عبدالباری"عارض"
د افغانستان حالات ورځ تر بلی ترینګلی کیږی کورنی او بهرنی ،سالمی او ناسالمی ،سیاسی او استخباراتی هڅی او تلاشونه په ښه او بد نیت ګړندی کیږی که کورنی اړخ ته وکتل سی پټ او لوڅ ، په سیاست او لجاجت ،په مخالفت او موافقت ، په تزروع او تهدید ځنی داسی کړنی تر سترګو کیږی چی غالبا د بد نیت ښکارندوی دی داهڅی او نیت د ایتلافو په ژر ژر بدلیدو او جوړیدو له ورایه ښکاری افغان سیاست بازان
پخوا به درو څلورو په جګړه کی مطرح ډلو ایتلافونه جوړول خو په ۱۳۹۱/۷/۲ نیټه د چوکۍ غوښتونکو تکنوکراتانو له فیضه تاسو د مطبوعاتو له طریقه واوریدل چی شل ډلو ټپلو یو ایتلاف اعلان کړ. په دی ایتلاف کی چی د ماډل له مخی اخرین ایتلاف دی د حق او عدالت ګوند ، د وحدت اسلامی تنظیم ،د اسلامی جنبش ډله او نورپه اصطلاح روشنفکران او جهادیان شتون لری ، نوموړی ایتلاف د خپل نوعی له مخه یو نامتجانسه نا هماهنګه او د متضادو ایډه لوژیو ډک ایتلاف دی چی صرف د تقلُبی قدرت د نمایش په منظور یی تبارز وکړپه حقیقت کی د ضعف د موضع څخه د قدرت او قوت تظاهر کول غواړی.
دا محترمین تر اوسه یو ځل خپل بیګراونډ ته نظر نه اچوی ترڅو خپله قضاوت وکړی چی د هیواد او ولس په وړاندی یی څه ترسره کړیدی او بیا په کومه خوله او نیت د ولس د خدمت ادعاوی کوی او په دی هم ندی پوهیدلی چی ولس ددوی په هکله څه طرز تفکُر لری. دا د قدرت په میو مست لیونیانو لاره ورکه کړیده حتی په دی هم نه پوهیږی چی نور ددوی مودلونه زاړه سوی دی عصر په وړاندی ځی حتی که ددوی د خوښی سره سم جګړی هم وی خو د دوی د قوماندانۍ ځای پکښی نسته . مطلب می دادی چی نسلونه او فکرونه د زمانی او زمان د مقتضیاتو سره سم په سرعت د انکشاف په حال کی دی زاړه فکرونه زړی تیورۍ تکرار غوښتنی او د نورو په بدتختی کی خپله خوشبختی لټول نورچلند نلری. په دی زمانی مقطع کی زاړه فکرونه د روانو حالاتو سره د مقابلی او توازن توانمندی نلری. د پردیو پر اسپونو سپاره د توری بریښول نور تهدید نه ګڼل کیږی .
او که بهرنی اړخ ته وکتل سی د افغانستان او سیمی په وړاندی ډیری ننګونی موجود دی نړیوالی هڅی د مختلفو مقاصدو او ګټو په منظور ګړندی سویدی ، استخباراتی هلی ځلی پیچلی ابعاد خپل کړیدی او نظامی تحرُکات نوی شکلونه غوره کوی علت هم دادی چی له یوه طرفه تر ۲۰۱۴ کال پوری بهرنی ځواکونه پښی سپکوی او همزمانه ټول ټاکنی هم باید ترسره سی له بله اړخه امریکا نور د افغانستان د جګړی څخه ستومانه سوی او په تدریجی توګه په امریکا او اروپا کی د دی جګړی د دوام مخالفین مخ پر زیاتیدو دی نو ځکه امریکا ضرورت لری په هر ډول چی وی که د نظامی تهدیداتو په شکل وی که د اقتصادی فشارو په ډول وی او که د استخباراتی هلو ځلو په نتیجه کی وی د وتلو وړاندی په سیمه ایزه کچه او کورنی سطح د امریکا د حیثیت د ساتلو په منظور یو جوړ جاړی را منځ ته کړی هغوی ته شاید مهمه نه وی چی نتیجه به اوږد مهاله کی د افغانستان په ګټه او که په تاوان وی .
تاسو اورۍ چی همدا اوس د اقوام متحده د عمومی غونډی په څنګ کی یوه دری اړخیزه پټه غونډه د امریکا ، افغانستان او هندوستان تر منځ او بله پټه غونډه د انګلستان ، پاکستان او افغانستان تر منځ جوړیږی . که څه هم داسی ښوول کیږی چی د سولی په ګټه به خبری ترسره سی خو دا سوال هم مطرح کیږی چی هندوستان او پاکستان دوه همیشنی رقیبان ولی د دا ډول جلا جلا غونډو په جوړیدو په افغانستان کی مقابلی ته هڅول کیږی ؟ که اراده نیکه وی ولی په یوه پنځه اړخیزه غونډه کی نه سره راټولیږی او بی پردی د سولی پر لارو چارو خبری اتری نه کوی؟ همدا ډول سوال مطرح کیږی چی هند د افغانستان د سولی په بهیر کی څه موثریت لرلای سی ؟که څه هم جاوید لودین د بهرنیو چارو مُعین د اشنا رادیو سره په مرکه کی وویل چی د هندوستان سره غونډه د اقتصادی چارو په تړاو وه خو انګیرنی داسی دی چی امریکا هڅه کوی تر ۲۰۱۴ کال وروسته هندوستان د افغانستان په چارو کی و مهم رول لوبولوته وهڅوی اما داسی بریښی لکه هند چی نه غواړی عجولانه عمل وکړی دا ټول هغه سوالونه دی چی افغان ولس د سولی پر بهیر نور هم بدګُمانه کوی . یقینا چی دا بدګُمانی و امریکا ته اهمیت نلری بلکه د هغوی ټولی هڅی دی ته متوجه دی چی د وتلو پر وخت یو موقتی یا لنډ مهاله ټیکاو په افغانستان او سیمه کی ایجاد سی ترڅو نړۍ او د امریکا ولس پر خپلو ستراتیژیستانو او نظامیانو بی باوره نسی او د امریکا پرستیژ د هغه د رقیبانو په وړاندی پیکه نسی. اما داچی په اږدمهاله کی به افغانستان د ثبات او هوساینی خاوند واوسی هغه سوال دی چی راتلونکی به جواب ورته ووایی.