تیر پسې...۱۹ برخه
د مولوی خالص د ګوند له خوا یوه بله دسیسه هم په کار واچول شوه خو کومه خاصه ګټه ورته ونه کړه او هغه دسیسه داسې وه چې یو وخت د احمدزیو د شورای ترمنځ اختلافات راولاړل شول خو له هرڅه د مخه به زه له ګرانو لوستوونکو سره هغه معلومات شریک کړم چې ددی شورای د تشکیل په اړوند مي را ټول کړی دی.
۱.حسن خان کړوخیل دشورای ریس پخوا محاذ ملې کې و او ویل کیږی چې دده ماما غلام حسن خان کړوخیل له دولت سره یو قرارداد هم درلو چې د لته بند د لاری امنیت به درته نیسم او په مقابل کې دولت ورته اجوره ورکوله،د نوموړی دوهم ماما ولي خان کړوخیل و چې له امریکایانو سره يي له نږدی روابط درلودل او د احمدزیو شورای په نامه پیښور کې ستر دفتر درلود او نعیم کوچې،منجې،حاجی شمالی،فاروقی،ازاد خان،ککوزی او نور....به هر وخت دده ددفتر په چمن کې ناست وو او ګپونه به یي لګول خو دا پته نه لګیده چې مصرف له کومه راځې زه خپله څو ځله ورغلی ووم له سهار تر مازدیګر به ۲۰۰ دوه سوه کسانو هلته څښل او خوړل خو هخر په داسی طریقه ووژل شو چې په پیښور کې له خپل ګاډی ښکته کړل شو او ډریور يي رخصت کړل شو او خپله ولې خان څو ساعته وروسته د جوارو په کرونده کې مړ پروت و او نه يي پر بدن د مرمی او چاقو زخمونه موجود وو او نه بل کوم اثار،دلوګر پخوانې والې جنرال عتیق الله لودین هغه وخت دده د راز سړی و.حسن خان کړوخیل اوس د جنرال رحیم وردک او پیر ګیلانې په مټ کندوز کې وظیفه لری او ښه سرمایه دار شوی دی.
۲.قومندان قلم الرحمن(قلم) لومړی معاون
۳.چمن ګل دمالې چارو مسؤل
۴.زرداد د نظامي چارو مسؤل
۵.تورن جعفر په نظامي چارو کې مرستیال او اوس په لندن کې ژوند کوی او د معلوماتو له مخې اوس په هلمند کې له ناټو سره کار کوی،سابقه په اتحاد تنظیم کې و او په ورستیو کې د چمن په همکاری میدان ولایت او پغمان تر منځ کوتل کې حزب ته تسلیم شه او ددولت لومړی خط يي حزب ته وسپاره او کله چې وحید الله سباوون ددفاع وزیر شو نوموړی ورسره ګرځیدو او بیا د احمدزیو شورای ته د خیانت په جرم ددی شورای له خوا زولانه شو خو ددفاع وزیر په همکاری خوشي کړای شو او ویل کیږی چې لندن کې يي بل واده هم کړی.
۶.ملک انار معروف خیل په قومی چارو کې مرستیال
۷.ضدراڼ د چمن معاون
۸.جنت ګل د قلم معاون
۹.روهانې وردک غړی او د قلم د مالې مسؤل
۱۰.ځاځې د مالې چارو سمبالوونکې او دچمن مربوط
۱۱.شینواری د چمن د غنډ د مالې مسؤل
۱۲.قومندان نسیم خان د خپل پلار ملک انار له وفات وروسته د پلار په ځاي وټاکل شو
۱۳.قومندان ملنګ د شورای غړی
۱۴.معشوق د حسن خان ورور دخپلې جبهې د مالې مسؤل
۱۵.میاګل د کوه صافې د شورای غړی
۱۶.قومندان غفار د امنیت مسؤل
۱۷.زعفران د(زرداد)ورور،حاجی الله نظر او ډاکتر عبدالرؤف په پیښور کې د احمدزیو د شورای نماینده ګان وو او فرهنګې فعالیت يي هم کاؤ
۱۸.هدایت د زرداد معاون
۱۹.شیراغا په سروبی کې د زرداد مرکز سرپرست او د مالې مسؤل
۲۰.حاجی سرور د زرداد پلار د حسن خان کړوخیل مشاور
۲۱.هنرګل د چمن ورور په وریښمین تنګې کې د چمن د قرارګاه او ریسټورانټ مسؤل
۲۲.قومندان عبدالخالق معروف په حصارک کې قومندان او اوس د حصارک ولسوال دی
۲۳.اصیل خان معروف خیل په حصارک کې د شورا غړیتوب کاؤه خو د چمن مربوط و
۲۴.قومندان وریښمین په حصارک کې اوپخوا په جمعیت کې و خو دغه وخت له حزب سره همکار و او څوکاله دمخه يي قاچاقبری کوله او اروپا ته يی
کسان لیږل او ویل کیږی چې دری زامن يي په لندن کې دی.
