نصرالله حافظ (په انګرېزۍ کې Nasrullah Hafez)د ميرزا نور اسلام زوی، چې په ۱۳۱۰ لمريز کال کې د ننګرهار ولايت د چپرهار په ولسوالۍ کې نړۍ ته دحافظانو په کلي کې نړى ته سترگې غړولې دي.
زده کړې
ده خپلې لومړنۍ زده کړې د خپل کلي د چپرهار په لومړني ښوونځي کې پای ته رسولي دي او نورې زده کړې يې په ۱۳۳۱ لمريز کال په کابل کې بشپړې کړې
دندې
د فراغت نه يې وروسته د ښوونې او روزنې په وزارت کې ښوونکی شو ، چې د خوشحال خان په ښوونځي کې د ښوونکي دنده درلوده، او په ۱۳۳۳ لمريز کال کې پښتنۍ تجارتي بانک ته تبديل شو او هلته يې د ((وېسا)) د مجلې مسلکي غړۍ شو و هلته يې په هغه مجله کې چې د پښتني بانک له خوا خپرېدله نږدې پنځه يا شپږ کاله کار وکړ. 1
په ۱۳۳۹ لمريز کال کې د پښتون غږ د مجلې مرستيال او په همدغه کال کې د راډيو د مراقبت د مرستيالۍ دنده هم ور په غاړه شوه او وروسته بيا د راډيو د روزنې د ادارې د پښتو برخې چلوونکی وټاکل شو.
په ۱۳۴۳ لمريز کال کې د راډيو د تدقيق مدير او د هنر او ادبياتو د ادرې مرستيال وټاکل شو.
څه موده د راډيو د روزنې د ادارې د ټولنيزو خپرونو د مديريت دنده ور په غاړه شوه.
په راډيو کې يې د پښتو ډرام او ډيالوک د مدير په توګه هم دنده سرته رسولې ده.
په ۱۳۵۳ لمريز کال کې د راډيو د انسجام مدير او د هنر او ادبياتو د ادارې مرستيال ؤ، په ۱۳۵۸ لمريز کال کې د پښتو او بلوڅو د خپرونې لوی مدير او له ۱۳۵۹ لمريز کال راهيسې بيا تر نن پورې د راډيو د هنر او ادبياتو په اداره کې کار کوي. د نصرالله حافظ شعرونه د ۱۳۳۱ لمريز کال راهيسې د هېواد په رسنيو کې په ډېره پيمانه خپاره شوي دي.
نوموړي ګران او تکړه شاعر ډېرې ادبي او کلتوري جايزې ګټلي دي، چې يوه له هغو څخه په ۱۹۸۲ زېږديز کال کې يې شعرونو د افغان او شوروي د سولې او دوستۍ جايزه تر لاسه کړې ده، همدا ډول د حافظ صاحب يوه اثر چې د (مينې ډيوه) نوميږي په ۱۳۳۱ لمريز کال کې يې د رحمان بابا ادبي جايزه وګټله، د (ننګ) په نامه د ده يو بل اثر دی، چې په ۱۳۳۲ لمريز کال کې يې لومړۍ جايزه وګټله، د (بېدارۍ غږ) په نامه يې بل اثر دی، چې په ۱۳۳۴ لمريز کال کې يې ادبي جايزه وګټله، د (شاعر مرګ) تر سرليک لاندې يې يو بل اثر دی، چې په ۱۳۴۰ لمريز کال کې يې ادبي جايزه وګټله، او (د سباوون نغمه) د حافظ صاحب يو بل اثر دی، چې په ۱۳۵۳ لمريز کال کې يې ادبي جايزه وګټله او د ۱۳۵۷ لمريز کال نه را په دېخوا تر اوياوو کلونو پورې د حافظ صاحب ټولو شعري ټولګو ادبي جايزې ګټلې دي .
نصرالله حافظ ډېرو بهرنيو هېوادونو ته کلتوري سفرونه کړي، چې د هغو له ډلې څخه لومړی سفر د سعودي عربستان هېواد له خوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته يو بلنليک راغلی هغه هم د حج لپاره، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نصرالله حافظ غوندې ليکوال ورته کافي وبوله او هغه ته يې دا وياړ ور وباښه، چې د سعودي عربستان ته حج لپاره سفر وکړي، کابو يوه مياشت په سعودي عربستان کې و، ډېرې کلتوري مؤسسې يې وليدلې او ويې ارزولې.
حافظ صاحب پنځه وارې شوروي اتحاد ته تللی دی او په دې ټولو سفرونو کې يې کلتوري موضوعات څېړلي، ليدلي او ارزولي دي.
