حامدکرزی، ملي یووالي اودخاورې تمامیت؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
۰۷ــ۱۰ــ۲۰۱۲                                    
بســــــــــمل
لمړی به په ملي یووالي څوکرښې ولیکم :
له ۲۰۰۱ زکال  را په دې خواپه کوردننه  اوبهرافغانانوحامدکرزی  ترنظرلاندې نیولی اوګام په ګام یې تعقیبوي. په دا یوولسوکلونوکې دغه  ښاغلي یوداسې ګام پورته نه کړ، چې ولس پرې  راټول او وویاړي.
له  همهغې لمړۍ ورځې ترننه کرزي یوازې ددې هڅه کړې، چې دجنګي جنایتکارانوپه چاغولواونازولوخپل له ذلته ډک عمر اوږد کړي.

کرزي دولس په ځای دولس له دښمنانو سره نه یوازې مصلحتونه وکړل، بلکې  یادومصلحتونو ته یې دملي یووالي رنګ ورکړ، چې دا پخپله ولس ته توهین او دملي یووالي شرمول دي.
هرڅوک، چې له تجزیه طلب عطامحمدنور،قسیم فهیم،ضیأمسعود،بسم الله محمدي، غبرګ عبدالله،یونس قانوني  او ځینو نورو سره  دتاجکوپه استازیتوب مصلحتونه کوي  دملي خیانت  ترڅنګ زموږ له  تاجګو وروڼو سره نه  بخښونکې جفاهم کوي همدارازکه  څوک له دوستم ، محقق اوخلیلي سره دازبکویاهزاره وروڼو په استازیتوب  مصلحتونه کوي  دا هم د ملي خیانت او یادو قومونودسپکاوي ترڅنک له هغوی سره نه بخښونکې جفا ګڼم.
همدا ډول که  څوک دپښتنوپه په استازیتوب دا یو څو منفورې او پلورل شوې څېرې په مصلحتونو کې ورګډوي دا هم د ملي خیانت  ترڅنګ  دپښتون قام لوی سپکاوی  اونه بخښونکی جرم بولم خوله بده مرغه کرزي  تر ننه  دداسې ناروا لوبو په کولوسره ولس زخمي زخمي او ترسپږمو را ورساوه.
اوس ،چې هم زموږ کړېدلی ولس دکرزي له لاسه  دمرګي ترپولې ورسېداوهم مکاراوغدارګاونډیان زموږدولس په سینه سهارماښام لمبې بلوي هلته دسلما ، کمال خان او نوروبندونودجوړېدو مخه ایران ډب کړې اودطالب په نوم په لویدیځو ولایتونوکې  هره ورځ  دعلم او فرهنګ  ډېوې راوژني  ورسره څنګ کې بیا پاکستان یوه داسې ړنده اومجهوله جګړه پیل کړې، چې نهايي هدف یم سم نه دی روښانه.
دلته خبره دراکټونونه  ده زه فکر کوم په دې لوبه کرزی ښه خبر دی خو ولس ته حال نه وايي مانا دی ورسره شریک دی خو
بیا هم دولس په سترګو کې خاورې ورشیندي  او وايي، چې امریکاپر افغانستان دپاکستاني بریدونو دفاع نه کوي.
زما په فکر داځینې لویدیځوال هڅه کوي له هرې خوا دچین او روس مخه ونیسي.
تاسو وګورئ دمیس عینک په اړوند څومره دسیسې روانې دي همدارازپه شمال کې دتېلو راایستلو چینايي کمپنۍ د دوستمیانو له څومره فشارونو سره مخ ده.
هلته روسانوهم له تاجکستان سره  دنورو۳۰دېرشوکلونوپه موده پوځي قراردادونه وغځول داهرڅه دیوې اوږدې او پټې جګړې علایم دي خوداچې  په پښتنو راکټونه وریږي اوکرزی وايي چې امریکاله موږ دفاع نه کوي نه سمې وسلې راکوي
نو وه  د ولس دښمنه که امریکاله افغانستانه  دفاع نه کوي هغه ستا ستراتیژیک تړون بیا دڅه لپاره و؟
تا خو وېل، چې خوب دست وپای شان رابسته کردیم.
