لیکوال : احمدالله رحمانی
د افغانستان په تاریخ کی راغلی دی چی ۹۳ کاله مخکی ، وروسته تر دریو افغان او انګریز جګړو نه افغانستان خپلواکی تر لاسه کړه او پر خپل بهرنی سیاست مسلط شو. په هغه وخت کی د انګریز ځواک چی په بم غورځولو الوتکو سنبال وو ، د نړی په مدرترین ځواکونو کی حسابیده ، د افغانستان پر کلیو او بانډونو یی بمونه را غورځول ، پدی مانا چی د افغان ولس مورال ضعیف
اوس مهال ۹۳ کاله وروسته بیا هغه انګریز د نړیوال ځواکونو په چوکاټ کښی د خپلی مدرنی وسلی نه په استفاده بیا پر افغانی کلیو او بانډونو بمونه او راکټونه را غورځوی ، بیا هم په دی مطلب چی افغان ولس و سر کښته کولو ته مجبور کړی او بیا هم د تاریخ د جبر په تکرار ځانونه ناتوانه وینی او بیا هم کوښښ کوی چی لکه ۹۳ کاله پخوا ځان په چټکی له دی ناورین نه وباسی . افغانستان و نړی ته هغه د اور کړۍ ده چی سریی ۹۳ کاله پخوا ایښودل شوی او تر اوسه پای ته نده رسیدلی . د افغانستان د خپلواکی ورځ د افغان هیواد په تاریخ کی يوه مهمه ورځ ده چی هر کال په زیات درناوی لمانځل کیده . اما سږ کال دا ورځ فقط په پلازمینه کابل کی په مختصرو مراسمو ولمانځل شول ، دا پدی چی دهغی کړۍ زوړ اور نن ورځ بیا تازه شوی دی او پر بهرنی ځواکونو یی ځمکه سره کړی ده . ددی نړیوال ځواک سرتیری د ناټو په چوکاټ کښی نن ورځ نه یواځی د دولت د مخالفینو له خوا بلکه د افغان ځواکونو له خوا هم ټکول کیږی . د امریکا یو لوړ پوړی جنرال د مارتین ډیمپسی په نامه افغانستان ته د اوسنی حالت د څيړلو لپاره سفر وکړ. دده دسفر اصلی موخه دا وه چی څنګه ناڅاپه په افغانستان کی د افغانی عسکرو او پولیسو له خوا پر امریکایی او ناټو سرتیرو بریدونه زیات شوی دی او کومی غلطی د امریکایی ځواکونو نه کیږی چی هغوی په دی اخیرو وختونو کښی دداسی نه انتظارلرونکی مرګ ژوبلی سره لاس په ګریوان شوی دی . د جاری کال له پیل نه بیا تر دم ګړی پوری په افغانستان کی د افغانی عسکرو او پولیسو له خوا پر امریکایی عسکرو باندی ۳۲ بریدونه شوی دی چی په پایله کښی یی ۴۰ امریکایی سرتیری وژل شوی دی .
که دی حالت ته چی اوس په افغانستان جریان لری ، پوره نظر واچوو ، راته معلومه به شی چی د امریکا یولس کلنی جګړی په افغانستان کی نه یواځی تروریزم له منځه نه دی وړی بلکه نور کسان يی هم و تروریزم ته هڅولی دی اونه یواځی یی داسی کړنی زیاتی کړیدی ، بلکه هغوی یی د خپل مغرورانه اعمالو په مقابل کی لا پیاوړی کړیدی . لوی مثال يی د بګرام په هوایی ډګر کی پر امریکایی لوړ پوړی جنرال مارتین ډیمپسی یو برید وو چی هغه پخپله بچ سو لیکین الوتکه یی زیانمنه شوه . ددی مانا داه چی طالبان ویده نه دی بلکه په هیواد کی د هر خوځښت او بهیرنه پوره مالوت لری .
له بله پلوه د بعضی مالوماتونو پر بنسټ یو بل غضب را منځ ته شوی دی چی تر طالبانو زیات د تشویش وړ دی . هغه داچی په دا اخیرو وختونو کښی د غزنی په ولایت کی د هغه ځای د اوسیدونکو یوخوځښټ په حرکت راغلی دی چی څه د پاسه د ۵۰ کلیو نه یی طالبان شړلی دی او وایی موږ نه طالبان پیژنو او نه د کابل حکومت. داچی ددی خوځښټ مطلب څه دی ، پوره مالومه نه ده ، خوداسی مالومیږی چی دا بیا یو بل تر قانون وتلی خوځښټ دی چی زموږ مصیبت ځپلی هیواد د نړیوال ځواکونو تر وتلو وروسته د انارشی پر پلو بیایی . جنرال ډیمپسی د داسی حرکتونو په باب هم څيړنی وکړی او بارک اوباما ته یی وړاندیز وکړ چی د امریکايی ځواکونو د شتون موده په افغانستان کښی اوږده کړی . اما اوباما په یو مطبوعاتی کنفرانس کښی ټینګار وکړ او ویی ویل چی په کال ۲۰۱۴ کی زموږ د سرتیرو په وتلو کی کوم بدلون نشی راتلای . له بله پلوه د روسیی له خوا پر امریکا زور راوستل شوی دی چی امریکا باید په افغانستان کی خپله دنده تر پایه رسوی او په کال ۲۰۱۴ کی افغانستان یواځی پرینږدی .
په روسیه کی د اروپا د اکاډمی مشر »دیمیتری دانیلو« وایی : افغانستان ته تر کال ۲۰۱۴ وروسته بدی ورځی ګوری . هغه زیاتوی : اصلاً په افغانستان کی په دا یولس کالو کښی کوم مثبت تغیر ندی راغلی . اوس مهال یی حالات تر پخوا کړکیچن مالومیږی ، دافغانستان اوسیدونکی د خپل راتلونکی نه زیات تشویش لری . دیمیتری دانیلو زیاتوی : په یوه هیواد کی چی دومره زیات قومونو شتون لری او هغه ټوله یو وبل ته په مشکوکه سترګه ګوری ، امکان یی موجود دی چی نه یواځی دطالبانو حرکت بلکه د غزنی په شان نور ځوځښتونه هم را وپارول شی . په پایله کی به هیڅ چا ته مالومه نه شی چی څوک د چا سره ولاړ دی ، څوک د چا له خوا ټکول کیږی او و چاته څوک مرسته د څه لپاره وررسوی . دا هغه حالتونه دی چی د نړی تاریخونو و هغوی ته د انارشی نوم ورکړی دی .
په دا اخیرو ورځو کښی سپینی ماڼی یوه ډیره عجیبه او حیرانونکی اعلامیه خبره کړه چی په هغه کی د سپینی ماڼی ویاند »جای کارنی« ویلی دی : زموږ (یانی امریکا) و افغانستان ته د ورتګ اصلی هدف داوو چه القاعده پیدا کړو او هغه کسان له منځه یوسو چی امریکا له خطره سره مخامخ کوی .
د جای کارنی د خبری مانا داه چی دوی تر اوسه القاعده نده پیدا کړی او هغه کسان چی دوی یی د ځان لپاره خطر بولی ، تر اوسه له منځه ندی وړی . دا هغه د اور کړۍ ده چی پای یی تر اوسه مالوم نه دی؟
المان