د حافظ صاحب وروستۍ صفر د عراق هېواد پلازمېنې بغداد ته و، چې په بغداد کې د صدام حسين په وخت کې به شعري جشنونه کېدل، چې د همداسې جشنونو اتم جشن ته يې حافظ صاحب بللی و، چې يو کلتوري سفر و او کابو يوه مياشت يې په عراق کې تېره کړله، ډېرې فرهنګي کړۍ او مؤسسې يې وليدلې او د عراق د مهمو ښارونو څخه يې ليدنه هم وکړه. يوه بله خبره، چې په دغه سفر کې يې هند هم وليد، ځکه په هغه وخت کې ايران د افغانستان الوتکې ته اجازه نه ورکوله، چې د ايران په خاوره کې کښيني، نو ځکه د حافظ صاحب الوتکه د هند د ډهلي له لارې عراق ته لاړه.
حافظ صاحب پنځه پنځوس کاله په راډيو افغانستان کې د پښتو ادبياتو په برخه کې کار کړی دی. له کومې ورځې چې حافظ صاحب په راډيو افغانستان کې په دنده ګمارل شوی دی د پښتو تصنيفونه او يا هغه سندرې، چې د سندرغاړو (ښځينه او نارينه) له خوا په راډيو کې ثبتېدلې د هغو ټولو اصلاح د حافظ صاحب له خوا کېده.2
په مختلفو موسسو کې يې کار کړى دى خودکارزياته برخه يې راډيو افغانستان وۀ چې ٥٥ کاله يې هلته دنده ترسره کړې ده. ډيره موده يې دراډيو افغانستان دهنر اوادبياتو په څانگه کې کار کاوۀ . ليکنې يې کولې شعرونه يې ليکل اوکيسې يې ليکلې .
ډېر نکلونه يې له فارسي نه پښتو ته اړولي دي . خپل شعرونه يې پخپله لوستل اودکلمه کول به يې . ښاغلي حافظ ددرنو مشاعرو وياند اوانانسر وو. خپل اوپردي نظمونه يې پخپل ښکلي غږ کې زمزمه کړي اودکلمه کړي دي. درې زامن اودوې لوڼې لري اودکابل په شاشهيد کې اوسيږي.
حافظ صاحب په راډيو افغانستان کې د دغو لاندينيو خپرونو لپاره ليکنې کړې دي:
سهارنۍ نزرانه، د حق پتنګان، شومه دم انګازې، از هر چمن سمنې، زرغون ټال، د ادب وږمې، هنر او ژوند، څپې، د نکريزو پاڼه، د طاووس بڼکه، د معرفت سمونه، د نيسان غږ، او نورې. چې د دغو ټولو خپرونو توکي د راډيو افغانستان په آرشيف کې خوندي دي.
نصرالله حافظ په ۱۳۷۴ لمريز کال کې خپل تقاعد واخيست، چې نور وخت په ارام په خپل کور کې تېر کړي. او د حافظ صاحب اوسنۍ بوختياوې د زړو او پخوانو کاغذونو نوي کول دي، هغه په دې خاطر چې ډېرې ادبي پنځونې يې کړي دي، چې هغه ټول سره راټول کړي او د اوسمهال او راتلونکي مهال وګړو ته يې د ګټورې ادبي پانګې په ډول جوړ کړي.3
حافظ صاحب په ډېرو ادبي آثارو ډېرې ادبي مقالې ليکلې دي، چې په د وخت په ورځپاڼو کې خپرې شوې دي.
حافظ خپله ټوله پاملرنه ژباړې ته ګرځولې ده او خپل ډېر کار يې هم د ژباړې په برخه کې کړی دی.
د رحمان بابا، خوشحال بابا، استاد حمزه بابا، استاد راحت زاخيلي، استاد قيام الدين خادم او نورو په ادبي اثارو ډېرې او د پام وړ ادبي څېړنې کړې دي او تر اوسه يې لا کوي، چې د څښتن تعالی څخه ورته د اوږد عمر او د ادبي برياوو غوښتونکی يم.
د نصر الله حافظ د شعر ځانګړنتياوې
حافظ صاحب د پښتو معاصر ادب يو داسې ځلانده ستوری دی، چې د پښتو ادب به د ده هغه چوپړ چې پښتو ادب ته يې کړی دی، هېڅ هېر نه کړي او په کلونو کلونو به د چوپړ کولو په وياړ لمانځل کيږي.
حافظ صاحب خپلې لومړنۍ ازموينې په نظم کې کړي دي، چې په هغه مهال کې پښتنو او بلوڅو ډېر تند حرکت کاوه او هره شپه به د پښتونستان په پروګرام کې د حافظ صاحب يو شعر خامخا خپرېده، چې د هغو ټولو نظمونو څخه يې د تاترې په نامه يوه ټولګه جوړه کړې ده، چې د سرحداتو او قبايلو چارو وزارت له خوا ورته د چاپ پسول اغوستل شوی دی.
