عبد الحق مجاهد
13-09-2012
جناب سياف! تا دا فتوى د ناتو مشرانو څخه څه وخت تر لاسه کړله؟ چي : خوب بکُشيد، با زجر توام بکُشيد، خوب به دار بکَشيد، براى يک ماه به دار آويزان بگذاريد !! خوب دست و پاى شان را خلاف يک ديگر قطع کنيد ...
په دې ورځو كي د دوو پېښو شاهد وو، له يوې خوا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت مشهور او نوميالى مجاهد مولوي حقاني او ډله ئې په تور ليست كي شامل كړل، له بلي خوا په كابل كي د احمدشاه مسعود د يولسم تلين په مناسبت په داسي حال كي غونډه جوړه شوې وه چي د كابل ښار په آسمان كي د ناټو اپاچي چورلكي گرځېدې او پر سړكونو ئې د ناټو زغره وال موټر خوځېدل، يوه ته د كابل له اشغال وروسته د ناټو له لوري د ملي اتل لقب وركړى شوى او بل د هغو په ډله كي نيول شوى چي د ناټو تر غضب لاندي دي، يو ئې د دې لپاره اتل گڼلى چي د افغانستان په اشغال كي ئې د دوى ملگرتيا كړې او بل ئې له دې كبله په تور ليست كي شامل كړى چي د اشغالگرانو په وړاندي مزاحمت كوي!!! د تاريخ په اوږدو كي تل همداسي شوي، فاتحانو له خپلو غلامانو اتلان جوړ كړي او سر لوړي آزادي غوښتونكي ئې ترهگر گڼلي!! خو كله چي اشغال پاى ته رسېدلى خلكو د اشغالگرانو د جعلي اتلانو قبرونه وران كړي او د دوى څلي ئې په ډبرو ويشتلي!! آبله ورځ په كابل كي د همدې تريخ حقيقت شاهد وو، يوې خوا ته د لمانځني غونډه روانه وه او بلي خوا ته درې څلور كيلومتره لري د مسعود عكسونه د خلكو له لوري څيرل كېدل او هغه دولتي موټري په كاڼو ويشتل كېدل چي د ده عكسونه پرې لگېدلي وو، د كابل په غرب؛ كوټه سنگي، دشت برچي، پل سوخته او نورو سيمو كي پر هغو خلكو گولۍ ورېدلې چي د ناټو اتل ئې نه منلو او پر خپلو دېوالونو ئې د هغه د عكسونو سريښول نه خوښول!!! هلته د شوراى نظار د منفوري ډلگۍ وسله والو پر ښاريانو بې درېغه گولۍ ورولې، ډېر ئې ووژل او ډېر ئې په خپلو وينو كي ورغړول، خو د ناټو مزدورو رسنيو وويل: د كابل په غرب كي د دوو وسله والو ډلو تر منځ نښته رامنځته شوې، څلور كسان مړه او څلور ژوبل شوي، تحقيقات روان دي، تفصيلات به ئې ژر نشر شي!!!
