غلام دستګير ړنګ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

غلام دستګير ړنګ يو افغان دی د ننګرهار ولايت دخوږياڼيو د مرکزکږې په روښانکوټ (زاړه ښار)کښې زېږېدلى دى. په قوم ابراهيم خېل خوږياڼى او د ارواښاد محمد سرورخان زوى دى .
ارواښادبېنوا يې په (اوسني ليکوال) کې د زېږېدنې نېټه 1307ل.هـ کال ليکلې ده،خو ړنګ صاحب وايي،چې په تذکره کې يې را ته د زېږېدنې کال 1300ل.هـ ليکلى ،خو زه هغه مهال
، چې امير حبيب الله خان ووژل شو،د کږې د شېراحمد خان کلا د يو ارواښاد ملا صاحب سره د قدري ،مونيې، نظم، پنج ګنج، ګلستان او بوستان په زده کړه بوښت وم او بيا مې د کږې د روښانکوټ دلوى جومات له ملا امام ارواښاد استاذ محمد علي خان څخه نوره ديني زده کړه وکړه.
که دغه مهال (1919 ع_1298 ل.هـ) ښاغلى ړنګ اته کلن وګڼو ؛نو په 1290 ل.هـ کال کې زيږېدلى دى.

زده کړې
په 1306ل.هـ کال کې ښاغلى ړنګ د کږې د شېراحمد خان د کلا دلومړنيو زده کړود ښوونځي له څلورم ټولګي څخه فارغ شوى دى.
په 1318 ل.هـ کال کې د کابل ددارالمعلمين زده کونکى و.
دندې
په 1327ل.هـ کال کې ددارالمعلمين د زده کونکيو ښوونکى شو.
په 1329 ل.هـ کال کې د جلالکوټ د متوسطې مدير شو.

په 1330 ل.هـ کال کې يې د الفت، خادم، رښتين او نائـب الحکمه عبدالله خان وردګ په ملاتړ د جلالکوټ متوسطه د ننګرهار ليسه ونوموله، چې وروسته يې بيا پر ټينګار په مشرقي کې د ننګرهار، لغمان او کونړونو نوې ولايتي جوړښتونه رامنځ ته شول او د (پوهنه رڼا ده) غږ پرې تر لېرو پرتو سيمو ورسېد.
په 1331ل.هـ کال کې د ننګرهار ولايت د پوهنې مدير وټاکل شو. په ننګرهار کې طبي زده کړې، د ښوونکيو روزنه او د ننګرهار د خوږياڼو په کږه کې د ننګرهار د شاعرانو ټولنه جوړول يې د دغه مهال سترې لاسته راوړنې دي.
په 1338 ل.هـ کال کې د پکتيا د معارف (پوهنې) مدير وټاکل شو، چې دلته د نجونو د ښوونځي موسس هم ګڼل کيږي.
په 1339 ل.هـ کال کې د پوهنې وزير علي احمد خان د لغمان د پوهنې سر پرست مدير وټاکلو.
په 1340 ل.هـ کال کې د کابل د ابن سينا ليسې مدير و ټاکل شو، چې د وزارت په ملاتړ يې په کې د قتيل خوږياڼي او محمد عثمان نژند په زيار پارسي کتابونه پښتوته نه يواځې را وژباړل، بلکې ژباړل شوي کتابونه يې د تدريس وړ وګرځول.
په 1342 ل کال د پوهنې وزارت د ملل متحد ښوونيزې او روزنيزې موسسې ته ور وپېژندلو، چې ورته د پوهنې ښوونځيو ته د کتابونو د ليکلواو د ښوونکيو د روزنې دنده وسپارل شوه.
په 1342 ل کال کې د رياضياتو نړيوالې غونډې ته، چې په جاپان کې جوړه شوې وه، وبلل شواو د استاذ ړنګ د رياضياتو تعليمي نصاب په کې د آسيايي هېوادونو لپاره ومنل شو.
1343 ل د بيروت امريکايي پوهنتون ته وليږل شو او د رياضياتو په څانګه کې يې لوړې زده کړې پيل کړې، خو پر اساسي قانون د نيوکې پر لامل د وخت صدراعظم محمد يوسف خان بېرته هېواد ته راوغوښت.
په 1349 ل کال امريکا ته وليږل شو. د رياضياتو او فزيک څانګه يې د فريدونيا په پوهنځي کې تر ماسترۍ ورسوله. دغه مهال د رياضياتو نړيوال کنفرانس ته، چې په جرمني کې جوړ شوى و، وبلل شو، چې بيا هېواد ته راوغوښتل شو او د دوکتورا تياره دفاع ترې پاتې شوه.
په 1356 ل کال کښې د کابل پوهنتون د ساينس پوهنځي استاذ وټاکل شو.
په 1378 ل کال کښې پېښور ته مهاجر شو، چې لومړى د سيد جمال الدين پوهنتون علمي معاون او بياد افغان پوهنتون د رياضياتو استاذ وټاکل شو. کله، چې افغان پوهنتون پکتيا ته وليږدېد، استاذ په پېښور کې پاتې شو.
په1383 ل کې يې د سترګو عمليات ناکام ترسره شول، چې تر اوسه پورې يې سترګې ديد نه لري.
چاپ شوي آثار
1.    په 1380 ل کال کې (دساپي پښتو څېړنواو پراختيا مرکز) پر مالي لګښت يې د طب، زراعت، انجنيري پوهنځيود کيميااو بيالوژي څانګو ته (د عمومي رياضياتو اساسات) چاپ او خپور شو.
2.    د 12ټولګي رياضيات،
3.    د نهم ټولگي کيميا،
4.    د پوهنتون دلومړي او دوه يم کورس لپاره خطي الجبره او د د سيټ نظريه يې هغه کتابونه دي ، چې پخوا چاپ او خپاره شوي دي.
ړنگ صاحب سربېره پر ښوونيزوپراختيايي هڅو په لوى ننگرهار،کابل او پکتيا کښې د ورځپاڼوسره ملي او فرهنگي مرستې تر سره کړي اوهم يې دپکتياد وړانگې اخبارد مدير نورمحمد پوونده په غياب کښې د نوموړي اخبار سرپرستي کړې ده.

د ((جمعې شپه)) او(( وزير)) يې د لنډوکيسو ټولګې دي ، چې د پکتيا په (وړانګه) اخبار کې پرله پسې خپرې شوې دي،خو اصل يې د ړنګ صاحب سره نه شته .
دغه راز يې په ننګرهار کښې لسګونه اصلاحي او انتقادي ډرامې جوړې کړي او بريالۍ لوبولي ،چې د وخت ځينو بچو پرې گواښلى هم دى.
دښاغلي ړنګ ليکنې او شعرونه په (هېواد)، (زيري)، (اصلاح) او(وړانګه) اخبارونو او خپرونو کې خپاره شوي دي، چې تر دې دمه پوره نه دي راټول شوي .
د شعرونو يوه ټولگه يې ښاغلي عبدالروف قتيل خوږياڼي را ټوله کړې او لطف الله ړنګ کمپوز کړې ،چې د چا په ښه ځوانۍ او په پښتو مين له خوا به چاپ او ټولنې ته وړاندې شي.