تر هغه پورې چې د ابوالمراد حمزه شينواري غزونې ټولګه کابل ته راورسېده، د هغه مهال ځوانانو؛ لکه: سېلاب صافی، محمدخان فضا، ممنون صاحب، خليل زی صاحب، استاد زيار، حافظ صاحب او نورو په غزل ويلو پيل وکړ، چې حافظ صاحب خپل ځان د ادب په دې ډګر کې هم و آزمويه، چې بريالی ترې ووت او د دغو هڅو په پايله کې يې پښتو ادب ته ډېرې غزليزې ټولګې پنځولې دي؛ لکه: ستا د چم ګلونه، مات ستوري، دردونه تکلونه، او زړې پګړۍ په نامه دي، چې په کتابي بڼه چاپ شوي دي.
ده د ژوند په هر ډګر کې شعر ويلی دی، د بېلګې په ډول د ښوونکي په اړه د ده لومړی شعر چې د ښوونکي د مقام د لوړتيا لپاره يې په ۱۳۳۵ لمريز کال کې ليکلی و او د مور په برخه کې يې هم ډېر زيات شعرونه ويلي دي، چې دوو شعرونو يې د مور د ورځې لومړۍ درجه جايزه هم تر لاسه کړې ده.
د پسرلي او بهار په هکله يې هم بلا ډېر شعرونه ويلي دي، چې که راټول کړای شي، نو يوه بشپړه پسرلنۍ ټولګه ترې جوړېدای شي.
د ښوونځي د ماشومانو، د ملي وحدت او د کورنۍ جنګ جګړو په اړه يې د (کابل شهيد شو) تر سرليک لاندې ډېر شعرونه ويلي دي، چې د هر يو په راټولېدو سره به يوه بشپړه شعري ټولګه ورځينې جوړه شي.
راځو د حافظ صاحب د شعر ځانګړنو ته، د ده په شعر کې دا څو لانديني ټکي ډېر د پام وړ دي:
لومړی دا چې د فورم له پلوه د حافظ صاحب په شعر کې منلو شويو پخوانيو شعري چوکاټونو ته ډېره زياته پاملرنه شوې ده.
کله کله نوي شعر هم ليکي، خو ډېر لږ يې خپل پام دې برخې ته را اړولی دی، دا ځکه چې د هغه د شعر اساسي برخه د شعر فورم دی او بله دا چې د ده په شعر کې زموږ د وګړو د ژبې ډېر رنګه مفاهيم او د وګړو د ژوند ځانګړنې په کې انعکاس مومي، ډېرې سوچه کلمې او ترکيبونه په کې پيدا کيږي؛ که دا :
بله دا چې د ده ډېرو شعرونو د موسيقي له څپو سره ملګرتيا کړې ده، د ټنګ او ټکور په دغو څپو کې غزليزې سندرې، ترانې او نور شامل دي او ځينې خو يې په دغو شعرونو کې د پښتو ډېرې ښې نمونې دي؛4 لکه:
د دې ټکو په څنګ کې په پښتو اوسمهاله (معاصره) شاعرۍ کې د نصرالله حافظ دريځ تر دېره ځايه په اوسمهالي غزل کې د ډېر غور وړ دی، هغه بايد په افغانستان کې د پښتو د اوسمهال غزل د مخکښانو څخه وشمېرل شي، په دغه ډول غزلو کې د فورم له پلوه د کلاسيکې شاعرۍ اغېزې او د محتوا له پلوه د نوې زمانې غوښتنې او زموږ د ماحول او چاپېريال ارمانونه سره يوځای کيږي، او پښتو غزل ته يوه ځانګړې بڼه ورکوي، دا ځانګړنه د هغه په غزلو کې هم د پوره دقت وړ ده.
حافظ صاحب په عنعنوي فورمونو رنګين غزل ليکي، اولسي ژوند، ښايستونو، تشبيه ګانو او استعارو سره خپل غزل لا ښايسته کوي.
د ملي فرهنګ اولسي ژوند ارزښتونه منعکسوي، روانه او ساده ژبه استعمالوي او د خپل ژوند هنرمند ذوق په برکت يې ښايسته کوي، هغه د پښتو د پخواني ادب يو استازی دی، چې ډېر ځله په هغه فورم د وخت مسايل طرح کوي.
غزل خو خپله ژبه او افاده لري، مګر د ښه شاعر په غزل کې د هغه چاپېريال پيغام او د زړه راز هم نغښتی وي
په دغه بيت کې خو شاعرانه تصوير شته، مګر آيا دا غزل په ژبه زموږ د اوسني ژوند يو ښه انځور دی، سربېره پر تغزل په دې مجموعه کې د غزل په فورم داسې پارچې هم شته چې ملي او ټولنيزه محتوا لري.
حافظ صاحب شاعر دی، شعر ليکي اوغزل وايي، وعظ او نصيحت خو نه کوي، مګر د ټولنې کلتوري ارزښتونوته په شعر کې انعکاس ورکوي، د هنر کافره د زړه کعبې ته رابولي او د شوراګانو د هېواد دلروبا ته په غزل کې دوزخ، جنت او صراط يادوي.
دا پياوړی شاعر چې څنګه د شعر د فن او نزاکتونو ماهر دی، دغه ډول د ټولنې په هر اړخ او ملي ژوند په هر ه خوا ورته موضوعات رامخکې کيږي.
