لوګر کې څه تیریږی ۹ او ۱۰ برخه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
شاهد لوګری
خوشحال یم چې زموږ د درنو لیکوالانو لیکنو رنګ راووړ او دادی نن اورو چې د لوګر اوسنې والې له څوهفتو وروسته له لوګر کډه بار او سفر يي بادغیس ته په خیر خو د هغې سیمې د خلکو بخت هم لکه چې بند پاتې ده ځکه خو يي صبری صاحب په نصیب شو.زه هم دهمدی لیکوالانو له ډلې ووم چې د لوګر حالت به ډیر زورولم او دهمدی احساس له مخې می پری لیکنې پیل کړی
خو ډیرو ښاغلیو په بدو ردو او ګواښونو هم ونازولم خو بخت راسره دلته کار وکړ چې دومره مشهور نه وم چې د ډاکخانې ادرس می ورته معلوم شي کنې بیا  خو به ویل طالبانو حلال کړی او طالب به ویل چې د ملې امنیت کارمند او جاسوس و د شرعې محکمې له پریکړی وروسته ووژل شو،مفسد،لعین،مرتد او د ملاعمر په شخصې مذهب او دین یي ایمان نه درلود.او دولت به ویل چې ترهګر و د هیواد دښمن و او زموږ د خلکو د وژلو په دسیسه کې بوخت و او د ملې امنیت او ملې پولیسو سره په مقاؤمت کې ووژل شو او کلیوالو به بیا ویل چې دا خو نه دولت کې و او نه په طالب او نه ګلبدینې نو دی بیچاره څه کړی و؟ نو دی وخت یو کلیوال اخوا دیخوا وګوری چې زما خپلوان او دوستان يي وانه وری نو بیا به واي ده خو واده هم درلود خو سړی نه پوهیږی څه وواي(ګواکې نامشروع اړیکې به یي درلودی) نو بیا وواي د چا خور او لور ته به یي وزر وهلي وي او داسې.....................
خو په هر حال الله نه به یي خیر غواړم حربي پوهنتون به زما په نوم ونومول شې ځکه خاین او نا خاین نه معلومیږی. ښاغلې عزیزی ځوان او با انرژی شخص دی لغمان کې خو ماشاالله یو څه وځلیده خو دا اوس اوس هغه پسې هم د فساد کولو ګرمه کوته راووته او یوڅو دوسیې يي ماته هم رامعلومي دی بیا به درسره شریکې کړم، الله تعالې دی وکړی چې دده قدم له لوګر پسې ښه لاړ شي خو داچې د جناب مشعل په شان مخامخ ملې امنیت ته ونه لیږل شو شاید کرزی به پری ډاډه شوی وی او هم به له لوګر څخه د ځانمرګو توده څپه په ارګ کې حس شوی وی نو کرزی يي اړ کړ چې څه ادلې بدلې پکې راولې او له دی عټه تمه تری نشته ځکه د معمیلو کابینه،ولسې جرګه او والیان دی ځکه خو به د مولې په ځاي ګازری او د ګازرو په ځاي مولې سرخک او....ږدی. د طاهر صبری د زوی هم مشرانو جرګه کې قدر زیات شوی و دلوګر وکیلانو او د ولایتې شورای ریس به تشناب کاغذ په جبی کې ورپسې ګرځاؤ خو اوس هاهاهاها. نه پوهیږم والې صاحب لیک لوست به څنګه وی خو کله کله بیسواده له زده کړی ښه کار کوی.
نور بیا
شاهد لوګری




