لیکوال : احمدالله رحمانی – المان
دغربی نړې نظر د افغانستان په باب :
»افغانستان له لاسه وتلی دی«
یولس کاله ټوله غربی نړی او د هغوی انډیوالان په خپل ټوله واک او طاقت په افغانستان کی د طالبانو په مقابل کی وجنګيدل ، مليارډونه دالره يی مصرف کړه ، په زرهاوو سر تيرو يی ژوند له لاسه ورکړ . دا ټوله د یوه لنډ خبر په مقابل کی هيڅ وګڼل شی او د افغانانو احساسات تر کنترول ووزی .
فقط یو لنډ خبر چی »غربيانو د قراآن کريم سره بی حرمتی وکړه« کفایت کوی چه دافغنانو قهر راوپارول شی او دا ټوله مرستی هيری کړی . د يوی یا دوو ورځو په موده کی سړکان د نفرت او قهر نه ډ ک ، ګناه کاره او بی ګناه مخلوق مړه شی ، بمونه او ځانمرګي بریدونه و خپل اوج ته ورسیږی او جنګ د بهرنیو د خوب خونو ته ور انتقال شی .
د غرب رسنی لیکی چی دا هغه واقعيتونه دی چه ۴۸ مملکته هره ورځ په افغانستان کی ورسره لاس په ګريوان دی . یولس کاله زحمتونه او مرګونه وګالل شول تر څو په افغانستان کی يو ملی ، قانونی او د يووالی دولت منځ ته راشی . مګر هيڅ لاس ته ندی راغلی . ټوله بهرنيان کوم وخت چه افغانستان ته ورغله ، اوس هم پر هغه ځای ولاړ دی لکه یولس کاله پخوا چه ولاړ وه . د بهرنیو سر تیرو دنده په شروع کی هغه وه چه عام وګړی د وسله والو له بریدونو نه وژغوری . اوس يی دندی تغير وکړ او پخپله ځان د عام وګړو او ملی سرتیرو نه ساتی . غربیان د خپلی بیری پر بنسټ وایی :
په افغانستان کی که عسکر دی ، که مامور او يا عام وګړی ، ټوله د وسله والو طالبانو سره لار لری . نه څوک په عامه ټوګه پر طالبانو خبری کوی او نه پر نورووسله والو . د هغوی ځانمرګيان په هر ځای او هر وخت و قوماندو ته انتظار باسی . نن به رفيق او ګران دوست وی ، پر یوه دسترخوان به ډوډی در سره خوری ، سبا به پر دغه دستر خوان ځان چوی او تا به هم دمرګ په خوله ورکوی . هغه کسان چه د غربيانو سره په کارونو بوخت دی او د دغی لاری و خپل اولاد ته ډوډی برابره وی ، همداغه اشخاص به د طالبانو سره پټ لاره لری او غنيمت موقع ته به انتظار باسی .
ټوله پدی پوهيږی چه افغانستان له لاسه وتلی دی ، اما هيڅوک خوله نه خلاصوی او ښکاره اقرا ر نه کوی .
په زرهاوو بيګناه ملکی وګړی او بهرنی سرتيرو خپل ژوند له لاسه ور کړ . سترګی يی وينی ، غوږونه يی اوری اما خوله څه نه وای . دومر ه بيګناه مړی چه افغانستان په دا تيرو یولسو کلونو کی وليدل ، په تاريخ کی ساری نلری . غربی هیوادونه ټوله په خپله جنګی واک او ديپلوماسی کی فلج پاته دی . اسلامی نړی په ښور راغلی ده . سوريه پر غرقيدو ده ، ايران اټوم بم جوړوی او عراق تر اوسه په ماتم کی د ارامی په لور ندی تللی . نو امريکا او دهغوی انډيوالان څنګه پدی عقيده کيدای شی چه افغانستان دی له دينی افراطيونو نه وژغورلای شی . په ايران کی احمد نژاد ، په سوریه کی بشارالاسد او په عراق کی جمهورريس ماليکی په دی باور لری چه غرب نور نه توان لری اونه ديپلوماسی چه نوردی له هغوی سره معنوی مرسته وکړی . ایا د افغانستان وسله وال طالبان به پدی عقيده نه وی ؟
که څوک وغواړی ، کولای شی په دی موضوع باندی زیات وږغيږی او خپل منفی یا مثبت نظر څرګند کړی . خو په تشريحاتو یا نظر څرګنده وولو واقعيت نه پټيږی . طالبان په افغانستان کی ، مسلمليګ په پاکستان کی ، د هغوی روحانی ملګری اهل تشيوع په ايران کی ، وهابی دولت په سعودی عربستان کی او اخوان المسلیمين په مصر کی يو واقعيت دی چی هيڅ څوک انکار نشی تری کولای .
یولس کاله جنګ په افغانستان کی ښکاره کړه چه د خدای له جنګيالانو نه څوک جنګ ګټلای نشی ، مخصوصاً بيا په هغه ځایو کی چی دوی ته دجنګ پوره امکانات موجود وی . بهرنی سرتيری که څه هم خپله ماته په علنی توګه نه منی ، اما بیا به هم له افغانستان څخه ووزی . د نړی د سیاسی کار پوهانو په اند هغه بهرنیان چی په افغانستان کی په جنګ کښسی ښکسل دی ، دا افغانستان د اوسنی حالاتو مسئول بلل کیږی . که هغوی د خپلی ناکامی په پایله کی افغانستان پر دا اوسنی حالت پریږدی او په ناکامی کورونو ته ستانه شی ، هغوی به لا نور مسئولیت ځانته متوجه کړی . د هغوی مسئو ليت به داو ی چه د دوی په خيال يی افغانستان مد رن کړ ، ښځو ته يی د خپلو حقوقو لار وروښودل او ځوانان يی د ديموکراسی پر خط برابر کړه . خو غضب په همدغه ټکی کی دی . ددوی په دغه اعمالو يی دافغانستان د سوونو کلونو دوديزه ریښی را وایستلی او د افغانی ځوانانو معنویات یی د اخلاقی بحران سره لاس په ګریوان کړه . د حالاتو نه داسی څرګندیږی چه دا ونه به ثمرته ونه رسیږی . ښځی به بیا په کورونو او چادریو کی پاته شی ، له ماشومانو نه به ښونځی او تعلیم پاته شی او ځوان هلکان به ځانمرګی ته و روزل شی . چاته معلومه ده ؟ سبا به دغه ځوانان د ایران ، پاکستان، هندستان او اروپا په لور و ځانمرګی بریدونوته ليږل کیږی . امریکا باید سترګی خلاصی کړی او نور نو هغه هیوادونه چی له هغوی سره سیاسی تړاونه لری ، د مرګی په ماتم کی و نه نغړی .
احمدالله رحمانی - المان