او د ده انساني عاطفه او ملي مينه قدم په قدم او لحظه په لحظه را لړزيږي. نو ځکه دی په شعر ويلو کې دريايي قوت او روان قلم لري، دغه وجهه ده، چې ده ډېر اشعار ويلي او ويلي دي، چې هغه د هېواد د هر دور ادبي او هنري ډګر کې ځان څرګندوي. ډېر خپاره شوي هم دي، علمي او ادبي مقاماتو او د هېواد د اولسونو نازولي هم دي، په ملي او نړيوالو محافلو کې پېژندل شوي هم دي، جايزې او امتيازات يې هم تر لاسه کړي دي.
د حافظ صاحب په شعرونو باندې چې هر څومره وغږېږو خبرې به پرې پای ته ونه رسيږي، دا چې دا موضوع او زما پوهه ماته دا اجازه نه راکوي، چې نور د حافظ صاحب د شعر په برخه کې وګړېږم، خپلې خبرې په يوې لنډۍ سره پای ته رسوم.
د ده په اړه د نورو ليکوالو اندونه
د ښاغلي حافظ په اړه د لرې او برې پښتونخوا ليکوالانو او اديبانو بېلابېلې ليکنې کړې دي او هر يوه د حافظ د شاعرۍ په اړه نظر لرلی ده، چې دلته به زه حافظ صاحب د ځينو شاعرانو او ليکوالانو په وينا دروپېژنم او د هغوی اندونه او ليدونه به د حافظ په اړوند ستاسو درنو مخ ته کېږدم.
د هېواد نامتو مشر ليکوال او شاعر عبدالله بختانی خدمتګار هم په حافظ صاحب يو څه ليکلي دي، چې دلته به يې د ځينو خبرو يادونه وکړو:
نصرالله حافظ چې کله په ښه او بدو پوه شو، نو په شعر ويلو يې پيل وکړه، زما په ياد دي، چې په ۱۳۳۲ لمريز کال کې زه په پښتو ټولنه کې د زېري مدير وم، موږ د استاد حمزه شينواري دا غزل شاعرۍ لپاره طرح کړی و:
ځوان حافظ په دې لړ کې خپل غزل راوړ او په زېري کې خپور شو، دا يې لومړی شعر و، چې په اخبار کې خپور شو، له هغه دمه تر دې دمه زه او حافظ دواړه سپين ږيري شوي يو. زه يې د دوستۍ افتخار لرم، ډېر خوښ يم، چې اوس زما د شاعر اشنا غږ د شمشاد له څوکې خپور شوی دی، تاترې ته رسېدلی او د وطن دې خوږ ژبې بلبل، ستا د چم ګلونه په غزلو کې ستايلي دي. حافظ صاحب په خپلو شعرونو کې د اولس شاعري او د پښتو د پخوانيو شاعرانو شعري عنعنې ته په ښه او درنه سترګه کتلي او په ښه ډول يې دوام ورکړی دی او غنا يې وربښلې ده.
زموږ د پښتو ژبې يوه باغي او په پښتو او پښتنو مين شاعر اجمل خټک هم د حافظ صاحب په اړه خپل نظر داسې څرګندوي:
دی د لرې او برې پښتونخوا په شاعرانو کې د لوړ مقام څښتن دی، په دواړو –لر او بر- کې ډېر قدر او شهرت لري. د محبوبيت وړ په دې وجهه هم دی، چې دی ښکلی شعر تش د هنري ښکلا لپاره نه وايي او نه يې د خپلو شخصي جذباتو ، وارداتو او احساساتو د اظهار لپاره ليکلی، بلکې د ټولنې تاريخ، د پښتونخوا د اولسونو د نن او پرون ارمان په داسې انداز کې بيانوي، چې سړی خوند او پند ترې اخلي او همدا ډول د مهابڼ شپونکی، د اېلبندونو کوچۍ، د پېښور يونيورسټۍ يو ګلالی او د پوهنتون يوه ملالۍ ترې يو شانته خو، جوش، ولوله او غورزنګ اخلي.
زه په خپله د شاعرۍ د ټولو اړخونو د ژورې مطالعې يو طالب العلم يم او دا مې پر ځان لازم ګڼلې ده، چې د پښتو د شعر او فن د بشري او ملي اړخ سره ډېر نږدې پېژندګلوي پيدا کړم.
په لړ کې زما ډېره دلچسپي د حافظ او د ده د شعر او فن سره ده، ځکه په دعوې سره ويلی شم، چې نه يوازې د ده شعر خوند او ژوند لري، بلکې د ده شخصيت هم د ده د شعر غوندې خوږ او اثر ناک دی.
نو ځکه دی په نورو زلمو کې ادبي او هنري صنعتونه را لړزوي او د نوي عصر زلمي شاعران ترې رنګ او ترنګ اخلي په دې لحاظ دی يوازې خپله شاعر نه دی، بلکې د وطن په ښکلې لمن کې د شعر د بهار يو داسې وږمه ده، چې ډېرې غوټۍ او غونچې پرې موسيږي او غوړيږي5.