تیر پسې .....۱۰برخه

یرغمل نیونه او طالبې جهاد

تقریبا یو کال د مخه ددی ولسوالې یو قومی مشر حاجې شهزاده په ننګرهار کې خپل روح خپل رب ته وسپارلو ،ډیرددروند خصلت،مدبر،میلمپال او حلیم شخصیت و نو دده دهمدی ښو اخلاقو ددرلودو له امله له ډیر لیری لیری د نوموړی د جنازی مراسمو ته خلکو ځان ور رسولو نو موږ په کابل کې وو چې دنوموړی د مرګ خبر راورسیدو او ما له نومړی سره دری شپې په کور کې کړی وی او دده یو ځوی د جلال اباد ښار کې ددوا پلورنځې درلود او زه مې له یوه ملګری سره له لوګر ورغلې ووم چې ددوی یو بل ازره کې د حاجې کوچې په نوم و ما ترینه غټ موټر اخیسته خو هغه سودا مو هم ونه شوه او دری واړه شپي مو د مرحوم شهزاده په کور کې وکړی. دده له مرګ خبر شوم او اراده مو وکړه چې سهار ننګرهار ته لاړشو خو ددوی یو څو کلیوالو چې یو يي د لوګر د ولایتې شورای غړی و،یو کابل کې قاضې و،بل په ملې پیوستون کې کار کولو او دا دریم په ولسې جرګه کې د لوګر د یوه وکیل ددفتر منشې او ددی تر څنګ دوی ټول د یوی کورنې غړی،دوه وروڼه،د تره زوی او خوریه او....دماسخوتن له مخې يي په یوه کرولا موټر کې حرکت کړی چې جلال اباد ته ځان ورسوی کله چې دسرخکانو له دری لاری تیریږی نو بې هویته(طالب) وسلوالو ورته لار نیولې وه او ټول يي د تورغر په طرف راوان کړی و او کورنیو ته یي اهوال ورکړل شو چې دوی له طالبانو سره یرغمل دی نو له کلیوالو د مرحوم شهزاده غم هیر شو په نورو څلورو جنازو واوښتل خو د قدرت کارونه و طالبانو د پیسو په بدل کې د خلکو د پریښودو شرط وړاندی کړ او اخر په ۸۸ لکه کلدارو ډیل وشوو او خلک يي راپریښودل خو دغو سیمه ایزو طالبانو دغې پیسې خپلو مشرانو ته ونه لیږلې او خپل منځ کې يي وویشلې نو له پیښور څخه طالب مشرانو یوه ډله راولیږله چې دا رقم ځان ته تسلیم کړی خو خبره تر جنجال ورسیده یوه ډله اړ شوه چې دولت ته جاسوسی وکړی او هغه بله يي پری بمبارد کړه چې یولس۱۱ کسان پکې ووژل شول دا وه د پاټک د پیسو نتیجه.په دی یرغمل شوو کې یو د ازری همدا اوسنې ولسوال هم و خو ددوی له برمته کیدو سره سم دلوګر د ولایتې شورای مشر عبدالولې مطبوعات خبر کړل چې د لوګر د ولایتې شورای منشې خیرخواه دتورغر په طرف بیول شوی دی دا هغه چا ته خبر ورکول و چې دطالبانو ریموټ يي په لاس کې ده او دی اعلان نږدی و چې داڅلور کسان د مرګ خولې ته جوړ کړی او ددی ترڅنګ د مشرانو جرګې غړیو سناتور صفت الله حقمل او هدایت الله د ازادی راديو سره په درواغو وویل له برمته کوونکو سره موخبری راوانې دی خو دا ټول درواغ وو او په داسې مرکوسره دوی غوښتل خپله سیمه ایزرقابتونه وپالې او طالب مشرانو ته کوردینات ورکړی چې تاسو مهم کسان نیولې دی او ددوی د نیولو جاسوسې د دلاورفیضان په نوم ولسې جرګې ته د لوګر له ازری یو ناکام کاندید فیضان او ملا اجمل چی د انتخاباتو د کمپاین  په وخت کې يي د انجنیر صاحب جان څخه یوه کس په ډزو سره وویشت او سخت یي زخمې کړ او په اخر کې صاحب جان ترینه میدان وګاټه او د غه برمته شوی څلور کسانو له جملې يي دوه وروڼه،یوه دتره زوی اوبل يي وراره وول،دا د اوسنې عصر ددښمنې پاللو نوی موډ دی

دجنغوزیو دزړو په سرد جنګ:

داتیره اوونې په خبرو کې دازری ولسوالې بیا د مړو او جګړو دسرخبر وو زموږ د ولایتې شورای مشر په خپله مرکه اووه۷ کسان ووژل او۷-۸ زخمیان کړل او جنګ لا په غرونو کې راوان دی مګر داډیره دشرم خبره دی چې د پژواک اژانس یو هکمار صرف د یوه امتیاز او یا په دی خاطر دده درواغجنې مرکې خپروی چې نومړی یي همصنفې دی او سړی نه پوهیږی چې د ولسوالې له ولسوال،قومندان او...پوښتنه نه کیږی چې هلته حاضر دی او دشورای مشر په دوه کالو کې یوځل ازره ته لاړ و هغه هم په هلیکوپتر کې او له دی علاؤه زه د لوګر امنیه قومندان،والې،ریسان،ددواړو جرګو مشران او د ولایتې شورای غړی او ریس،ولسوال او د ولسوالې د امنیه قومندان او عسکر چیلنج کووم او نران او غیرتي یي ګڼم چې که دځمکې له لاری ازری ته تګ راتګ وکړی او هرڅوک چې واي زه درواغ وایم او یا تبلیغ کووم دا ګز او دامیدان امتحان يي کړی.والله زه حیران اوشرمیدم چې کله دلوګر د امنیه قومندان روغ لیوني مې تلویزون کې ولیده او او په درواغو يي ویل چې لوګر کې وضع ښه دی او د ډاډ وړ ده مهربانې دی وکړی هغه تاریخ دی وړاندی کړی چې نوموړی دی ولسوالې ته ورغلې وی؟ او څنګه هلته لاړو؟ ددی ولسوالی اکمالات د هوا له لاری علاؤه په بل ډول ممکن ندی دازری دتیری اوونې جګړه کې دری کسان زخمیان او دوه مړه وو خو یوه کس بیا وروسته هسپتال کې مړشوچې جمله دری کسان مړه دی دوه یي د چوتری د کلې(چوترهخیلو) او بل يي طالب جنګیالې و چې د جانیخیلو د کلې و او ددوی مشر طالب قومندان وکیل نامی د چوتره خیلو له خوا ونیول شو او دومره وهل يي ورکړی و چې له شړومبو يي پرهیز کړی ده خو بیا د اکبرخیلو دکلې او اربکیو طالبانو د مشر زرغون او دازره دامنیه قومندان په مرسته بیرته خوشې کړاي شوو او ولسوال ښه سیواد ،لیک او لوست لری په دفتری کارونوښه پوهه دی خو تر حده زیات نرم او داسې هم معلومیږی چې سمبول دی.داجنګ دطالبانو له خوا په جنغوزیو ظالمانه تصرف له وجیې پیښ شو او د سیمې خلکو ته یي ویل چې جنغوزی داسلامی امارت حق دی او تاسو به کار پکې نلری خو خلکو ورته ویل چې دعشر په نوم به یو څه درکړو خو دانشو کولاي ټول ځنګل تاسو ته پریږدو همدا زموږ د کورنیو لپاره درزق وصیله ده خو طالب قومندان نوی ملا شوی او دا دپاټک نوی خوند نو اوس چې القتال نه کوی نو کله به یي کوی؟ دوکیل تره یوسف خان د روسانو د اشغال په وخت کې د حزب اسلامی قومندان و خو مرغې هم ترینه ازار نشوه او اوس د محاذ ملې شو سیمه ایز قومندان سخې هم ځان طالب طالب کوی او پیر ګیلانې او سیر اسحاق اغا به اوس هم د تورلیبل بوتل تخرګ کې منډلې وی،قومندان سخې او طالب قومندان دتره زامن سره یادیږی