د كابل په غونډي كي د نورو تر څنگ سياف هم لنډه خو غضبناكه وينا درلوده، پر مجاهدينو دومره غصه وو چي د ناټو ځواكونو تر قومندان ئې غصه څو كيلو زياته وه، د مجاهدينو د ښه وژلو، له زجر سره توأم وژلو، ښه پانسۍ كولو او تر مياشتو مياشتو د هغوى د جسدونو ځوړند پرېښودلو غوښتنه ئې كوله او همدا ئې د الله او د هغه د رسول حكم گڼلو، له دولت ئې غوښتل چي د صلحي هڅي غلطي دي، سمه نه ده چي موږ مخالفينو ته لمن وغوړوو او د روغي جوړي بلنه وركړو، بلنه بايد د هغوى له لوري وي او روغه جوړه هغه مهال وشي چي دوى ښه ځپل شوي وي، او گواكي همدا د قرآن حكم دئ چي وايي: فان جنحوا لسلم فاجنح لها!!! له امريكايانو ئې خپله مخكني غوښتنه يو ځل بيا تكرار كړه او په قسم سره ئې وويل: والله بالله تالله، په خداى قسم چي له مجاهدينو (يعنى د ده په څېر جنگياليو) پرته بل څوك د مخالفينو چاره نشي كولى، دا خبره ده هغه مهال هم كړې وه چي امريكايانو پر افغانستان د بريد پرېكړه كړې وه، هغه مهال ئې ويلي وو: موږ ته وسله راكړئ، موږ ور او گودر پېژنو، په غرونو او درو كي بلد يو، ښه جنگېدلى شو، دا غوښتنه ئې پټه نه بلكي د بي بي سي له لاري كوله!! د ده مرشد رباني هم له امريكايانو وغوښتل چي افغانستان ته خپل ځواكونه راولېږي او كله چي بريد پيل شو نو وئې ويل: لوى لوى بمونه ووروئ، په وړو وړو كار نه كېږي!! سياف وويل: په خداى قسم كه له هغو چي انتحاريان وړي راوړي پنځه تنه اعدام شي او جسدونه ئې د كابل په دروازو كي ځوړند شي نو بيا به هيڅكله انتحاري عمليات ونشي، كه وشول نو بيا ما همداسي ځوړند كړئ!! ده دا هم وويل: د دولت مخالفين دروغ وايي چي د خارجيانو په ضد جنگېږي، آبله ورځ ئې په جنازې كي چاودنه وكړه، مخاطبينو ته ئې دا انتباه وركوله چي داسي چاودني د دولت مخالفين كوي او دوى مسلمانان نه دي!!
پوښتنه كوو: جناب سياف! تا ته چا ويلي چي داسي چاودني د مجاهدينو له لوري تر سره كېږي، آيا دا ستا خپل معلومات او اطلاعات دي كه د ناټو تبليغات؟!! ناټو خو له دريو ولايتونو (پنجشير، باميان او بدخشان) پرته په نورو ټولو ولايتونو كي په وار وار پر جوماتونو، مدرسو، كليو، كورونو، د غم او ښادۍ پر غونډو بمونه او راكټي ورولې دي، د پولي دواړو خواوو ته، هم په پاكستان كي او هم په افغانستان كي، د تبليغاتي موخو لپاره ئې په ښارونو او د خلكو د گڼي گوڼي په ځايونو كي چاودني كړې دي، هري چاودني ته ئې د انتحاري بريد نوم وركړى، خو يو ځل ئې نه د انتحار كوونكى نوم ياد كړى او نه ئې د هغه سر او صورت خكو ته ښودلى!! د بريد له پيل تر نن پوري ئې نږدې يو نيم لك افغانان ووژل، مړي ئې وسوزول، د مړو د اجسادو داسي سپكاوى ئې كړى چي تر نن پوري هيڅ وحشي او بې رحمه انسان نه دئ كړى، د مړو غوږونه او پزې پري كول، لوبي ورسره كول، د يادگار په توگه ئې له ځان سره ساتل، متيازي پرې كول، عام وژني ئې هغي كچي ته ورسېدلې چي بالآخره كرزى دې ته اړ شو چي په وار وار له ناټو وغواړي دا عام وژني بندي كړي!! خو سياف تر نن پوري حتى يوه كلمه هم د امريكايانو او د دوى د بې رحمانه او وحشيانه عام وژنو په اړه په خوله رانه وړه، په همدې اونۍ كي د شوراى نظار يوه قومندان په كندز كي اولس مظلوم او بې گناه كليوال ووژل او گڼ شمېر نور ئې ژوبل كړل، د شوراى نظار ډله ييز قبرونه په چمتله، خواجه بهاء الدين، فرخار، كوهستان، كاپيسا،... او د جنرال دوستم قتلونه په دشت ليلي، قلعه جنگي، شبرغان او ... نه يادوي، د بگرام، كندهار، خوست، پنجشير، گوانتانامو او ابوغريب زندانونو كي چي امريكايانو له مظلومو افغانانو (مخصوصاً پښتنو) او عراقيانو سره زړه لړزوونكي او وېښتان ځيږوونكي جنايات كړي؛ نه يادوي، خو د هغو مخلصو مجاهدينو د سخت اعدام او سختي پانسۍ كولو او پر دار ځوړندولو غوښتنه كوي چي له كوم شك پرته د الله په لار كي جهاد كوي، له اسلام، هېواد او ولس دفاع كوي او د اشغالگرانو په ضد جنگېږي!! همغه چي ټول كفري ځواكونه او د دوى كمونيست او منافق ملگري د هغوى په ضد جنگېږي.
