ژوند لیک
نوم : احمدالله
فامیلی نوم : رحمانی
دزیږیدوځای : کندهار ـ هرات بازار ـ د عمرانو کوڅه
د زیږیدو نیټه : ۲۵ اکتوبر ۱۹۴۷
داوسنی ژوند ځای : المان
مسلک : لمړی رشته : اقتصاد – دوهمه رشته :انفورماتیک – سوفت ویر انجنیر
په المان کی وظیفه : د بیلیفلد دښار په پوهنتون کی د انفورماتیک په رشته کی استاد
لمړی زده کړی په کندهار کی د شالمار په لمړنی ښونځی کی ـ وروسته مشرقی لیسه
منځنی زده کړی د کندهار په میخانیکی مکتب کی
ثانوی زده کړی د کابل په تخنیکی معلمینو تربیوی انستیتوت کښی
د زده کړو نه تر فارغیدو وروسته د کندهار په میخانیکی لیسه کښی د معلم په توګه مقرر شوم . وروسته تر پنځو میاشتو معلمی د یوه تحصیلی بورس په استفاده المان ته ولاړم . تر دریو کالو تحصیل وروسته افغانستان ته ستون شوم او په لمړی ګام کی د کابل اقتصاد فاکولته کښی د المانانو د مشاور په توګه مقرر شوم . دا دنده می یو کال اجرا کړه ، بیا دالمانانو په تشویق او د المان د سفارت په وړاندیز د المان په سفارت کی په اقتصادی او قونسولی څانګو کښی مقرر شوم . په همدی وخت کی می په کابل کی د اطریش سفارت ، د سویس قونسلګری او لوفت هانزا لپاره هم کار کاوه .
په کال ۱۹۷۹ کی کوم وخت چی زه د المان په سفارت کی په و ظیفه بوخت وم ، داود تړون د کورنیو چارو په وزارت کی عمومی قوماندان وو . زما د سفارت د دندی او زما د کمونستی ضد دریځ په اساس زما فکری نظر د تړون له نظر سره ټکر وکړ . په همدی اساس ما د تړون تر ګواښ وروسته دالمان دسفیر په مشوره د کال ۱۹۷۹ په دسامبر کی خپل پلرنی هیواد پریښود او د فامیل په شمول المان ته ولاړم چی تر اوسه همالته اوسیږم . د کال ۲۰۱۱ په نوامبر کی د المانانو د مشاور په توګه ورسته تر ۲۹ کالو بیا کابل ته ولاړم او هلته می دوی میاشتی د المانانو سره وظیفه اجرأ کړه .
په المان کی می لمړی اقتصا د ووایه . په اقتصاد کی تر دیپلوم اخیستلو وروسته می انفورماتیک ته ځان شامل کړ اوپه کال ۱۹۹۶ کی می عمومی انفورماتیک پای ته ورساوه اوتر هغه وروسته می په امریکا کی د مایکروسوفت د کمپنی نه د سوفوت ویر انجینری تر لاسه کړه .
اوس د شپاړسو کالو راپدی خوا په پوهنتون کی د انفورماتیک د استادی دنده تر سره کوم .
زه په خپل ټوله ژوند کښی په هیڅ مذهبی ، ژبنی ، قومی ، منطقوی او بل کوم حزبی تړاو کی شامل نه وم او اوس هم نه یم . زه ځانګړی نظر لرم او هر څه چی لیکم زما شخصی نظر دی . نه کوم مستعار نوم لرم اونه په پټه توګه په کوم شیطانت کی ښکیل یم . زه پخپل هم دوی انټرنیټی ويبپاڼی لرم چی دواړی په خپل نظر او لیکنه مخته بیايم . ادرسونه یی دادی :
داویبپاڼه په پښتو یوه تحلیلی ویبپاڼه دهwww.tolafghanistan.com
دا ویبپاڼه په المانی ژبه یوه مالوماتی ويبپاڼه ده www.watan-afghanistan.de
په درنښت
احمدالله رحمانی ۲۸-۸-۲۰۱۲