تیرپسې....۲۱ حصه
ددی ناوړه پیښې پیل د جلال اباد د والې په ماڼې کې د ننه د والې،معاون او د شورای د غړو تر منځ له یوه معمولې لفظې شخړی راپورته شو او هغه دا وه چې د والې په رسمی دفتر کې په داسی حال کې د شورای د غړو ترمخ په لمیزونو نسواردانې ایښې وی چې تاه به ویل دګلانو ګلدانې ایښې دی او خپله والې صاحب ښاغلې حاجی عبدالقدیر به د خپلي سوارلې په ګاډی کې هم ګرځوله او په اخر کې ددی ګوند په پلویانو
د مولوی خالص ګوند او د محاذ ملې قومندان حاجی زمان د ننګرهار په سطحه موافقه کړی وه چې باید شمالې ووژل شي او دا پریکړه حتمئ وه ،کله چی په ټاکلې نیټې شورای ته راغې نو باید ووېل شې او کوم قومندانان چې په دی پروګرام کې شریک وول هریو خپل لس لس(۱۰) اعتمادی باډیګارتان په دی ګمارلې وو چې کله شمالې شورای ته راغې او بیرته درووت که موږ ورسره یو ځاي درووتو نو ددی معنې دادی چې موافقې ته رسیدلې یوو او که یوازی شمالې درووت نو ددی معنې به داوی چې جوړه مو نده شوی نو باید ترور یي کړی خو عاجل اخیستې بیا عقل نلری د شورای له ټاکلې نیټې یوه ورځ دمخه شمالي ولایت ته غوښتل کیږی او نوموړی هم په داسی حالت کې ورځې چې ډریور،او پنځه ساتوونکې ورسره وو.دده شخصې ډریور تورګل داسي واي:موږ چې کله ولایت ته ورغلو نو زه په وضع شکمن شوم او ما حاجې شمالې ته مخ کړ چې حاجې صاحب دادی شورای وضعیت راته ښه نه ښکاری او مړ دی نه کې؟ نو شمالې په غصه ځواب راکړ د ډار تعویذ درته نشم کولاي او زه هم غلې شوم خکه شمالې داسی خاصیت درلود چې موږ يي کله هم ډیر دلیل او بحث ته نه پریښودو او ډیر قاطع و،دوی ټول شورای ته ننوتل زه له موټر سره د حویلې په منځ کې وم خو د نورو عادی ورځو په پرتله نن دلته ډیر وسلوال لیدل کیدل او د ولایت د بام په سر هم مسلح کسان کینول شوی و د ولایت ددروازی مخامخ د امان الله خان د باغ ددیوال شاته هم کسان ولاړ وو او د ښار په طرف هم تللې سړک کې کمین ناست و. کله چې شمالې د قصر له سالون راووت په غصه و او ماته يي وویل حرکت وکه توره نو دغه وخت مي بیا ورته وویل چې حاجې صاحب دا خلک مو وژنې هر طرف يي کسان کښینولې دی خو د صابر په نوم یو بل ساتوونکې چې دازره ولسوالې د منګل د کلې و او ډیره ایمانداره مجاهد و هغه ورته وویل چې مخابیره به وکړو نور کسان به راوغواړو خوشمالې ونه منله او ویل يي حرکت وکړه چې څنګه د ولایت مخکې د پلپل غټی ونې خواته ورسیدو له هر طرف راباندی برید وشو او ټولو له موټر ځانونه خطا کړل شمالې لومړی زخمې شو او لاندی د ونې لاندی يي ځان خطا کړ او له هغه ځایه ځان نالې ته ګذار کړ د باغ له خلکو پناه شه مګر د بام خلکو وویشت او شهید يي کړ.زه په خپله سخت زخمې شوم،صابر هم زخمي شو او نور ساتوونکې ووژل شول، دولایت شا او خوا کسان وتښتیدل د شورای غړی وختې د ولایت له ماڼې د شاه طرف ته وتلې و زموږ مړی هملته پراته وو او زه او صابر په زخمې حالت کې ووتو او خپل نږدی مرکز ته مو ځانونه ورسول دوا ډیره وه او پټې مو وکړی او ددرد ستنې يي راته راکړی او موټر یي راته ونیوه او دعلاج لپاره يي کابل ته ولیږلو او یو خط یی هم راکړ چې دا سروبې کې زرداد ته ورکړی او هغې کې ورته د شمالې د وژلو خبر لیکلې خو هغوی د مخابیری له لاری د پیښې له پیښیدو سره سم خبر وول او خط ته یي ضرورت هم نه و.موږ ته يي کسانو قدر راکړ پټیې يي راته بدلې کړی یو میلون افغاني يي هم راکړی او کابل ته یي رخصت کړو خو خپله زرداد په چهاراسیاب کې و.
نور بیا
ملا وحید