لرې نده چې کرینه کپور اسلام ومني

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
نورالحق ( آرین )
د باليووډ مشهوره ستورې کرينا کپور د سیف علي خان سره د واده کولو نه وروسته د مسلمانېدا حتمي فیصله کړېده ، ددوی واده به د ۲۰۱۲ زېږدیز کال د اکتوبر په۱۶ یا ۱۷ نېټه وي .
د هندي رسنیو د خبر له مخې د کرینا په دې خبره د سیف علي خان کورنۍ چې پټوډي نوابان دي ډېره خوښه ده ، خو د کپور کورنۍ د کرینې په دې پرېکړې ناراضه ده ، هغوی وايي مونږ د کرينې په واده خوښ یو خو ، په دې شرط چې خپل هندویزم مذهب به ساتي ، مګر کرینه په خپله پرېکړه ولاړه ده او کورنۍ ته یې هم پیغام ورکړی ، هېڅ څوک دا حق نلري چې ددې په خوښه کې مداخله وکړي .


بل لوري ته د بالیووډ نورو ادا کارانو د کرينې په دې پرېکړې خپله ناراضتیا ښوولې او وايي چې : هېڅ یوه ادا کار ته نه ښايي چې په واده کولو سره خپل مذهب ته شا کړي او بل مذهب ومني ، ځنو اداکارانو دا پرېکړه هم کړې چې د سیف علی خان واده کې به ګډون نکوي.

کرینه به د خپلې خواښې شرميلا ټاګور په پل پل ږدي ، لکه څرنګه چې هغې د سیف علي خان د پلار منصور علي خان پټوډي سره له واده کولو مخکې اسلام ومانه او نوی نوم يې بیګم عایشه سلطانه ځان ته غوره کړ ، کرینه به هم اسلام مني، خو د خپل نامه په پای کې یواځې خان یوځای کوي ، او په وینا یې چې لاسلیک به یې هم درې وارې د انګلیسي کا توری وي .

سیف علي خان د فلمي اداکارې امریتا سینګ سره په کال ۱۹۹۱زېږدیز کې واده وکړ ، خو په ۲۰۰۴ کې یې تر ۱۳ کاله ګډ ژوند تېرولو وروسته طلاق کړه ، چې تر هغې مېرمنې دوه اولادونه ابراهيم علي خان او سارا علي خان لري ،تر طلاق وروسته يې اولادونه له خپلې مور سره اوسي .

کرینه کپور ۳۲ کاله پخوا په هند کې زېږېدلې او لومړنی فلم یې د ریفیوجي ( پناه وړونکي ، مهاجر) په نامه وو چې دې پکې رول ولوباو او په هندي سینما کې له ډېرو مشهورو فلمونو څخه دی .
همداراز یې په نورو ډېرو فلمونو کې رول لوبولی چې ؛کربان ، کمبخت عشق ،ګولمال ۳ ، ډان ، اجنټ وینود ...................... او باډي ګارډ یې له مشهورو فلمونو څخه دي
په یوه خبري ناسته کې کرینه ویلي چې غواړي د ښکلا د ملکې ايشواریا رای غوندې تر واده کولو وروسته یوه د کور مېرمن شي او د سینما تر دایرې ووځي .