د هېواد يو بل نامتو څېړونکو، ليکوال او شاعر بيا د حافظ صاحب په باب ليکي:
د حافظ صاحب ډېره پاړکۍ واقعا شعرونه دي، هم وزن لري او هم آهنګ لري او هم شعري کيف او خوند. په ځانګړې ډول د ده په شعر کې د وزن خبره هېڅ مطرح نه ده، ځکه چې دی د شعر په چار کې د خوشحالي او رحماني سبک کلک ساتونکی دی او د رديف او قافيې ټينګ پابند دی. د حافظ صاحب په پاړکو کې غزل ځانګړې ښکلا او ځلا لري او د پښتو د غزل د سلسلې يوه پياوړې کړۍ ده.
د هېواد تکړه ليکوال او شاعر زرين انځور صاحب وايي: نصرالله حافظ د پښتو ژبې اوسمهالی (معاصر) شاعر دی، هغه يوازې داسې شاعر دی، چې تل يې په خپل شعر کې له خپلو خلکو سره خبرې کړي دي، تل يې غوښتي چې خپل شعري غږونه نورو ته ورسوي او د خپل اولس لپاره ترانې ووايي، شعرونه زمزمه کړي او نظمونه ورته اهداء کړي، خبره د شاعر ده د يوه داسې شاعر چې کلونه کلونه وړاندې له خپل شعر سره يو يې يو ځای ژوند کړی دی، شعر يې هم مينه ده او هم وينه. شعر يې ژوند دی او د داسې شاعر خبره ده، چې د کلونو له اوږدو پيچومو څخه د شعر په پلوشو کې راتېر شوی دی.
د همداسې شاعر خبره ده، هغه د پښتنو په اوسمهالي شعر کې د ډېرې زمانې شاعر دی، نن هم هغه له شعر سره ژوند کوي، ځکه چې شعر د هغه ژوند دی، ځکه چې که هغه شعر ونه وايي هغه به مړ وي، هغه به فنا وي، شاعر همداسې وي او د شاعر ژوند هم همداسې دی.
د شمشاد له هسکې څوکې باندې يوه لنډه ليکنه
د ا د شاعر د زړه ارمان دی، هيله يې ده، چې دا غږونه، دا کوکې او د شاعر دا فريادونه ټول واوري، ځکه چې هغه نو د څه لپاره فرياد جګوي او د څه لپاره هرې خواته کوکې وهي، چاته شعر وايي او دچا لپاره يې ليکي؟
د شاعر په دغه ټولګه کې د شاعر هغه شعرونه دي، چې د خپلې شاعرۍ په لومړني کال کې يې ليکلي دي او د يو کال واټن يې په دومره ښايسته شعرونو او ښايسته پاړکو وهلی دی، چې د رفيع صاحب خبره د ده پاړکۍ هم غزلې دي، په دې ټولګه کې يې کابو ټول شعرونه په زاړه کالب ويل شوي شعرونه دي او د خپلې ټولنې ټولې غوښتنې او د خپلو وګړو غږ يې په دې شعري غونډ کې اوچت کړی دی.
د نصرالله حافظ صاحب دغه شعري ټولګه د شمشاد له هسکې څوکې د هغه د شعرونو يوه منتخبه ټولګه ده، په دې شعري غونډ کې د مضمون او شکل په لحاظ تنوع په پام کې نيول شوې ده، په دې هيله، چې شاعر ته څښتن تعالی د نورو همداسې ټولګو د ليکنو وس ورکړي خپل لاسونه لپه کوو او په پای کې د همدغه شعري غونډ څخه يوه نمونه وړاندې کوو:
د خودۍ ګنج
په دردونو او تکلونو باندې يو څو خبرې
حافظ صاحب په خپله پښتنه شاعري کې د پښتنو شاعرانو پخوانۍ عنعنې ته په درنه سترګه کتلي دي او په ښه ډول يې دوام ورکړی دی، چې د همدې دوام له کبله يې دې ډول شعرونو ته غنايي وربښلې ده. حافظ په عنعنوي فورمونو رنګين غزل ليکي اولسي ژوند، د صنايعو، تشبيه ګانو، استعارو او کنايو باندې خپل غزل ښايسته کوي. د ملي کلتور اولسي ژوند ارزښتونه منعکسوي، روانه او ساده ژبه کاروي او دخپل هنرمند ذوق په برکت يې ښايسته کوي، هغه د پښتو د پخواني ادب پوخ استازی دی، چې ډېر ځله په هغه فورم کې د وخت مسايل مطرح کوي. حافظ صاحب په خپله دغه شعري غونډ کې کابو ډېر غزلونه ځای کړي دي، نه يوازې ويلي دي بلکې ډېر يې ښکلي ويلي دي، چې د ويونکي په زړه منګولې لګوي او سړی نه پرېږدي، چې دا ټولګه په يو ځل ويلو پرېږدي، بلکې بيا بيا ځلې لوستلو ته يې هڅوي. لکه د حافظ صاحب د دې ټولګې دا لاندينۍ بيت:
تاسې وګورﺉ په پورتني بيت کې يې څومره ښه ولسي تصوير راوړی دی او څومره ښه تغزل په کې شته دی، په دې ټولګه کې سربېره پر تغزل په فورم کې داسې پارچې شته دي، چې ملي او ټولنيزه منځپانګه لري، شاعر په خپل شاعرانه غږ کې د پښتونولي د کلتور روحيه څرګندوي. موږ د حافظ په دې ټولګه کې د هر ډول ټولنيزې، ملي او پښتنۍ موضوع څرک ليدلی شو، چې دا ټولګه د پښتو ادب په منظومه شاعري کې يوه
ډېره ښه ډېرونه ده، چې اوس یې تاسو د همدغې ټولګې څخه د يو شعر لوستو ته رابولم:
اوږده شپه
د تاترو په نامه شعري ټولګې باندې يو څو خبرې
د ادبي هنر په رنګينيو او ښکلو کې د وطن د مينې د جذباتو او غورځنګونو او د تخيل د پروازونو نور او رنګ امتزاج زموږ د پښتو د شعر يوه لويه ځانګړنه ده.