ستا په کومه خبره به ولس باور وکړي؟
سهار یوڅه غرمه بل څه او ماښام بل څه وایې ته او خدای صحي کتنې دې کړې دي؟
آیاداستاسر او زړه له کاڼوڅخه جوړدی، چې له ننني ناورین اونادودوسره سره دومره بې تفاوته او غافل یې ، چې هم ځان غولوې اوهم ولس؟
داځل دې نوې مداري ګري ته لاس اچولی غواړې دهېوادوروڼه قومونه داسې په وینو رنګ کړې لکه  رباني، چې کابل په وینو رنګ او لوټې لوټې کړ.
که زما خبره په ځای نه وي نو څه اړتیا وه، چې دافغانستان  د ورانوونکي په نوم دښوونې او روزنې پوهنتون ونوموې؟
تانه یوازې دیادپوهنتون محصلین له زده کړو وایستل بلکې دهېوادپه کچه دې زموږځوان نسل وروروژنې ته وپاراوه.
دا دی د رباني زوی هم متعرضو محصلینوته وېلي ، چې دپلار په نوم لیکل شوې لوحه یې دکوزېدو نه  ده.
خدای مه کړه که محصلین له  تشددڅخه کارواخلي لوحه  راکوزه اوستادقسیم فهیم ځنګلي او لنډه غر پولیس  ډزې  پرې وکړي بیاخو د ټولو ناوړو پایلو مسؤل ته ګڼل کېږې.
ټول  پوهیږي ، چې دا ډرامه  دې  ددې لپاره رامخ ته کړې، چې هم دایران او پاکستان له ظالمانه تعرضاتو څخه دولس پام دې خواته واړوې، هم دورستیومقرریوخبره له خلګو هېره کړې اوهم داضطراري حالت لپاره لا له اوسه دوروڼوقومونو په مینځ کې اوربل کړې.
آیا ملي یووالی داسې پالل کیږي لکه دا ته یې، چې پالې؟
داوې  په لنډ ډول دملي یووالي په اړوند دکرزي تاریخي شاهکارۍ چې افغان ولس یې له بارانه ناوې ته کښېناوه.
اوس به دخاورې دتمامیت په اړوند دکرزي له ګلکاریوڅخه  یوڅوکرښې ولیکم:
په افغان ولس دکرزي تپل څه دټوکو یا قمار خبره نه وه او نه ده ځکه چې ملیټاریزم او کپیټالیزم دخپلې خېټې دلاپړسولو لپاره دنړۍ په بډایو سیمو کې کرزي ته ورته کسان لټوي.
کله یې، چې داډول افرادوموندل  بیا ښه زحمت ورسره باسي اوداګلالي ماغزه سم ستره ورمینځي داحساس اونارینتوب عصب  اوحجرات یې له بېخه ورڅخه باسي بیاترهغوپورې  شوبده بازي  پرې کوي ترڅویې چې دغه له زېرمو ډکې سیمې نه وي لوټ کړې .
اوس تاسې ووایاست داسې یوڅوک، چې دنورودګټولپاره صحنې ته راوستل شوی وي هغه به دخپلې خاورې دتمامیت څه پروااواحساس ولري؟
که یادمووي  څه باندې درۍ کاله مخکې ناټوپه څوپښتون مېشتو ولایتونوکې  زیات ملکي وګړي بمبارد کړل په سبا یې کرزی  دولس غولولو لپاره په ارګ کې ډېر وغوړمبېد دایې هم وویل،چې ««اختیاراین خاک ازمن است»».
په نوروخبرو اولاپویې ستاسووخت نه نیسم خودادي کلونه تېرشول نه یوازې دناټوظالمانه بمورۍ یې ونه درولې، بلکې د پاکستان  راکټونوته یې هم اوس مړه غوږونه نیولي اووايي موږ اخوا ته  ځوابیه راکټونه نه ورولو ځکه، چې هلته زموږ وروڼه  اوسیږي .