داسي معلومېږي چي سياف دا خبري د امريكايانو په اشاره كړې دي، د همدې لپاره په امريكايي رسنيو كي په پراخه پيمانه او په وار وار خپرې شوې، دى ئې جهادي او مذهبي مشر گڼلو او د ده وينا ئې د اسلام او شريعت مطابق، دوه ورځي وروسته ئې د ده د يوه ملگري؛ نيازمحمد اميري هغه مركه هم خپره كړه چي له طلوع تلويزيون سره ئې كړې وه او په هغې كي ئې ويلي وو: موږ په اخلاص سره خپلي ټولي وسلي ډاياك ته وسپارلې، په دې اړه له خارجيانو پوښتنه وكړئ، يو ميل مو هم له ځان سره نه ده پرېښې!! يعني سياف كه له امريكايانو د وسلې غوښتنه كړې نو د ځان لپاره ئې نه ده كړې، د دې لپاره ئې كړې چي د امريكايانو له مخالفينو سره پرې وجنگېږي او كله چي ئې امريكايان بېرته ترې وغواړي نو په اخلاص سره به ئې بېرته تسليموي!!
واقعيت دا دئ چي ځيني مفتيان سركاري وي، عام ولس غولوي، د حكامو په وينا او د دوي په تأييد كي فتواگاني صادروي، خو ځيني تر دې هم وړاندي ولاړ شي او هغه ځاى ته ورسېږي چي د شيطان مفتي شي، د دين او مذهب په پوښښ كي له شيطان او د هغه له كړنو او منصوبو داسي دفاع كوي چي په خپله شيطان ترې عاجز وي، قرآن دا دواړه مختورن مفتيان موږ ته راښودلي. راشئ د قرآن دې ځلاندي لارښووني ته لږ ځير شو:
وَ اتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ الَّذِى ءَاتَيْنَهُ ءَايَٰتنَا فَانسلَخَ مِنْهَا فَأَتْبَعَهُ الشيْطنُ فَكانَ مِنَ الْغَاوِينَ * وَ لَوْ شِئْنَا لَرَفَعْنَهُ بهَا وَ لَكِنَّهُ أَخْلَدَ إِلى الأَرْضِ وَ اتَّبَعَ هَوَاهُ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ الْكلْبِ إِن تحْمِلْ عَلَيْهِ يَلْهَث أَوْ تَترُكهُ يَلْهَث ذَّلِك مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِئَايَتِنَا فَاقْصصِ الْقَصص لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ *.... الاعراف: 175-178
او دوى ته د هغه چا قصه وكړه چي خپل آيتونه مو وركړل، خو ترې ووت او شيطان ورپسې شو او له لاروركو څخه شو، كه مو غوښتى نو په دې سره به مو لوړ كړى وو خو هغه د زمكي په لور تلپاتى شو (ونښت)، او په خپل هوس پسې شو، نو مثال ئې سپي ته ورته دئ، كه بريد پرې كوې هم ژبه راباسي او كه ئې پرېږدې هم ژبه راباسي، دا د هغو خلكو مثال دئ چي زما آيتونه ئې تكذيب كړي، نو قصې ورته بيان كړه چي فكر وكړي. څومره بد دئ د هغو خلكو مثال چي زما آيتونه ئې تكذيب كړل او په خپل ځان ئې ظلم كاوو.
