تیر پسې....لوګر
یو ضروری او له مسلمانې،خواخوږی ،افغانیت او وطن دوستې ډک مګر عاجل خبر د لوګر ولایت د ولسې جرګې،دمشرانو جرګې ،ولایتې شورای غړیو البته د ولایتې شورای له ریس ډاکتر عبدالولې پرته،ددوبندی د سیمې محترم مشرانو او د ازره ولسوالې بې کفایته ولسوال او له سازش اومصلحت ډک د امنیه پروتوکولې قومندان بختیار ګل ببرزي او د فاسدی او غلې اداری نورو
۱. د لوګر ولایت سناتورانو او ددوی په کورنیو اوخپلوانو د خونړیو بریدونو پیلا ن په کار اچول شوی دی او حتې عملا يي کار هم پیل کړی دی،که له کور سره شا اوخوا مو نااشنا موټر سایکلونه،دسوارلې ګاډی،شپانه،کوم کس په دی پلمه چې لار مې ورکه کړی او یا د یو نامعلوم کس د کور پوښتنه کوی،د کور لپاره نمره اخلم او یا د کرایه کور پسې ګرځم ،کومه میرمن او یا نارینه چې نااشنا وی د سوالګر په فلمه او یا داسی نوری فلمې چې کوی دابه د حمله کوونکو او یرغمل نیوونکو جاسوسان وی نو باید تر تعقیب لاندی يي ونیسې.
۲:تیره جمعه د امارتی په نوم طالب قومندان په دوبندی کې د جمعه د لمانځه په وخت ددوبندی د کلې د هغو لسو کسانو د وژنې په سر له دری لکه کلدارو نیولې تر دولس لکه کلدارو پوری د سر انعام اعلان کړ چې له دولت څخه يي د سړکونو،بندونو،ویالو،استنادی دیوالونو،بریښنا جوړولو پروژی،کلینیکونه او مکتبونو قراردادونه په تیرو لسو کلونو کې کړی وو او یا يي کوی،دغه بیګناه هیوادوال باید ځان وپیژنې او د طالبانو له افغان وژنې ځان وساتې
۳:د ازره ولسوالې د امنیه قومندان بختیارګل ته وایم چې سږنې اوړی دی په ازره کې داربکیو طالبانو له مشر حاجې زرغون سره دی ددوستی او په یو اوبل د نه تعرض پرتوکول دی امضاء کړ او د ولسوالې له دیوالو پرته ټول کلې دی طالبانو ته وسپارل خو دادی اوس طالبان درته تیاری کوی او زویه دا لنډوخت کې به درباندی در شیوه شې او که دا کار ونکړی دوی بیرته پاکستان ته نشې تلاې ځکه ټول به د کویټې د شورای او ای اس ای له خو ونیول او ترور شې،بچو تاه د ټولې ازره په سر سودا وکړه نه پوهیږو چې ته د ازره قومندان يي او که یوازی د خپل کلې ببرزیو؟؟؟؟؟؟ نن چې د حصارک ولسوالې تر دومداره بریدونو لاندی نیول شوی او سلاطه طالبان(افغانې،پنجابې،وزیرستانې،عرب،تاجک او چیچینايي) هلته د خلکو دشین چاي پتنوس په لغته وهې چې ولې دی د شیدو چاي نده راوړی داټول ستا اود اربکې طالب قومندان حاجې زرغون له لاسه ځکه د ازره طالبان هم هلته مصروف دی او اوس به ستا همدا حال وی لکه د حصارک خو هلته خو ولسوال هم داسي سړی ده چې سابقه جنګې تجربه هم لری خوخبر یم چې د ازره ولسوال لکه د لتې..............هیڅ حرکت نه کوی او خپل ساتونکې هم نلری ستا په ډاډ پروت دی.
۴:د ولایتې شورای غړی او د هغوی کورنی تر برید لاندی نیول کیږی او کار پری شروع دی
۵:د لوګر د ولسې جرګې غړی او د کورنیو غړی يي تر برید لاندی نیول کیږی او دا کار له یوی میاشتې راپه دی خوا شروع شوی او دا هم ورته معلومه ده چې تاسو چیری اوسیږی. د ولایتی شورای ریس ته هیڅ هم نه وايي ځکه چي کله نوموړی د لوګر ولایت د ازره ولسوالی په ملکې روغتون باندی د طالبانود هغه ځان مرګې برید قربانیانوته چې دهمدی وحشیانه برید په پایله کې شهیدان او زخمیان شوی وواو ددولت له خوا ورته نقدی کمک منظور شوی و او هغه پیسې نوموړی په خپل جیب کې واچولې او کله چې ولس پری خبر شوو نو بیا نوموړی یوڅه پیسې خلکو ته ورکړی خو بیا يي هم سمې نیمې په جیب کې واچولې چې ګواکې ما زحمت ایستلې او منډی ترړی مې پسې کړی دا زما حق کیږی.ددی شرم د پاسه يي بل شرم راڅرګند شه چې د ازره د سرک په قرارداد کې همده(ډاکتر عبدالولې وکیل،د ازره د ملې امنیت د غله مشر قومندان غفار ورورڼه حاجې کوچې او والې وحدت یار) چې په تیرو ټا کنو کې يي هم دری زره جعلې رایه پری ثبوت شوه او له همدی امله ناکام هم شه په درغلې تورن شول،ثبوت موجود دی.
