عبــدالــباری"عـــارض"
په دی وختونو کی حکومت او بهرنیان د رسنیو له لاری په ولولو په هیواد کی د ملی پاڅون په نامه خبرونه خپروی او هڅه کوی نومول سوی بهیر نور هم چټک سی ترڅو لمنه یی ټول هیواد ته پراخه سی. له بله اړخه داسی بریښی لکه د دی پاڅون لپاره چی یو ډول هماهنګه تبلیغاتی کامپاین جاری وی. د دی پاڅون په هکله دومره معلومات سته چی ګواکی څو میاشتی مخ کی د غزنی ولایت په
یوه خبره چی د حکومت کمزوری په ډاګه کوی داده چی په هر ګوټ کی د هیواد د بی مسولیته مسلحوګروپونو د تبارز زمینه مساعده ده ، یو ځل حکومت اعتراض کاوه چی بهرنیانود پی آر ټی په نوم جوړښتونه د حکومت سره موازی ځواکونه رامنځ ته کړیدی له همدی کبله یو په بل پسی د پی آر ټی دفترونه په ولایاتو کی وتړل سوه ( پی آر ټی د مختلفو غربی هیوادونو هغه نظامی دفاتر دی چی د کلونو راپدی خوا په مربوطه ولایاتوکی د بیارغونی په منظور په میلیونونو ډالر مصر فوی )همدا ډول حکومت خصوصی امنیتی کمپنۍ هم د حکومت سره موازی قوتونه وبلل ترهغه چی بهرنیان یی قانع کړل او هغه یی هم له منځه یووړل. خو اوس د تیت او پرک مسلحه ګروپونو رامنځ ته کیدل یو ملی پاڅون بولی او د ښه سامبالتیا په موخه یی په ولولو یادونه کوی ، له بده مرغه حکومت و نه توانید د یو نیم لک بهرنی عسکرو په شتون کی د یوی لسیزی په دوران کی ټیکاو را منځ ته کړی او د واک لمنه د مرکز څخه تر سرحداتو پراخه کړی بلکه ورځ تربلی امنیت ټکنی کیږی، آن تر دی چی اوس خپله بیوسی نه پټوی او هرځواک چی د طالب په وړاندی سلاح واخلی حکومت یی په چک چکو هرکلی کوی داچی دا به څوک وی او له کومه طرفه به اکمال کیږی او د کومی طرحی له مخی د چا لخوا تنظیم کیږی او نتیجتا څه غواړی هغه سوالونه دی چی تر اوسه بی ځوابه پاتی دی.
و دا ډول حالاتو ته په کتو ناشونی نده چی په ډیره اسانی په لږ پانګه اچونه هر دښمن وکولای سی د طالب سره د دښمنی تر نامه لاندی نوی نقاب پرمخ را کش کړی او نوی پرابلمونه ایجاد کړی له یوه طرفه په دولت کی د نفوذ شرایط ورته مهیا کیږی له بله طرفه به د ناراض ولس همدردی ترلاسه کړی خو ددی نامنظمو ډلو مسلح کیدل او د هغه نهایی عواقبو ته نه پاملرنه د ملی ناورین سبب کیدای سی. په تیرو لسو کلونو زیار وایستل سو چی پخپل سری مسلح ګروپونه بیله تشدد څخه مهار کړل سی او په دی لاره کی تر یو حده لمړنی ګامونه اخیستل سوی دی که څه هم بسنده ندی خو د پام وړ دی. نو ایا بیا هغه پخوانی حالاتو ته ګرځیدل لویه سهوه نده؟ هغه چی هر سلاح لرونکی هرڅه چی غوښتل هغه به یی کول .
شاید ځنی بهرنۍ استخباراتی کړۍ د پلان له مخی غواړی زموږ په هیواد کی د جګړو د دوام په منظورنوی مُغلق او پیچلی جوړښتونه را منځ ته کړی خو د افغانی ټولنی اوسنی جوړښت ته په کتو امکان نلری چی دا تیت او پرک ځواکونه دی په نهایت کی تر کنترول لاندی راوستل سی. ښه مثال یی د ډاکتر نجیب الله دحکومت په دوران کی د مجاهدینو په وړاندی د دوستم د ملیشو پیاوړی کیدل وه ترهغه چی د رژیم د چپه کیدو یو عامل سو .همدا اوس اربکیان یا محلی پولیس چی د کمیت په لحاظ تر اوسه زیات هم ندی ولی د کنترول څخه وتی دی په دی معنی چی ځنی ددوی پرځای ددی چی امنیت تامین کړی په جرایمو لاس پوری کوی او بی امنیتی جوړوی یوازی په پنځوسمه او شپیتمه لسیزو کی د سپاه انقلاب او دفاع خودی تر نومولاندی منظم سازماندهی سوی ځواکونه د امنیتی ارګانو تر څنګ د یو خاص دسیپلین او مسولیت په چوکاټ کی د یو ملی انګیزی پر بنسټ وکولای سوای د مسلحو امنیتی ځواکونو په مټ بدل سی علاوتا هغوی حتی الامکان صرف د عامه تاسیساتو د ساتلو دندی په غاړه درلودل.اما. تر هغه راوروسته هم هرڅومره مسلح ګروپونه په هر نوم چی جوړ سویدی د ولس په وړاندی د جرایمو مرتکب سوی دی او امنیت ته یی صدمه رسولی ده ، نظامونه یی بی ثباته کړیدی او بالاخره بهرنی مداخلو ته یی لاره پرانیستی ده .