دلته د علماء سوء په اړه يوه جامع وينا شوې، د هغه چا په اړه چي د الله تعالى د كتاب څه علم وركړى شوى، خو د دې په ځاى چي عمل پرې وكړي او د الهي لارښوونو په رڼا كي ژوند وكړي، له دې رڼا وتلى، شيطان ورپسې شوى، يعني د شيطان لارښود او استاد ترې جوړ شوى، د دې په ځاى چي دى په شيطان پسي ولاړ شي، شيطان په ده پسي روان شوى، په خپله تېروتى وو او نور ئې تېرايستلي. كه الله تعالى غوښتلى او په ده كي د دې وړتيا وى نو په دې علم سره به ئې ده ته لوړي درجې وركړې وې، په دنيا كي لوړ عزت او په آخرت كي د جنت لوړ مقام، خو هغه په زمكي پوري ونښت، د لوړ تگ لپاره ئې پياوړي او مضبوط وزرونه نه درلودل، بې همته وو، اوس ئې د حق مخالفت او د الله تعالى د آيتونو تكذيب ته كلكه ملا تړلې ده، كه ئې په دې كار ملامت كړې او وئې رټې هم خپله خوله نه بندوي او كه ئې خپلي مخي ته پرېږدې او څه ورته ونه وايي هم، مثال ئې هغه سپي ته ورته دئ چي كه ورته ووايې: چغه! ژبه ئې راوتلې وي او كه ئې پرېږدې هم. د آيت له وروستۍ برخي په ډېر وضاحت سره معلومېږي چي دا مثال د هغو خلكو لپاره راوړل شوى چي په خپلو اوږدو او تېرو ژبو سره د الله تعالى د دين مخالفت كوي (دا د هغو خلكو مثال دئ چي زما آيتونه تكذيبوي)، (څومره بد دئ د هغو خلكو مثال چي زما آيتونه ئې تكذيب كړل او په خپل ځان ئې ظلم كاوو). الله دوى د هدايت وړ نه دي موندلي، دوى ادعاء كوي چي په سمه لار روان دي، په داسي حال كي چي عملاً د الهي لارښوونو خلاف په كږو لارو روان دي، هدايت شوى خو هغه څوك دئ چي په الهي هداياتو عمل كوي، څوك چي د الهي لارښوونو مخالفت كوي هغه لاروركى دئ، بايد په دې پوه وي چي نه الله تعالى ته زيان رسولى شي او نه د ده دين ته، يوزاي ځان ته به زيان رسوي.
سياف ته وايو: تا په دې وينا كي نه يوازي د قرآن دوه آيتونه غلط تعبير كړى، په غلطه توگه دي كارولي، د دښمن په گټه دي تحريف كړي، بلكي د هغوى په ژباړي كي دي هم يا عمداً يا سهواً غلطي كړې!! تا وويل: خوب بكشيد، با زجر توأم بكُشيد، خوب به دار بكَشيد، براى يك ماه به دار آويزان بگذاريد!! خوب دست و پاى شان را خلاف يك ديگر قطع كنيد... موږ ته ووايه: دا د قرآن د كومو الفاظو ژباړه ده؟!! په ټول قرآن كي داسي فقرې نه تر سترگو كېږي چي ژباړه ئې دغه وي!! په قرآن كي خو د هغو په اړه چي د اسلامي حكومت په ضد وسله وال بغاوت وكړي داسي راغلي:
إِنَّمَا جَزؤُا الَّذِينَ يحَارِبُونَ اللَّهَ وَ رَسولَهُ وَ يَسعَوْنَ فى الأَرْضِ فَساداً أَن يُقَتَّلُوا أَوْ يُصلَّبُوا أَوْ تُقَطعَ أَيْدِيهِمْ وَ أَرْجُلُهُم مِّنْ خِلَفٍ أَوْ يُنفَوْا مِنَ الأَرْضِ ذَلِك لَهُمْ خِزْىٌ فى الدُّنْيَا وَ لَهُمْ فى الاَخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ. المائده: 33
د هغو كسانو چي له الله او د ده له پيغمبر سره جنگېږي او په زمكي كي د فساد هڅه كوي سزا ئې له دې پرته بل څه نده چي يا ووژل شي يا پانسۍ شي، يا ئې لاسونه او پښې سره مخالف پرې كړى شي او يا له ملكه وشړل شي، دا د دوى لپاره د دنيا سپكاوى او په آخرت كي ورته ستر عذاب دئ.