دریمه غلا: د ولایتې شورای د ریس دا وه چې د ازره د ولسوالې د هسپتال او کلینیکونو دوا،او نور سامان ورته سپارل شوی وو او نوموړی ټول غلا کړ او بیا يي پلورلې وو او دژمې په رارسیدوسره د ازره سرطبیب د عامه روغتیا له وزارت سره تماس نیسې چې دوا کله رالیږی؟ او هغوی ورته ځواب ورکوی چې د ازره سهام او برخه ۴۵ ورځې دمخه د ولایتې شورای ریس په لاس درلیږل شوی ده خو دوا په ولایت کې ډوبه شوی ده خو اخر نتیجه يي دا راوزی چي دوا د شورای ریس ډاکتر عبدالولې وکیل او په ولسي جرګه کې دنعیم کوچې د زوی له خوا مکمله پلورل شوی وه او ویل کیږی چې یونامعلوم کس په مشرانو جرګه کې د شکایتونو د کمیسون مشر ډاکتر زلمې زابلې ته خبر ورکړی و او دا مسله اخر دی حد ته ورسیده چې دلوګر ولایتي شورای ریس څارنوالې ونیوه خو د نعیم کوچی په مداخیله بیرته راخوشي کړای شو ځکه کله چې ولسمشرحامد کرزی او نعیم کوچي دواړه دنجات ملی د جبهي غړی دی او بله خوا خو نعیم کوچې قومی مشر هم یادیږی که څنکه معتبرو؟ دغریب په ضد د خان دسیسه په ارګ کې:( واي جې زما میښي له يي پیشو ویلې دی او میږی او بزی په بام غپیدلې او سپې په فصل کې ورته څریدل او بس ما سره بې انصافې شوی ده،بس والله خان صیب غم به يي راته کوی ځکه چې فصل يي راله تباه کړ او غریبي هم ده)
د اصلې دوا بدیل په لوګر ولایت کې د ملې اردو د قومندان ملا رازق چې اوس په جنرال رازق یادیږی راپیدا شوه او د محترم شیخ الحدیث مولانا صاحب شیخ سیاف چې له اوږدی مودی راپدی خوا يي ریموټ کنټرول له شورای نظار او جمعیت اسلامی رحمة.......سره و د تنظیم غړی دی،سړی حیران شي ولې د غلا مال هغه هم د بیوسه خلکو مال د ملې اردو په قرارګاه کې راپیداشې؟ دشکایتونو د کمیسون مشر هم دموضوع پلټنه پریښوده،څارنوالې او ولسې جرګه هم غلې شوه.ویل کیږی چې سناتور هدایت الله او صفت الله حقمل هم د همکاری لپاره ورسره منډه ترړه وکړه چې ریس به یي اوس هم متشکر وی مګر دومره نه لکه د نعیم کوچې،دغو سناتورانو د ازره ولسوالې مشر ډاکتر حفیظ الله ته دا هم ویلې و چې ته ولیکه چې دوا رارسیدلې چې عالیقدر ریس دوز له عدلې تعقیب خلاص شې نور موږ ضمانت کوو چې دوا به بیرته خریداری کوی او تا ته به يي تسلیموی خو مګر دغه ډاکتر ورته ویلې و چې خپل وکالت مو کوی زه ډاکتر یم زما په کار کې کار نشې لرلې او د یوه بوتل شربت سند به هم درنکړم.دا د ولس مال ده، دولتی عسکر،طالب،حزبي ،عام ولس،زه او تاسو ټول پکې حق لرو او زه د ټولو علاج پری کووم ،دا سپیڅلې وظیفه ده نو ځکه خو په ټوله ولسوالې کې په ډاډ ګرځم.