شاید ځنی بهرنیان د تاکتیک په توګه په سیمه کی خپلو موخو ته د رسیدو لپاره مشابه اعمال وهڅوی خو هغوی ددی مسولیت نلری چی افغانان به وژل کیږی او وطن به یی بیا د نورو غمیزو جوګه کیږی. ځنی افغان مبصرینو د ازادۍ رادیو له طریقه داسی غوښتنی طرحه کړی چی د هغه پربنسټ باید حکومت ژر تر ژره د پاڅون کونکو مرستی ته ور ودانګی بیله دی چه د حکومت توانمندی ته په کتو سنجش وسی چی ایا بیا به دا مسلح بهیر څه ډول تر کنترول لاندی راځی خو یوازی مسولیت منونکی افغانان د دا ډول کړونو عواقب سنجولای سی نه داچی اوبو اخیستۍ و کف ته لاس واچوی. داسی اوازی هم سته چی حزب اسلامی د نوی جوړښت او نوی حمایت سره د طالبانو په وړاندی د جګړی ټټر ټکولۍ دی ، ویل کیږی چی هغوی داځل په ځیرکتیا سره د افغانی حاکمیت د ضعف څخه په ګټه اخیستو د غربیانو ملاتړ هم ترلاسه کړی او په دی ډول ځان ته پخه سیاسی پایګاه په دولت کی پیدا کول غواړی. لکه څنګه چی محترم شولګری د ولسی جرګی پخوانی غړی او د حزب اسلامی غړی تیره هفته په تلویزیونی مرکه کی ددی پاڅون ملاتړ وکړ او همدا ډول محترم فیضان د غزنی پخوانی والی او د حزب اسلا می غړی په همدی لاره کی د انفجار سره مخ سو او په اصطلاح د دی پاڅون مشری په غزنی ولایت کی هم ورپه غاړه ده حتی اوازی داسی هم دی چه اسدالله خالد د سرحداتو وزیر په دی برخه کی آهم رول لری ځکه امکان لری نوموړی د ملی امنیت ریس او یا بل کوم حساس پست ترلاسه کړی. دا ټول انکشافات داسی شکوک را برسیره کوی چی شاید دا برنامه د اسلامی حزب لخوا د حکومت سره په تفاهم او د بهرنیانو په ملاتړ مخ په وړاندی ځی . البته دا مشکل ندی چی ولی اسلامی حزب بیا میدان ته را ودانګل بلکه مطلب دادی چی ولی په کړنو کی وضاحت نسته ، نوری انګیرنی داسی دی چی د اسلامی حزب هغه ډله چی د اوسنی حکومت او امریکایانو سره شریکان او په حکومت کی هم چارواکی دی د ځنی استخباراتی کړیو په مرسته دا پاڅون په لاره اچولی دی خو تیرو تجاربو ته په کتو وړاند وینه کیدای سی چی تیت او پرک ځواکونه څومره چی مسلح کیږی په همغه اندازه د کنترول څخه وزی.
د افغانستان پارلمان هم د مرموز پاڅون په هکله خپل تشویش پټ نکړ وکیلانو پس له یو لړ تبصرو څخه پریکړه و کړه چی و راتلونکی غونډو ته امنیتی چارواکی د توضیحاتو په موخه وغوښتل سی. ځنی وکیلانو دا پاڅون نوی توطیه وبلل.حقیقت هم دادی چی د ملل متحد او ناټو په شتون کی چی لس کاله یی دلته لویه پانګه اچولی ده او تلفات یی ورکړیدی پاڅون څه مفهوم لرلای سی؟ ستاسو به پیاد وی چی کوم وخت د طالبانو تحریک له کندهاره شروع سو او په لنډه موده کی د کابل دروازو ته ورسیدل ، هغه وخت برهان الدین ربانی او نورو مبصرینو د طالبانو تحریک د بی عدالتیو په وړاند یو خودجوشه حرکت یاد کړ او احمد شا مسعود د خبرو لپاره د کابل غربی څنډی ته ورغی ، اما اوس هغوی طالبانی تحریک د پاکستانی استخباراتو عُمال بولی. اما اوس یووار بیا عینی کلمه یعنی خودجوشه پاڅون استعمالیږی. ایا اوسنی پاڅون به یوه نوی استخباراتی لوبه نه وی ؟ څوک به ددی تضمین وکړای سی چی ددی بهیر انکشاف به هیواد د نورو دښمنیو او جګړو سره مخ نکړی؟ که چیری استخباراتی لوبه نه وی ولی لازم توضیحات و ولس ته نه ورکول کیږی؟ که دا حرکت د سولی او ټیکاو په موخه شروع سوی وی نو د سولی سره خو اکثریت افغانان موافق دی بیا د حقایقو د پټیدو ضرورت څه دی ،داچی ولس ته حقیقت نه ویل کیږی ځکه فکر کیدای سی چی شاید( کاسه زیر نیم کاسه باشد).که حزب اسلامی يا کومه بله ډله مطرح کیږی مشکل نسته خو د دموکراتیکو لارو بیله ورانیو د منل سوو پرینسبونه په مراعاتولو بیله دی چی ولس وژنه شروع سی د نړیوالو معیارونو سره سم دی واک ته ورسیږی نه داچی د دسیسو پر بنسټ نوی شکلونه د کورنی جګړو چی د ځینو بهرنیانو غوښتنه ده را منځ ته سی.