تیر پسې....۱۸ برخه
په بت خاک کې د قومندان ارسلاح خروټي او میا محمداغا مراکز خالی سلاح نه بلکه خپله يي تخلیه کړل او په دی اړوند د مولوی خالص معاون حاجې دین محمد په خپل کتاب (د مولوی خالص ژوند،اند او فند) په ۸۸ صفحه کې داسي لیکلې:
نو په دی ډول پکتیکا،پکتیااو خوست د طالبانو لاس ته ورغلل چې لوګر او چهاراسیاب هم لاس ته ورغلي وو،کله چې حکمتیار لا په چهاراسیاب کې و د مولوی خالص د بت خاک نظامی مرکز چې میا محمداغا او قومندان ارسلا يي مشري کوله په خپل تصرف کې راوستل.
که لږ دی لیکنی ته تم شو نو درواغ له ورایه راته سترګکونه وهي هغه داچې حاجی د طالبانو په لاس د چهار اسیاب،پکتیکا ،پکتیا او خوست له نیولو وروسته سمدستې ماضې او یا تیر وخت ته د قلم خوله ګرځوی او د بت خاک موضوع را اخلې خو حقیقت داسې نه و لکه نوموړی چې لیکلي دی،اصلا واقعیت په لاندی ډول ده:
ما مخکیینیو برخو کي ولیکل چې د احمدزیو قومی لښکر دبتخاک د مراکزو له خالی سلاح کولو ځکه ډډه وکړه چې علت يي دا ؤ چې حزب اسلامی دی لښکر ته خبرداری ورکړ چې دی قومندانانو خالې سلاح کیدل موږ ته د زغم ندی نو خکه خو چا دڅښلو اوبه هم تری ونه غوښتې او ډز خو لا لیری خبره وه او ددی خبری دلیل هم دا وو چې حکمتیار څو ځله په دی قرارګاه ؤ کې ناسته کړی وه له هغوی سره یي چاي او ډوډی خوړلي و او له نږدی يي حزب سره صمیمانه روابط درلودل،د مولوی خالص دی قومندانانو تر حده زیات مهماتو او وسلو ډیپوګان درلودل او په بندغازی سیمه کې د حزب اسلامی توپچې ټولې ته مهمات همدوی ورکول،ددغو وسلو او مهماتو غټه برخه د څو کلونو په دوران کې و پلورل شوه او غټه برخه يي په شورای نظار خرڅه کړه او دغه وسلې د حاجی پهلوان جبارخیل او خان زاده په نوم یو کس چې د حاجی شهزاده ورور دی او احمدشاه مسعود د باوری کسانو له جملی څخه و او د تیزین د حاجی جبار ډله ورسره وه په لاسونو تر پلچرخې رسول کیدی او د همدی وسلو د خرڅلاؤ له مارکیټ او لاس ته راوړني څخه د میا محمد اغا،حاجی جبار او خانزاده کورنی په مکه او مدینه کې د لکهونو ډالرو په ارزښت دوکانونه او د شاتو کار او بار لری او ددوی د وسلو د خرڅلاؤ بل شریکباڼې پهلوان په انګلستان کې د لکهونو ډالرو په ارزښت ریسټورانټونه لری او د پیزا دوکانونه هم لری او ما اوریدلې چي اروپا کې په پیزا کې د سور(خنځبر)غوښه خرڅوی او دلته په افغانستان کې د جلال اباد هواي ډکر سره د لکهونو ډالرو په ارزښت کور او جایداد هم لری او د اسلامی امارت له ملاتړو څخه هم دی او د چنده راوړی خداي مو وبښه کار هم کوی(والله اعلم)