دازری ولسوالې دملی امنیت اداره

دغې ولسوالې کې یو وخت د خان محمد په نوم د ملې امنیت یو مدیر ؤ او خپله دنوموړی کورنې یوه درنده او عزتمنده کورنې ده او پلاريي په سیمه کې نامداره شخص و او ړ مهاجرت په کلونو کې يی د روح امانت خداي(ج) ته تسلیم کړ نوموړی د جهاد په وخت کې په جمعیت اسلامی کې و خو قومندانې يي نده کړی په دفتری کارکې مصروف و نوموړی د ملې امنیت په مدیریت کې خپل وریرونه او اوښیې ګمارلې و او د ایوب په نوم یوکس چې ددوی زوم وو هم په کار ګمارلې و او ددی مدیریت معاون قومندان غفار نومی شخص و خو ددوی ترمنځ فرق څرګند و هغه داچې غفار نالوستې او خان محمد دلیک لوست واله و د خان محمد وریرونه چې په لومړی ځل د قدرت په ږدی ناست وول نو لږ لږ يي د خلکو په رټلو پیل وکړ او د خپلو تره زامنو سره هم په ټکر کې ولویدل چې هغوی د حزب اسلامی په رنګ ککړ وو په اخر کې ددواړو ترمنځ یو کوچنې وسلوال ټکر هم راغې خو دقومی مشرانو په منځګړیتوب خبره په دی حل شوه چې خان محمد ،دهغه وریرونو او سناتور سلطان جان د هغوی کور ته پسونه وروستل او روغه يي وشوه په دی ارتباط یو کلیوال راته وویل چې خان محمد ډلې د خپل تره زامنو په میلمنوډزی کړی وی او له همدی دلیله دیو اوبل په ضد مورچه کې کښیناستل ما ورته وویل موږ خو د یو نابللې میلمه په سر ټول هیواد په ناورین واړاؤ خو د میلمه سر اخر د آی اس آی له تخرګ راووت.خو خان محمد پوه او دښو اخلاقو خاوند و او دسیمې ډیر استادان هم دده په لاسلیک په مکتبونو کې مقرر شوی دی خو دده ورور سناتور سلطان جان لوي غل و د لوګر د میس عینک د کان په قرارداد کې تقریبا ۹۵۰۰۰۰ نهه نیم لکه ډالر د چین له سفارت واخیستل او دا قضیه جدا لیکنه او اړین معلومات غواړی.خو غفار پخوانې جنګې لوبغاړی و او پلار يي ملک اندړ نومیده د روس د اشغال په وخت کې له حزبیانو سره ملګری و او باوقاره قاطع،دروند او په قول ولاړ انسان و او بیا چا وویشت، مګر زامن يي سرچپه راوختل او دغفار لنډ تاریخ داسې دی
لومړی يي د خپل پلار قاتل وواژه
له حزب اسلامی سره د پلار په عهد ودرید
په دی حزب کې د کنډک قومندان شو او خلکو ته به یي ویل د وفا په نوم د غنډ قومندان یم،په اخر کې یي ځان له زرداد پوری وتاړه چهاراسیاب،سروبې او ازره ولوګر یي وخوړل له طالب سره وجنګیدهومزار ته وتښتیدو هلته یي له زرداد سره اختلاف راغې د جنبش له یوه قومندان سره يي ځان شټپنې کړ بیا يي خوند ورنکړ د بدخشان له لاری پاکستان ته لاړو او په اکوړی کې يي واړول هلته له سیمه ایز طالب پلوه ملا سره کیف حالو که شو سمدستې يي توره لونګې ووهله او غفار اخند باندی مشهور شولو خو خوند یي ورنکړ بیرته في المطار اکوړی ته شو،طالبانو د یوی مولې په سر د هیواد دعزت او ګټو سودا په لسم لاس وکړه سور کافر په کور رادننه شو او مولې(اسامه) ابټ اباد کې فلمونه کتل او چې جنګ به سوړ شو یوه ویډیو به يي ډکه کړه ها هو مه پریږدی نو بیا به جعلې غوغا جوړه شوه او ددی غوغا خاشاک به مظلوم افغانان شول لکه ددوزخ خاشاک چې انسانان وی،غفار د شورای نظار له یو تن غړی مولانا سره بلد شو او هغه د ازره د ملې امنیت په اداره کې ننویست خو دومره مسلح شو چې تل به ورسره ۴۰ کسان وسلوال ګرځیدل
نوربیا
شاهد لوګری