Sidebar

20
نهي, می

د۲۱ پیړی جاهلانو ته

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ملا وحید
نن مو بیا بیا په هلمند کې داسی یو وحشې عمل د تاریخ لپاره تر شا پریښود چې انسانیت پری شرمیږی،نه په اسلام کې ،نه په عیسویت کې،نه په کمونیزم کې او نه په یهودیت کې ورته يي د کولو جواز شته خو دا ډول پیښې څه موده دمخه په برما هیواد کې د بودایانو له خوا تر سره شوی،تاسو طالبنما او د ای اس ای اجیر نوکران چې خپل ناموسونه مو
هم له پنجابیانو سره برمته دی او دهغوی لپاره شځې،کوچنیان،بوډاګان،ځوانانو څخه سرونه غوڅوی دا وحشیانه د برما د بودپرستو ته ورته تقلید،عمل،او کاربه انشا الله ستاسو څیری نوری هم بربنډی کړی او له لا زیاتی رسواي او ذلت سره به مخ شېودا دی نن ستاسو بادار ای اس ای د یوی سودا له مخې بدرالدین حقانې وواژه او له دی دمخه يي د پشونو په څیر و پلورلې او لوڅ،لغړ او بربنډ يی په هواي ډګرونو کې په څو پیسو و پلورلې تاسو نه ددنیا لپاره اینده لری او نه د اخرت لپاره دالله عذاب درباندی نازل دی او نور یه هم ذلیل شې،یو ځل مو د یوه جنګ پرست او جاهل او منافق صفت اسامه بن لادن تر نامه لاندی د استخباراتی دسیسی له مخې افغانستان او ملت د امریکایانو تر قدمونو لاندی واچاؤ او په ګډه مو ددی ولس حیا،عزت او ناموسونه ورسره لوټ کړل او دادی اوس ددښمن په قومنده د افغانستان د تضعیف او ضعف لپاره قومی مشران،ځوانان،استادان،ډاکتران،دعلم او پوهی خاوندان شهیدانوی.
مرګ دی په تاسو د ۲۱ پیړی په جاهلانو وی.

ملا وحید