دا امتزاج چې څومره په برياليتوب سره منځ ته راشي، يو شعر هومره کامياب، خوندور او اثرناک وي، زموږ په نني پښتو شعر کې د دغه فن ماهر او استاد نصرالله دی او دا شعري ټولګه يې يوه نمونه ده، چې د حافظ صاحب په اثارو کې د ده شخصيت، د ده فکر، مليت، بشريت، ادب او هنر هغه هنداره ده، چې که د ذوق او مطالعې خاوند يې ولولي نو د حافظ صاحب د وخت او د ده د احساس، دردمن زړه او روښانه فکر ډېر ښکلي او معياري انځورونه په کې ژوندي او خوځنده ليدلی شي. د نړۍ تاريخي رفتار په دې ننۍ مهمه مرحله او د خپل هېواد او ټولنې د ملي ويښتيا حرکت، اولسي او ټولنيزو غورزو پرزو د بدلون په دې مهال کې د انساني خوشحالۍ، سوکالۍ او امن د لوی بهير سره ګام پر ګام د خپل وطن نوي، ملي او د پرمختګ شعري فن ته ډېره اړتيا لري، له نېکه مرغه زموږ د هېواد لر او بر عالمان، پوهان، اديبان او شاعران هم دېته ډېر په اخلاص او جوش پاملرنه کړې ده. د حافظ صاحب د ((تاترې)) په دې لړ کې يو ښکلی اثر دی او ددې ټولګې اشعار په دغه برخه کې يو ګټور او مثالي ګام دی. يانې زموږ د وياړلي تاريخ، قوم او اولس د ژوند د روان کاروان په نني سباوون کې د سحر د ستوري په شان په عين مهال او اړتيا کې رامنځ ته کيږي، هيله ده دا ټولګه به د ډاډ، جوش او مستۍ لپاره ډېره ګټوره ثابته شي. په همدې سره تاسو د ((تاترو)) شعري ټولګې څخه د شعر يوې نمونې ته رابولم:
حافظ صاحب دومره ډېر آثار لري، که ټولو ته د چاپ په ګاڼه وپسولل شي، نو يو بشپړ کتابتون به ترې نه جوړ شي، حافظ صاحب د ژوند د هر ډګر په برخه کې شعرونه ويلي دي، چې په هره برخه کې ورنه ډېرې ښې ټولګې جوړېدای شي. اوس به د حافظ صاحب چاپي آثارو ته لږتم شو او ورسته به په خپل وار سره د ناچاپو آثارو کړکۍ ورپرانيزو:
چاپ شوي آثار
1. د نغمو کاروان - دا د راډيو په آرشيف کې د پښتو ثبت شويو سندرو او ترانو ټولګه ده، د غه اثر په۱۳۵۶ لمريز کال کې د پښتو د چاپي آثارو د نړيوال سيمينار په وياړ د بيهيقي کتاب خپرولو د مؤسسې له خوا خپور شوی دی.
2. د شمشاد هسکې څوکې - دا د حافظ صاحب د شعرونو لومړۍ ټولګه ده، چې د ليکوال ټولنې له خوا په ۱۳۶۲ لمريز کال کې خپره شوې ده.
3. ستا د چم ګلونه - د حافظ صاحب د شعرونو بله ټولګه، چې په ۱۳۶۵ لمريز کال کې د چاپ او خپرولو د دولتي کمېټې له خوا چاپ او خپره شوه.
4. ستا د چم ګلونه - د حافظ صاحب د شعرونو بل غونډ ده، چې په ۱۳۶۵ لمريز کال کې د چاپ او دولتي کومېټې له خوا چاپ شوې ده.