۲۶.حاجی محمد عمر د ازری ولسوالې څخه دی او پلار يی شهید حسین خیل ښه قومی شهرت درلود د مجددی د ګوند مربوط و
د نجیب د رژیم په دوران کې د پیښور په بډه بیری کیمپ کې نیمه شپه د کور دننه په کټ کې ویده و چې ووژل شو او کله يي چې میرمنې هڅه کړی وه چې
د خاوند قاتل ونیسې نو دا هم د قاتل د بل ملګری له لوری وویشتل شوه،قومندان حسین خیل هغه وخت د لوګر او ازره د سړکونو په جوړولو کې فعال رول درلود
او همدا اوس که څوک وکولاي شې د ځاځیو څخه د ازره،لټکوری،خړه تیږه،دوبندی،عشق څلې ،علیشیرو کوتل چې لوګر او حصارک سره نښلوی ددی ټولو سړکونو په جوړولو کې
د شهید حسین خیل او حزب اسلامی فعال رول ادا کړی او هغه وخت به له هر بلډوزر سره شټنګر توغندی،امبولانس او محافظین موجود وول ځکه ددولت جیټ الوتکو به بلډوزرو باندی بمبارد کولو
او سړک جوړول يي خکه د ځان په تاون ګڼلو چې بیا مجاهدین د آسونو په ځاي په موټرو کې خپل اکمالات پیل کوی،د حسین خیل د جنازی مراسمو کې ښاغلې مجددی موجود وو او د ډاکترنجیب د رژیم خاد يي د خپل قومندان او دهغې د میرمني د قتل مسؤلین وبلل.نو اوس دده زوی محمدعمر د هماهنګې شورای له تشکیل وروسته عملا له حزب اسلامی سره کار پیل کړی و او په چهاراسیاب باغ کوټې کې يی قرارګاه جوړه کړی وه.
۲۷.شرافې ناصر غړی
۲۸.ادم خان مشهور په ګیډی په حهار اسیاب کې د زرداد د قرارګاه مسؤل او اوس په بت خاک کې له حاجی منجې او د هغه له ورور سره کار کوی
او د روسانو د یرغل په وخت کې د قومندان شمالی باډیګارد و او دشمالې له شهادت وروسته له زرداد سره ملګری شه،په قوم د لوګر ناصر دی.
۲۹.شاه ولی عیسې خیل په لوګر کې.
عزت عیسې خیل لوګر کې.۳۰.
۳۱.شیری ملنګې د قلم مربوط و او په دی موجوده حکومت کې دیو څه وخت لپاره په طورخم کې هم قومندان وو او د قلم د معاون په نوم هم مشهور و.
ممکن نور قومندانان هم ددی شورای مربوط وول خو ما له ډیر زیار وروسته همدا لیست رابرابر کړ.
