لیکوال:أ- علي خان صافي
وروڼو زموږ پوهنه وپوهان دې پوهنیز یرغل په سیلۍ باندې ځغلول کیږي، که څوک په ځان کې دې مرستې دې لاس دې ورغزولوتوان لري، نو خوله په ګوته مه ورته دریږی،دې خپل پوهنیز وټولنیز ږوند تاریخ نوی کړی،ځکه زموږ په تاریخ لیکلوکې هیچا انصاف ندی کړی،نه يې چوپړته خپلې تخنولې واحساسات راښورولې دي، اغیار تل دې پښتون دې تاریخ په ورکولوکې هڅه کړې
ډیرپښتانه لیکوالان وشاعران په خپلو لیکنوکې –عربي ،پاړسې اوځنې مهال اوردواودې ځینونوروپره دیوږبووییئې – لفظونه- په کړوکاراچوي،سره له دېنه چې په پوره ډول سره که لږ سيوچ وشې په پښتوکې یې ځای نیونکې وییئې پیداکېدلای شي، کولای شي چې بیرته په پښتوکې خپلوځایونوته راوګرځول شي، چې دې سوچه پښتو دې ټینګ بنسټ په ایښېد لوکې پوره برخه واخلي، نوأیا داکار پښتانه لیکوالان دې دې لپاره کوي چې پخپله ږبه کې دې پره دی ږبې وییئې ږوندی وساتې،ترڅوچې دې خپلي ږبې پښتو وییئې مړې کړي؟اوکه دې خپلې ږبې په راږوندي کولوکې تر اوسه پورې دې ناپوهی وبې غوری په خوب ویده پاتې دي؟ زه به په دې کې دې اړوندونوپه ګوته کول ملګروته پریدم،وبه ګورم چې پښتانه ځوانان پوهان ترکوم ځای پورې خپل ګوزڼ وهلي قلمونه دې بیرې وزړورتیا تر منځ راښورولی شي،اوزه به یوازي دې قلم دې څوکه ځني بیلکننی دې لنډوسریزوپه ډول دلته ورته راوړم:
٭کوم شیان چې دې سوچه پښتو دې نه لیکلواړوند کیږي زما په اند به هغه داوي:
یابه داوي چې لیکوال به پخپله ږبه کې ناپوه وکمزوری وي، دې خپلې ږبې په بنسټي ماناګانوبه ښه نه پوهیږي چې دې لیکلوپه مهال کې دې ږبې دې جوړه ولودې ماڼۍ لپاره دې ږبې په لار دودکې دې وییئوخښتې راپیداکړي، نودې ته اړوي چې دې نوروږبووییئې دې پښتو په لیکنه کې رامیلمنې کړي.
او کله کله داسې هم کیدلای شي چې لیکوال بې له سيوچ وغوښتنې څخه دې نوروږبووییئې په پښتوکې راګډې کوي، او دا ورته یاده نشې چې دې ده پښتو ږبه دې وییئو په هغو ماناګانو باندې ډکه وشتنمه ده کومې چې ده له نوروږبو څخه را اخستي دي او دې پښتوپه دودلارکې یې ورایښي دي،خو کله یې چې خپل دې نادرسته کړته یې پام شي، نو خپله لیکنه به یې پای ته رسولې وي، مهال به ورڅخه تللی وي،او بیرته له سرڅخه به دې لیکنې پیل ورته دروند کړښکاره کیږي، چې په همدې اړوند به سوچه پښتو ورڅخه ناسوچه شې.
یا به داوي چې لیکوال به دې ناسوچه پښتودې لیکلوپه مهال کې، دې دې کړ په اړین وتاوان باندې نه پوهیږي، چې دې مهال په تیریدو سره به دې پره دیو ږبو وییئې کومې چې لیکوال یې پخپله ږبه کې راګدوي دې ده دې ږبې دې وییئو ځایونه ونیسي،او ورو وروبه یې دې خپلې ږبې وییئې په وریکیدو ومړه کیدوشې،چې په همدې اړوند باندې ډیرې پخوانۍ ږبې له منځ څخه تللي دي، نَویُویرغملوپکشې ورګډیو شویو ږبویې ځایونه نیولي دي.
ډیرلیکوالان دې یوې لیکنې دې لیکلو په مهال کې داسیوچ هم نکوي، کومې وییئې چې غونډلې ولیکنه ورڅخه جوړیږي،ایا دې هغوی بنسټ له پښتوږبې څخه دی،اوکه په نوروږبوپورې اړې لري؟ اودې دې کړاړینې پایلې ته هم کتل نکوي چې دې دوی دا بې سیوچي وبې پامي دې دوی دې ږبې دې تباهۍاړوندګرځي.
یاخوځنې داسې لیکوالان هم پيداکیږي چې دې یو ې لیکنې دې لیکلو په مهال کې په ځینوټولنیزځاني ناروغیو باندې اخته وي،غواړي چې ځان له نوروخلکوڅخه ښه وپوه ښکاره کړي، چې دی خو په نوروږبوهم پوهیږي، نو ځکه پښتولیکنه کې به عربي یا پاړسې وییئې په کارباندې اچوي، به دې اند چې خلکو ته به تکړه لیکونکی وُبریښیږي،او په دې نه پوهیږي چې دې خپلې ږبې دې تنابونوپه پریکولوپوسې یې پخپل لاس کې چاړه را اخستې ده،اولوستونکوته خپل ځان پخپله بې مننې کوي.
