ننګرهار هم ايران ونيو!!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
دادمحمدناوک
دپاکستان پرفوځي ښکېلاک سربېره د دې هيواد د کلتوري بريد په اړ ه هم په دې وروستيوکې رسنۍ ګرمې شوې دي؛کېداي شي دغه هيواد ته ځکه دومره خولې ور واوړي چې په ننۍ سياسي ډرامه کې ديو مهم کرکټر رول په غاړه لري.

مګردايران کلتوري ښېکلاک د ډېرو نوروهيوادونو تر فوځي بريدونوهم ډېر خطرناک ثابت شوى دى.ايران له هاغه وخته زموږدهيواد په کلتور په ځانګړې توګه پښتو پسې راو اخېسته چې کله يې د پټې خزانې واورېدل.حتى په کابل کې يو دري ژبي استاد ته دايران دسفارت له خوا کور،موټر او ټوامکانات يواځې د دې په خاطر برابرشوي دي چې د پښتنو ،پښتو ژبې او پټې خزانې په ضد ليکنې وکړي.
د پښتوادب په تاريخ کې لرغونې ګندهارا يومهم کلتوري او ادبي مرکز پاتې شوى دى،په اوسني وخت کې هم دهيواد شرقي لورى يوه مهمه ادبي حوضه ده.مګر زموږ کلتوري دښمنانوهم زموږ دادبياتو دپرمختګ حوضې او حتي شخصيتونه درک کړي دي،او په پوره زور دهغوى دله منځه وړلو ياهم کمزوري کولو هڅه کوي.
ننګرهار پوهنتون چې دهيواد مشهور او مهم پوهنتون دى،په دې ولايت کې دپوهنتون دمحصيلينوله پاره پر نورو ادبي منډو ترړو سربېره د ياد پوهنتون کتابتون هم دمحصيلينو مطالعې ته  ښه زمينه برابروي.مګر له بده مرغه په دې مهمه نقطه کې هم زموږدژبې اوکلتور خطرناک دښمن _ايران_ دخپلې کرغېړنې موخې د پلې کولو له پاره هڅې روانې کړې.
په دې پوهنتون کې دمشهورو پښتو ليکوالو په شتون سربېره په دري څانګه کې  دمحصيلينو په پارچو اوچپټروکې په پوره ډاډ دپوهنتون پرځاى _دانشګاه_ ليکل کېږي.چې هيڅوک هم پرې غوږنه ګروي،تردې بده يې لاداچې دپوهنتون په کتابتون کې دګوتوپه شمار پښتو کتابونه شته چې هغه هم ورځ په ورځ کمېږي.مګر په هره برخه کې ايراني کتابونه پرېمانه په کې پيداکېږي.په دې کتابونوکې پرقومي،ژبني او سمتي تعصب خپرولو سربېره آن پر دينو ارزښتونوکلکې نيوکې کېږي.
دکتابتون له مديرسره په خبروکې مې ترې وپوښتل چې دلته پرکوم معيار کتابونه راوړل کېږي؟دغه کتابونه تاسې له چانه غواړئ،اوکه يې بل څوک په خپله درته راوړي؟
هغه وويل چې دغه کتابونه هغه خلک په خپله راوړي،اوموږ ولاکه کوم معيار ورته لرو،ګوره دلته هغه بله ورځ دوولس جلده کتابونه راغلل،هغه ماورسره ونه منل،دپوهنتون رياست خبرهم نه و،اوماځکه ورسره ونه منل چې په هغوکې دغسې کتابونه و.
مدير صيب دخپل شخصي مېزله جيبه يوتفسير راويوست،نوموړي هماغه ځايونه په کې په نښه کړي و،ژريې څورلسم مخ راته راواړاړو،هغه جملې يې راته وويلې چې کټ مټ مې نه دي را اخېستې،مګرپردې مفهوم وې:
((کله چې خداى جل جلاله د انسان دپيداښت اراده وکړه،درې نوره يې پيداکړل،له يوه نوره يې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم،اوله بله يې حضرت علي (عليه السلام)(د دوى په قول) پيداکړل،له بله نوره يې موږپيداکړو،په موږکې خلک دوه ډلې شول څوک په رسول الله صلى الله عليه وسلم پسې او څوک په حضرت علي کرم الله وجهه پسې روان شول،هغه چې په رسول الله صلى الله عليه وسلم پسې لاړل دوزخ ته لاړل اوهغه چې په حضرت علي کرم الله وجهه پسې لاړل خلاصون يې وموند.))نعوذباالله
ددغسې خبروسربېره بياهم دغه کتابتو څارنې ته ضرورت نه لري،اوداسې ايراني کتابونه هم په کې شته چې ښکاره يې ګران هيواد افغانستان تجزيه کړى دى،او دهزاروو ترسيمې يې کرښه راتاوکړې او نوم يې پرې هزارستان اېښى دى.
زموږ مهمې ادبي حوضي ګنداهارا،اراکوزيا او پکتيادي،چې زه په پوره ډاډ غږ کوم چې ننګرهار ايران نيولى ،اوکه داسې بې غوري وي نو راتلونکې به يې ثابته کړي ،چې زموږ مهم اکاډميک مرکز_پوهنتون _کې پښتانه محصلين کومه روحيه او څرنګه مفکوره لري؟؟
١٣٩١\٧\١٢
دادمحمدناوک