خیل دی او په غزنی کی له علیشاه احمدزی سره ملګری وو دغه شخص زه ښه پیژنم له حاجی نظیر او قومندان قلم سره يي هم کار کړی خو له اخلاقی لحاظ ډیر کمزوری دی او که جنرال علیشاه غواړی نوموړی په ازری ولسوالی وروتپی او د محلی پولیسو واک ورکړی نو باید پوهه شی چی هلته مشی چلیدلی او ستنوزی به نوری هم وزیږوی.بل طرف ته جنرال علیشاه احمدزی او د لوګر د ولایتی شورای ریس چی په غلا او مالی فساد،دځمکو په چور کی ښیی درندی دوسیی لری او له بند هم په ضمانت ازاد شوی دواړه په ازره کی د اکبرخیلو د کلی څخه دی او د سور په نامه کس په ټاکلو کی يي خبره هم شریکه دی،خو زه دا وایم چی نور ددی سیمی تورسری وزیرستانیو او پنجابیو ته جبرا ډوډی پخه نکړی او مونږ هم لږ غیرت ولرو باید دمحلی پولیسو مشران دهمغه سیمی څخه وټاکل شی نه دا چی له بلی سیمی ورته وروستل شی ځکه دا قومی لښکر دی نه ملی پولیس نو ښاغلی عبدالولی وکیل او جنرال علیشاه ته زما توصیه دادی چی اوس خو میلمستیاوی هم په سرینا او کانټیننټل کی کوی جبیونه موپړسیدلی او بس ده.
وسلام
ش لوګری