په دې آيت كي د هغو جگړمارو او مفسدينو سزاوي بيان شوې چي له خداى او پيغمبر سره جنگېږي او په زمكي كي فساد خوروي، دا هغه مفسدين دي چي د اسلامي نظام په ضد د وسله وال بغاوت لپاره ملا تړي، شوكي كوي او بې امني خوروي، د دوى سزا داسي ښودل شوې:
كه ئې يوازي قتل كړى وي سزا ئې دا ده چي ووژل شي.
كه ئې د شوكي په مهال هم قتل كړى وي او هم ئې مال غلا كړى وي، له اعدامه وروسته دي په دار وځړول شي چي د نورو لپاره د عبرت سبب شي.
كه ئې يوازي مال لوټ كړى وي او څوك ئې نه وي وژلي، لاس او پښه به ئې د يو بل خلاف قطع كېږي.
كه ئې شوكمارۍ ته ملا تړلې وي، تيارى ئې ورته نيولى وي، خو نه ئې څوك وژلى وي او نه ئې د چا مال لوټ كړى وي، نو سزا ئې له خپلي سيمي بهر په بل ځاى كي زنداني كول دي.
خو جنابه! تا يقتلوا او يصلبوا او ينفوا داسي ژبالي: خوب بكشيد، خوب به دار بيآويزيد، خوب ... دا ټولي ژباړي په بشپړه توگه غلطي دي!! آيا په دې هم پوهېږې كه نه چي له خداى او پيغمبر سره څوك جنگېږي او څوك جنگېدلي؟!! دا ټول ستا كورني او بهرني ملگري دي، يا امريكايان دي چي ته ترې وسلې غواړې او هره مياشت مخامخ يا د كرزي په لاس ډالر دركوي او يا هغه كمونيستان چي ته هم په حكومت كي ورسره شريك يې او هم په پارلمان كي څنگ په څنگ ورسره ناست يې!!
حقيقت دا دئ چي تور مخي مفتيان بېل دي او حقيقي مفتيان بېل، هيڅ حقيقي مفتي به د يوه ظالم، كافر، ملحد او لاس پوڅي حكومت په خوا كي ونه مومئ!!
حقيقت دا دئ چي واقعي اتلان بېل وي او جعلي او كاغذي اتلان بېل، هيڅ واقعي اتل به داسي ونه مومئ چي اشغالگران ئې ستايي، د آزادو او سرلوړو ولسونو اتلان د آزادۍ د جنگ تر ټولو نوميالي او توريالى مبارزين وي، هغه چي تر نورو مخكي ئي د آزادۍ لپاره ملا تړلې، وسله ئي پورته كړې، او تر ټولو مخكې سنگر ته وتلي وي، تر نورو زيات په سنگر كي پاتي شوي، تر بل هر چا ئي زياته قرباني وركړې، تر بل هر چا ئي پر دښمن زيات گوزارونه كړي، او تر نورو زيات ئي دښمن ته تلفات اړولي، دښمن په تور ليست كي نيولي، خو كوم قومونه چي غلامۍ ته غاړه كېږدي، نو بيا په دوي كي د دغو اتلانو ځاى داسي څېرې ونيسي چي پردي ئې ورته غوره كوي، هغه چي يا د پرديو د گټو لپاره جنگېدلي وي او يا پرديو د دوى له لاري د ولسونو جهادي حماسې ځپلې وي، او يا هغه چي غلام صفته قومونه ئې خوښوي او دا طمع ترې لري چي د دوى له لاري به د غلامۍ د ژوند څو شېبي په خوشحالۍ كي تېري كړي، په دې قومونو كې د جنگي حماسو ځاى عشقي سندري ونيسي، د وسلې ځاي دبله او رباب ونيسي، د سنگر په ځاي د نڅا، شراب او كباب محفلونه، د زخمونو په ځاي تور خالونه او سرې شونډي، ستايل كيږي، د غلامو قومونو اتلان يا سندر غاړي وي، يا رقاصې، يا لوبغاړي، يا شهزادگان او شهزادگۍ، يا دښمنانو ته تسليم شوې ذليلي څېرې، د دوى اتلان پردي ورته غوره كوي او پردي ئې ورته جوړوي، هغه چي په خپلو تبليغاتو سره له گيدړو زمريان جوړوي او له دين پلورونكو مفتيان!!
عبدالحق مجاهد