یابه داوي چې دې لیکوال دې پوهې لمن په ډیره تنګه وي، چې ورڅخه دباندې به هیڅ پوهنیزه لیدنه نشې کولای، چې دې نړۍ له ټبرونووقامونونه څخه خبرشي، چې څه ډول خپل ځانونه جوړه وي؟ او په څه ډول سره دې بې سدی له خوب څخه راپاڅیږي؟ اوڅرنګه خپلې ږبې دې پره دیو ږبوله وییئو څخه پا کولی شي؟اوبیا یې په کوم دودلارله پره دیوپوهنیزو یرغلونوڅخه ساتلی شي؟ نوځکه یې لیکنه دې خپلې ږبې له وییئو څخه بې مالګې وي،لوستونکي ته دومره خونده وره نوي، څکه نشې کولای چې دې لوستونکي وکتونکې احساس ته دې ږوند دې هڅوکولوجام ورکړي.
داهم لوی اړوند دی چې دی پښتون لیکوال بنسټ له خپلې ږبې سره له وړکتوب څخه نه کیښودل کیږي،اونه یې لمړنۍ لوستنې پخپله ږبه ورسره پيل کیږې،ټولې زده کړې یې له وړکتوب نه ترځوانۍ پورې بې له خپلې ږبې پښتوڅخه په نورږبوباندې سرته ورسوي،داکار دې دې اړوند کیږي چې له خپلې ږبې سره یې اړیکې پرې کیږي ،خپله فطري مینه وجذبات یې له خپلې ږبې سره بې خونده وکمزوري کیږي،ګوره چې په پاړسي یا اوردوکې په لیکوال ورڅخه جوړشي،اوپخپله ږبه به خپلې کورنۍ ته یو لیک هم نشي لیکلی،یوازې په څیره باندې پښتون وې، خوپه ږبه باندې به یاپنجاپی یاایرانی وي،نوبیابه څنګه داډول پښتون څخه هیله وشي چې سوچه پښتو ولیکي په داسې مهال کې چې له هغه څخه خپله ږبه هیره شوې وي؟او لیکنه ولوستنه نه پرې ورځې؟
نوپه دې هکله به په پاړسیوانوباندې بد نَوایو کله چې پښتون ته – افغان غول- وایې، رښتیا هم څنګه به انسان ته غول نه ويل کیږي،چې پخپله ږبه باندې لوستل ولیکل نشي کولای؟او پوهنیز یرغلونه پرې ګوري ورته سترګې پټوي؟ ږبه ورته چیغې وهي چې زه مړه کیږم، ده به ورته ګوتې په غوږونوکې ایښي وي، چې ته به وایې په سترکوړوند دی په غوږونوکوڼ دی.
بل اړوند دادی چې پښتانه دې تاریخ په اوږدوکې لکه څنګه چې یوناني تاریخ لیکونکي هیرودوتس وایې – غښتلي ،زړه ور، جګړه ماران وفالرونکي غیرتمن ..خلک دي – خو دریغه چې له خپلې ږبې پښتو سره ډیره بې غوري وډیره بې غیرتي کوي او دې خپلې ږبې په راږوندې کولو وجوړه ولوکې هیڅ هڅه نکوي او نه یې چوپړ ته کوم پام لري لکه په نهیمي ویب پاڼه کې چې دیوې لیکنې سریزه وایې: (له غیرتي مورڅخه بې غیرته ځوی)، ريښتیا هم چې پښتوغیرتمنه ږبه ده،او دې زوروروبدخواوږبوپه څنګ منخ کې یې خپل ځان ،کیان ودودلادې پخپله ساتلي دي،بدون له دې چې پښتانه واکداران وپوهان هغې ته کوم دې ساتایلې چوپړوکړي..
داهم دې سوچه پښتو دې لیکلودې بیرته پاتیکیدلواړوند دی چې ږموږپه ږبه ونومیالیو باندې ډیر تیری کیږي، موږیې دې تیري کونکي مخکې درید نه نکوو، نه یې له پوهنیز یرغل څخه په هغې باندې ساتنه کوو،دې ډیرو پښتونو لیکوالانو ځاني موښنه-احساس- په دې لاره کې ویده پاتې وي،او له دندې څخه ځان ورته بې دندې ښکاره کیږي..
خو په ریښتیا سره باید ووایم چې دا دنده دې ټولو پښتو- له واکداران ترماشومانو- په غاړو باندې پورده ،که چیرې داپښتني خوځونه وخټني – قومي- تخنونه په دوی کې راپيداشي،چې دې اغیار دې پوهنیز یرغل مخه ونیسي ،نوبیا به هرومرو هرپښتون لیکوال ته دې سوچه پښتو دې سوچه کولولاره أواره شي.
له ډیرو اړوندوڅخه یوداهم کیدای شي چې ځني پښتانه که څه هم واکداران وي،دې اغیار دې خوښی او دې پيسو وڅوکۍ په تمه په نادرسته څیړنه سترګې پټوي،او دې حقیقت خرڅولوته سرټیټوي،لکه څنګه چې ایرانیان وایې السید جمال الدین الافغاني شیعي مذهب او په اصل عربي دی،اوږموږ لوی لوی تاریخ لیکونکي دې نادرسته خبرې ته غلي پاتې وي، په چَپون –عکس- زموږ دې پاک پیغمبرپه وینا چې وایې:(الساکت عن الحق شیطان اخرس)له حق څخه پټه خوله انسان ګونګی شیطان دی.
اړوندونه خو خورا دیر دي نور به ملګروته پریدم،یوازې داسوالونه به وکړل:
س۱/ ولي پښتانه ترنوروخلکوځانونه کم ګڼي؟
ج- بیریږي(ډاریږي)؟
ب- ناپوهان دي؟
ج- څنکه کیدای شي چې دې ځان وږبې درناوی یې وشي؟
دې ځواب په تمه:
لیدنه:
پښتوپخپلوبنسټي وییئووجوړښت کې سوچه کیدای شي.