نور بیا
شاهد لوګری
تیر پسې....۶ برخه
د ښاغلې حامد کرزی د لومړی او دوهمې دوری په جریان کې دملې پیوستون تر نامه لاندی پیلان په چټکې پرمخ راوان وو او د په لوګر کې د محمد اغې او ازره ولسوالیو کې يی ښه له زړه پوری نتیجه هم ورکړه او ددی یوازنې علت دا ؤ چې دا پروژه د ولسې خلکو د مشوری او مټ په زور پرمخ بیول کیده او هغه بودیجه چې د لګښت چاری يي د سیمې د خلکو په واک کې وی ۸۰٪ په شفاف ډول مصرف شوه چې د موجوده رژیم تر ټولو شفافه برخه ورته ویلې شو.ازره د سوله ولسوالې هم ونومول شوه او د لوګر ولایت څخه دازره تر ولسوالې او له هغه ځایه د ننکرهار تر حصارک او له ازره تر ځاځیواو تر اوسنې مؤقتې سرحد پورې د سړک جوړونې د سروي او لومړی پړاؤ کار هم پیل شو خو متاسفانه یوځل بیا ددی ودانیز بهیر پروړاندی د بې امنیتي او ګډوډي توره پیشکه(طالبان)تیره شوه.ددی ترڅنګ د مکتبونو،پولونو،استنادی دیوالونو،بندونو ،د څاه ګانو او خصوصا د بریښنا جوړولو کار ډیرپه چټکې سره راوان وو او دسیمې خلک ډیر خوښ او مصروف وول،تقریبا ۶۴ ځله ما ددی پروژو د کرایه مال له ننګرهار،لوګر او کابل ازره ته یووړ او زیات به سیمنټ او د برق دری لاینه غټ سیمې یا سیلوری مزی وول او که همدا نن هم د ازره په څیر غرنې ولسوالې ته ورشي نو ډیری خلک یي بریښنا لری او هغه وخت چې ما ازره لیدلې وه نو تقریبا ۷۰٪ خلکو ۲۴ ساعته برق په اوړی کې درلود او ۴۵٪خلکو په ژمی کې هغه ځکه چې ازره ډیره یخه ده او ژمې کی اوبه یخ وی نو د بریښنا ډینمو نشې ګرځولې .د ظاهر شاه له دور تر داود خان پوری ازری دوه مکتبونه درلودل او د کمونستې کودتا نه وروسته هغه هم بند شول ځکه دا ولسوالې د استاد ربانې د دولت د سقوط تر وخته د هیڅ حکومت په واک کې بیا ورنغله او د شوروی پوځونو خلاف د جهاد په دوران کې د حرکت انقلاب اسلامی ځواک په اول نمبر کې او د حزب اسلامی ګلبدین حکمتیار په دوهم نمبر کې راتلو خو عموما د لوګر د ولایت په سطحه دا چې مرحوم مولوی صاحب محمدنیې د همدی ولایت څخه مګر د حکمتیار په مشری اسلامی حزب د مجاهدینو نفوذ په سلو کې ۷۰٪ تشکیلاؤ خو دنجیب رژیم له سقوط وروسته حزب اسلامی په ازره کې ۸۵٪ فیصدی ته ورسیده هغه ځکه چې د نورو ګوندونو قومندانانو هم ورسره پیوستون اعلان کړ.
طالبانو لومړی مزاحمت له دی پیل کړ چې د ازره په ولسوالی کې يی شب نامې هلته او دلته وپاشلې او د انجونو مکتبونو ته تلل يي غیر اسلامی عمل بللې و او وروسته بیا د طالبانو یوه ډله را پیدا شوه چې د تنګ په نوم کلې او یا سیمه کې يي ځاله وه او له همدی ځایه يي په لومړی سر کی د انجونو د مکتبونو او په دوهم پړاؤ کې يي د سرک جوړونې په ضد ددوی په خبره شرعې مبازره پیل کړه خو د سیمې د خلکو له مقاؤمت سره مخ شول حتی یوه ورځ يي د لوګر د ولایتې شورای اوسنې ریس چی هغه وخت د ملی پیوستون په پروژه کې سپروایزر و هم وتښتولو او د غرونو په طرف يي وخیژولو خو ولسې لښکر ورپسې ورووت او داکتر عبدالولی وکیل يي ترینه راخوشی کړ او طالبان يي هم ونیول خو ددی دپاسه بیا يي هم بیرته خوشی کړل،عبدالولی ویل چې دغه وخت کی طالبانو راته ویل چی خیر ده له دی کلیوالو مو خلاص کړه او والله که بیا داسی کار وکړو. د ټول قوم په خوښه وکیل بسم الله د طالبانو مرکز ته ورغې له هغوی سره یي اوږدی خبری وکړی ترڅو هغوی په دی قانع کړی چې دتعلیم اوتربیه په ضد ستونځی مه راولاړوی خو دی کار موقتا ګټه وکړه مګر په بل پسرلې کې يی بیا وکیل بسم الله ته احوال ورکړ چې د سیمې په ارتباط درسره مشوره کوو اوهغه هم په ډاډه زړه ورسره لاړ او هلته يي یرغمل کړ او له دری -څلورو ورځو بند وروسته يي په ډبر بیرحمانه ډول په شهادت ورسولو او طالبانو اعلن وکړ چې هغه د ملی امنیت مامور و دا هسی لکئ دار درواغ وو او دهغه عمر په همدی وخت کې ۸۲-۸۳ کلونو په اندازه و او دهغه قومی شهرت،علمې شخصیت ددی وړ نه و چې ماموریت دی وکړی او یا دی قبول کړی،دده د وژنې تر وخت پوری دده په کورنې کې دوه کسانو ددولت معاش اخیسته.