5. سهارنۍ نذرانې - دا د هغې خپرونې نوم دی، چې کابو څلوېښت کاله حافظ صاحب ورته کار وکړ.
6. د حق پتنګان - دا د يوې بلې خپرونې نوم دی، چې حافظ ورته ليکلي توکي برابرول، چې اوس هم په راډيو کې خپريږي.
7. د اتم ټولګي تاريخ - د اتم ټولګي تاريخ کتاب يې په پښتو ژباړلی دی، چې په ۱۳۴۴ لمريز کال کې چاپ او خپور شوی دی، دغه کتاب د پښتو ژبې د زده کوونکو لپاره چاپ شوی دی.
8. مات ستوري - دا هم د حافظ صاحب د شعرونو ټولګه ده، چې ډېر ښايسته او خوندور شعرونه يې په کې خوندي کړي دي.
9. تاترې
10. دشمشاد له هسکې څوکې
11. مات ستوري
12. گردونه اوتکلونه
13. زړه پگړۍ اونور
ناچاپه آثار
حافظ صاحب په نظم او نثر کې ډېر ناچاپ آثار لري، چې ځينې به يې د ياد کړو:
1. د مينې ډيوه - د حافظ صاحب اثر دی، چې په ۱۳۳۱ لمريز کال کې يې د رحمن بابا ادبي جايزه اخيستې ده.
2. ترانې - دا د هغو سندرو ټولګه ده، چې په راډيو افغانستان کې د ښځينه او نارينه وو هنرمندانو له خوا ثبت شوې دي او اوس په آرشيف کې پرتې دي، کابو زر سندرې په دغه غونډ کې راغونډې شوې دي.
3. په جاپان کې اسلام - د حافظ صاحب يوه بله ژباړه ده، دا يې رشاد صاحب ته ورکړې وه، چې چاپ ته يې برابره کړي، خو د مرګ څپېړې وواهه او د استاد سره يې ژباړه پاتې شوه.
4. د لنډو کيسو ټولګه - دا د حافظ صاحب د کابو شلو لنډو کيسو ټولګه ده، ډېرې ښې او په زړه پورې کيسې يې ليکلې دي.
5. د ننګ په نامه - د حافظ صاحب يو بل اثر دی، چې په ۱۳۳۲ لمريز کال کې يې ادبي جايزه اخيستې ده.
6. د بېدارۍ غږ - يوه بله شعري غونډ ده، چې په ۱۳۳۴ لمريز کال کې د ادبي جايزې په اخيستلو بريالۍ شوه، په دې شعري غونډ کې ټول مسدس يا شپږيز شعرونه دي، چې شمېر يې څلورسوو ته رسيږي.
7. د سباوون نغمه - يوه بله شعري ټولګه ده، چې په ۱۳۵۳ لمريز کال يې ادبي جايزه واخيسته.
8. مات وزرونه - دا د جبران خليل اثر دی، چې حافظ صاحب په نظم ژباړلی دی، چې ډېرې په زړه پورې مکالمې په کې شته دي.
9. د اسلام سياسي تاريخ - يو ډېر په زړه پورې کتاب دی، چې اوس يې په ژباړلو بوخت دی، تر اوسه يې څو بابونه ژباړلي دي.
10. د حضرت محمد (ص) د وړکتوب کيسې - په دې کتاب کې د حضرت محمد (ص) د وړکتوب ټولې کيسې راغلي دي، چې د مصر د مشهور ليکوال تيتيم جاوېد ليکلی دی، چې په دري ژبه باندې د علامه سلجوقي له خوا ژباړل شوی او پښتو ژباړه يې د حافظ صاحب له خوا شوې.
11. ويرنې او ستاينې - دا يې يو بل ناچاپ اثر دی، چې د ځينو پاخه شاعرانو، ليکوالانو، اديبانو اوشاهانو په باب يې شعرونه ويلي دي او يايې د ځينو پېژندل شويو شخصيتونو، پوهانو، عالمانو، ليکوالانو او شاعرانو په علمي سيمينارونو کې ګډون کړی ويلې يې دي.
12. د سولې علم بردار - دا دهغو شعرونو ټولګه ده، چې حافظ صاحب د پښتنو د ستر مشر خان عبدالغفار خان د جد او جهد او په دغه لار کې د عملي ګامونو د پورته کولو په باب يې ويلي دي او چې کله دغه سوله خوښوونکې شخصيت وفات شو، بيا يې څو شعرونه د هغه په ويرنه کې ويلي دي، چې شمېر يې شپېتو ته رسيږي.
13. پردېسه مينه - دا د حافظ صاحب يو يونليک دی، چې کله د حج په سفر تللی و او بيا بغداد ته يې سفر وکړ او له هغه وروسته بيا پخواني شوروي اتحاد ته په سفرونو تللی و، په نظم او نثر کې يو يونليک دی.