هغه دسیسه چې ما دلیکنی په سر کې یاده کړه دا وه چې د بت خاک د چور شوی او پلورل شوی مرکز دیوالونه د مولوی تره خیل زوی ته وسپارل شول نو دوی پیلان ترتیب کړی وو چې زرداد خو په حاجی خیالی کلک ولاړ ده نو راځې دادی زیګې مرکز قلم ته وسپارو او دا کار په زرداد بد لګیږی او له قلم سره يی په دغه وخت کې روابط هم خراب و نو له دی اقدام وروسته به زرداد له قلم وغواړی چې دا دی په زور نیولی او بیرته تخلیه کړه نو خبره به وسلوال ټکر ته ورسیږی او څنکه چې دوی فکر کاؤ همداسی وشول دواړو قومندانانو یواوبل ته سنګرونه ونیول خبره يي تر جنګ ورسیده خو د نورو قومندانانو په منځګړیتوب هواره شوه او دواړه له سوء تفاهم وروسته عادی حالت ته وګرځیدل او دخالص د تنظیم پیلان ورته په ډاګه شوو او حاجې خیالی ددی تنظیم وروستې قومندان و چې سیمه يي پریښوده
ښاغلي حاجی دین محمد د خپل کتاب په ۵۸ مخ کې ادعا کوی چې د سروبې قول اردو د جنرال ګل رنګ په مشری عبدالحق ته تسلیم شوه او ورپسې د لته بند لیوا او بیا د بت خاک پنځمه ۵ فرقه هم ورته تسلیم شوه خو حقیقت بل ډول و او حاجی دین محمد صرف خپل تنظیم،ځان او خپل ورور عبدالحق چاغوی او ولس ته داسي ښیې چې ګواکې زموږ کورني هم په قوت کې له مسعود،حکمتیار او دوستم سره برابره وه.
په سروبی کې بلکل د قول اردو تشکیل نه و او هلته شپیتمه ۶۰ فرقه مستقر وه او له دی پورته تشکیل وجود نه درلود،دفرقه قومندانی حکیم اخندزاده ونیوله او د فرقه مربوط ساحه ته د جمعیت،حزب،،،حرکت کسان په ګډه ورننوتل.
دنغلو بند دحرکت او حزب اسلامی په تصرف کې پریووت
دسروبی قصر د حرکت تنظیم په واک کې پریووت چې دقصر شاته یوه کوچنې کوټه کې تقریبا څلور بوری مات بنګړی هم په بوریوو کې پراته وول او کله چی دا قصر حزبیانو تری ونیوو نو بیا به يي د حرکت حکیم اخندزاده پسي د ټوکو په ډول ویل واه واه حکیم اخندزاده خو ډیر ورانې کړی.د لته بند لیوا د مولوی خالص قومندان زمرک او حاجی جبار ونیوله خو حاجی دین محمد په همدی کتاب کې دا لیوا او دبت خاک مرکز قومندان زمرک،جبار ،ارسلا او میا محمد اغا ته منسوب کړی خو متاسفانه په ۵۸صفحه کې يی خپل ورور او کورنی ته منسوب کړی دی.
او په سروبی کې کوز بند په سر یو ټولې و هغه ددوی د ګوند قومندان اغاجان ونیوو او د زیګې غنډ قومندان خیالې او نور هیڅ ځاي هم نه. د سروبی دافع هوا حزبیانو او له کوز بند برق نه تر اوزبین پوری سیمه هم حزبیانو ونیوله،تپه خان نیمه حزب او پاتی برخه حرکت او محاذ ونیوله،وریښمین تنګې اتحاد اسلامی او جمعیت اسلامی،شیرخان کڅ او له زیګې پورته تر د لته بند کوتل څوکې پوری هم حزب اسلامی او د میا عمر ساحه د محاذ حسن خان کړوخیل او له هغې وړاندی بیا د زمرک لیوا پرته دی او په بتخاک کې بلکل فرقه نه وه مګر په بګرامیو کې پنځمه فرقه پرته وه او د کودتا په وخت کې د جبار قهرمان نامی په واک کې واخیسته او بیا حزب تري تسلیم کړه او د حکمتیار له خوا حاجی شرافت ورته قومندان وټاکل شو او له بتخاک تر بګرامیو+ کارته نو کې دعبدالحق هیڅ ګروپ نه وو مګر د بګرامیو نساجی له شورای نظار سره وه او دمحاذ کسان په ارزان قیمت او کارته نو کې موجود وول.
نور بیا