۱:دده زوی چې د خپل کلې په مکتب کې معلیم و
۲:دده وراره چې کابل کې له وحیدالله سباوون سره یي کار کاؤ
خو دده ترشهادت وروسته چې به دی عمر او ډیر په وحشت سره ووژل شو د وکیل بسم الله کورنې سیاست ته د راوتو فیصله وکړه او د انتخاباتو له لاری يي یو وراره ولسې جرګې ته لار پیدا کړه، اوزوی يي ولایتې شورای ته او د ازره اوسنې ولسوال يي هم وراره ده او هم يي زوم او بل وراره یي په کابل کې کوم وزارت کی دنده لری او ځینې واي چې ستره محکمه کی قاضې ده. د وکیل بسم الله جرم قومی شهرت او د تعلیم او تربیه څخه کلک ملاتړ و او په همدی جرم هم ووژل شو.کله چې ښاغلې یونس قانونی د تعلیم او تربیه وزیر و په دغه وخت کې د ازری ولسوالې بخت راویښ شولو یو معلیم راته قیصه وکړه :کله چې موږ یونس قانونی ته ورغلو نو ډیر تود هرکلې يي راته وویل او سره له دومره قومی اوژبنی غوغا اومشکلاتو سره چې د هیواد دښمنانو خوره کړی او ځینې يي غولولی هم دی زموږ يي ډیر قدر وکړ او ډیر اوږد وخت يي هم راکړ او هیچا ته يي دا موقع ورنکړه چې عریضه،شکایات او......وړاندی کړی بلکه وزیر په خپله د ازره په هکله خبری وکړی او ددی سیمې د خلکو تعریف او صفتونه وکړل او د جهاد په وخت کې په ازره کې د شپو کولو او تک راتګ قیصې وکړی او ډیری ښیې خاطری يي ترینه درلودی او بیا يی خپله قلم او کاغذ راواخیست ویل يی زما مشرانو زه نن وزیر یم او تاسو حکم کوی زه به ازره همغه ډول وپالم او ازره په ما ډیر حق لری.او دادی همدا اوس ازره تقریبا دری لیسې لری او په لسګونو مکتبونه او دادی نن د ازره له لیسو او مکتبونو فارغ شوی محصلین د ننګرهار،کابل ،پکتیا او خوست په پوهنتونونو کې لوړی زده کړی کوی.
دا اوس د ودانې کارونه په ټپه ولاړ دی او دولتی واک د ولسوالې تر دیوالونو رالنډ شوی او ټولې مواصلاتې او د تګ راتګ لاری د طالبانو له لوری اداره کیږی څو تنه پولیس او د ملې اردو سرتیری دسپاندوکڅ سیمه کې د لعل محمد په نامه بې هویته طالب قومندان له خوا ښکته کړل شول او هملته ځاي په ځاي په ډزو ووژل شول ایا شریعیت همدی ته واي؟؟؟؟؟قرانی محکمه داسي وی؟د جناب محمد(ص) دین او تګلاره داسې وه؟ بې له شکه دا جاهلان چی د اسلام نوم استعمالوی د قران او حدیثو ډیر خطرناک او مضر دښمنان دی،اسلام د جاهلو په لاس کې برمته ده او ولس کولې شي چي دداسي شر او فساد په ضد د اندړو د مسلمان او غیرتی ولس لاره انتخاب کړی او که د کرزی د فاسد رژیم په طمع یوو نو هیڅ هم په لاس نه راځې او هغه بیچاره پریږدی چې مډالونه او تمغې جرآت او د نورمحمد تره کې په څیرد فرمانونو ایکسپورت او ایمپورت ته دوام ورکړی.
نور بیا
شاهد لوګری