کله چې دوی هر څه خرڅ کړل او طالبان تر هرات ورسیدل دوی د مولوی صاحب تره خیل زوی حاجی حمدالله راوغوښت او خپلي قرارګاوی او په لږ اندازه مهمات يي ورته وسپارل او دوی دواړه پیښور ته لاړل او له چین او سعودی تر منځ يي د تجارت لړی راوانه کړه او اوس هم راوانه ده او قومندان ارسلا دوه کاله د مخه پیلان درلود چي یوه دشته په پیښور کې واخلې او کلی بری اباد کړی او ویل کیږی چې دهغه هیواد تابیعیت هم لری او له ای اس اس سره ښه شانداره روبط هم لری.میا محمد اغا له طالبانو سره کار پیل کړ او کله چې طالبان تر پلچرخې جیل رسیدل له دی خونړی جنګ څخه څو ورځې د مخه میاء محمد اغا او قومندان حکیم چې په ولسوال حکیم شهرت لری او د خالص د ګوند مربوط و او دده سبز څخه دی نو د طالبانو د یو هیت په ملتیا سروبی ته لاړل او هلته يي ښه غوړ غرمه ناری د زرداد له وروڼو زعفران او شیراغا سره درلود او بیا له هغه ځایه ماهیپر ته لاړل له ملا سید مقبول سره یي ولیدل او له هغه ځایه واپس د زرداد مرکزته راغلې وو او له چایو څښلو وروسته د جلال اباد په لوری لاړل خو زعفران په همدی مجلس کې میاءمحمداغا ته ویلې و چې که تاه په لسګونو ټرکونه مهمات او وسلې په مسعود نه واي پلورلې نو نن به تنکې تنکې طالبان نه پری وژل کیدل ، ویل يي چې د میاء رنګ وتښتید خو ولسوال حکیم کوشش وکړ چې دا بحث بل طرف ته کوږ کړی.ستاسو به په یاد وی چې هغه وخت طالبانو ډیر په ډاډ سره اعلان وکړ چې ددولت لوړپوړی قومندان له سلګونو کسانو سره ورته تسلسم شوی له هغه اعلان څخه يي هدف ملاسیدمقبول و چې د پلچرخې فرقه يی په واک کې وه او په ماهیپر کې يي له دی هیت سره توافق ته رسیدلې وخو طالبانو له وخت دمخه اعلان وکړ اوشاید مسعود به هم اطلاعات درلودل خو دی اعلان به دی ته هڅولی وی چې وی نیسی ،په همدی جګړی کې طالبانو د پلچرخې محبس ونیوه خو له ډیرو تلپاتو له ګاللو سره سره يي سیمه بیرته له لاسه ورکړه. د یو بل باخبره کس له خولي چې ویل يی استاد سیاف ته خبر رسیدلی و چې قومندان سید مقبول تسلیمیږی او استاد سیاف ته دا خبر د،پهلوان سید محمد ، الله نظراو شیراغا نامی له خوا رسیدلی و.
ملا سید مقبول د مولوی شفیع الله د ورور مولوی صدیق الله معاون و دوی دده سبز ولسوالی د کوه ساپې مربوط وول او د حرکت انقلاب اسلامی په تنظیم کې وول او محترم مولوی شفیع الله دروسانو په وخت کې په داسی حالت کې په شهادت ورسید چې د لمانځه په امامت مصروف او یا ولاړ و او دده له شهادت وروسته د جبهی مشری صدیق الله ته ورپاتی شوه او کله چې د ۱۳۷۳ د حوت ۱۹ مولوی محمدنبی د استاد ربانی له دولت سره مقاطعه الان کړ او د طالبانو حمایت يي اعلان کړ نو سید مقبول په مولوی صدیق الله په دی خاطر کودتا وکړه چې له طالبانو سره لاس لری او له یوه قمیص او څادر سره يي رخصت کړ او ددی په څنګ کې یو ورور داسی هم راته وویل چې سیدمقبول د مولوی صدیق الله د خور زوی هم کیږی او کله چې نوموړی خپله ونیول شو نو د طالبانو تر سقوط پوری په پنجشیر کې بندی و او دطالبانو له سقوط وروسته بیرته خوشي کړی شو.
نور بیا
ملا وحید.