نو داته له  دې  وروڼوسره  څومره  په زړه پورې مینه لرې، چې له یوې خواځوابیه  راکټونه نه ورشړې  خوله بلې خوابیا دبې پیلوټوالوتکوهغه بمورۍ درته مسخرې ښکاري چې دشکمنوپه پلمه ستادوروڼوله کوروڅخه  پرله پسې جنازې باسي؟
عمران خان چې پاکستانی  دی  دبې پیلوټو الوتکو پر خلاف یې لاریون  پیل کړی  ولو که هرڅومره سیاسي موخې هم لري  خو کم له کمه یې دا وښوده، چې دا بمورۍ جنایت او دولتي ترور دی.
درنو لوستونکو!
تاسې به هم وایاست ، چې داپه کرزي پسې دې ولې رااخیستې ده.
ځواب مې دادی، چې په ولس اوهېوادمې زړه سوځي  زموږګران افغانستان  دکرزي په دورکې نه پوره کېدونکي زیانونه ولیدل.
زموږ دهېواد په رګ رګ کې دکرزي له لاسه بهرنۍ څارګرې شبکې لکه وېروس غوندې ننوتې او نړیواله جګړه یې  راوړه.
همدغه کرزي دولسمشرپه نوم دخپل بې وزله ولس په غاړه کې دعطامحمدنور، دوستم، قسیم فهیم،  خلیلي اومحقق په شان لړمان ورواچول  ددې ترڅنګ یې دهېوادغښتلي پښتون ټبرته دومره زیانونه ورورسول، چې نه انګرېز ورسولي و او نه روس .
همداافغان ولس په  تېره بیاپښتون  ټبر و، چې څوځلې یې کرزي  ته زړه ورکړ خویو ځل یې هم خیر ورڅخه ونه لید.
دستراتیژیکو تړونونوپه  پلمه یې دافغان ولس لاس اوپښې وروتړل خولا هم  دخلګو په سترګوکې خاورې وراچوي ، چې له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته به هیڅ منفي تغیرات  رامینځ ته نه شي مانا هرڅه به ګل وګلزاروي.
زه نه پوهېږم، چې دکوم  ډاډ او قوت له مخې داډزې کوي؟
که کرزی دې ته خوښ وي، چې له پاکستان سره به دستراتیژیک تړون له لارې خپلونامشروعوارامانونوته ورسیږي  اوپه ارګ کې به نور هم پسې پلن شي داخوب  دې اوبو ته ووايي.
کله  چې کرزی  ددې واک او وس نه لري چې دپاکستان  د زرګونو راکټونو په  ځواب کې یوه مرمۍ ور وولي نو بیا په کوم زور پاکستان  ته  شرایط وړاندې کوي؟
شرایط خویې امریکا ته هم وړاندې کړي وو یوه محکومه او شرمېدلې لویه جرګه یې هم پرې  را وبلله نتېجه یې څه شوه؟
خیبرنه چې ماهیپرهم ورکړي پاکستان نه شي  راضا کولای داخبره مې لا څو کاله مخکې له ازادي  رادیوڅخه کړې وه.
لنډه یې دا،چې کرزي یوازې  په ارګ کې دخپل سیاسي ژوند دبقأ لپاره  دا وروستیودسیسوته لاس اچولای نور نه  دملي یووالی په کیسه کې دی، نه د خاورې تمامیت او ملي حاکمیت.
لکه  دپنجشنبې  په ورځ مې چې دآزادی  رادیوله لارې خپل وجداني مسؤلیت رفع کړ پدې لیکنه کې یې بیاتکراروم، چې دافغان ولس په نننۍ بې وسي کې چې هرڅوک دډېورنډدناولې کرښې اویاله پاکستان سره دستراتیژیک تړون مسئله  را پورته کوي ملي خیانت کوي  ځکه ، چې اوس یې وخت نه  دی موږ خورا ضعیف اوتربهرني اشغال لاندې یوخوله  دې سره سره دادی وینو، چې په  ارګ  مین کرزي دې لویې جفا ته هم نېت کړی زه  فکرکوم  تاسوبه  هم  راسره موافق یاست ، چې د ولسمشر په ځای ورته ولسمرګ یا فسادمشر ووایوبهتره به وي.
دګران افغانستان دنجات اوملي خاینانودرانسکورېدو په هیله
ومن الله التوفیق