14. مرسته - دا د هغو شعرونو ټولګه ده، چې په کې يې د هېواد د خوارانو، غريبانو انځور اېستلی دی او د افغاني سرې مياشتې کړه وړه او انساني مرستو ته يې په کې اشاره کړې ده.
15. حبابه - دا د هغو کيسو ټولګه ده، چې د امويانو د کورنۍ د يوه خليفه يزيد بن عبدالمالک د مينې په باب په زړه پورې خبرې په کې راغلې دي حافظ صاحب دغه کيسې د طبري په تاريخ کې کتلې او بيا يې په پوره هنري بڼه په پښتو مثنوي کې ژباړلي دي.
16. کابل شهيد شو - دا دهغې شعري ټولګې نوم دی، چې دکورنيو جګړو په وخت کې يې د ورځنيو يادونې په نوم شعرونه ويلي دي او د هر شعر سره يې د شعر ويلو سبب هم ليکلی دی، چې د هر شعر سره يې نېټه ثبت کړې او ليکلې ده.
17. غيرتي ربۍ - دا يو منظوم فيچر دی، چې حافظ په نظم ليکلی دی او په کال ۱۳۴۴ لمريز کې په راډيو کې خپور شوی دی، چې د دغه فيچر راوي حافظ صاحب دی او لوبغاړي يې ف. فضلي، صايمه مقصودي، زېبا خادم او تورپېکۍ خادم دي.
18. هغه شپه چې لمن يې سپينه ده - دا د حضرت محمد (ص) د مبارک ميلاد کيسه ده، چې حافظ صاحب د يتيم جاويد له کتاب څخه راژباړلې ده، دا ليکنه به د هر مولود شريف په نېټه د حافظ صاحب په خپل غږ کې د راډيو له لارې خپرېدله.
19. شعري بغاوت - دا د هغو شعرونو ټولګه ده، چې په هېواد کې د څوارلس کلن مسلطه نظام په خلاف حافظ صاحب وخت په وخت شعرونه ويلي دي او خپل ملي اصالت يې د يو افغان شاعر په توګه څرګند کړي دي، چې شمېر يې سلو نظمونو ته رسيږي.
20. منظوم ليکونه - دا د حافظ صاحب او دوستانو ترمنځ په تېره بيا د حافظ صاحب او پلار ترمنځ يې چې شعري طبعه يې درلوده منظوم ليکونه دي.
21. د پښتو ژبې سره د زړه خواله - دا د هغو شعرونو غونډ ده، چې د بېلابېلو شاعرانو له خوا د پښتو ژبې اړوند او د پښتو ژبې سره غږيدلي دي شعرونه دي، چې حافظ صاحب راټول کړي دي او شمېر يې سلو ته رسيږي.
22. سپرلنۍ ټولګه - دا د حافظ صاحب د هغو شعرونو ټولګه ده، چې د پسرلي په اړه يې شعرونه په کې خوندي کړي دي.
23. د نړۍ د نامتو ليکوالانو کيسې - دا کيسې حافظ صاحب ژباړلي دي او ډېرې ښې کيسې يې په کې راغونډې کړي او ژباړلي دي.
24. پت پالنه - د پښتو ژبې په باب د ليکوالانو او شاعرانو يادونه ده.
25. د نړۍ د مشهورو شاعرانو شعرونه - د نړۍ د نامتو شاعرانو شعرونه يې په خوږه پښتو ژباړلي دي.
26. پرهرونه - د غزلو مجموعه، د مينې ډيوه دا او دې ته ورته په سلګونه نورې مقالې، ليکنې او نورې ټوټې يېد هېواد په رسنيو کې چاپ شوي دي او ډېرۍ يې لا د حافظ صاحب سره په کور کې په پاڼو کې زړې شوې.
يادونه: حافظ صاحب دغه شعر په ۱۳۵۲ لمريز کال کې خپلې مور ته ويلی و او په همهغه کال کې يې د مېرمنو ټولنې ته ورولېږه. شعر ولمانځل شو او لومړۍ جايزه يې وګټله، چې هغه وخت د مېرمنو ټولنې ته د وخت ملکه هم راغلې وه او حافظ صاحب يې د شعر د ويلو نه وروسته خپل حضور ته وروغوښته، چې د سروزو په يوې سکې او څه پيسو يې حافظ صاحب ونازوه.
د حافظ د نثر يوه بېلګه
په هېواد کې پسرلنۍ ميلې[1]
لکه څنګه چې طبیعت د ښکلاوو ښکارندوی او د ښکلا پېژندنه، ستاينه او درناوی په حقيقت کې د ژوندانه په اسرارو پوهېدل او په طبيعت باندې د سالم عقل لاس بری ښيي، نو له دې کبله لرغونو اريايانو لا دليک د زېږېدلو نه په لرغونو وختونو کې عادت درلود، چې سهار به له خوبه له وخته پاڅېدل او دلمر راختو ته به سترګې په لاره وو، چې کله به د لمر زرينې وړانګې د لومړي ځل لپاره د شنيليو او بوټو په پاڼو پرېوتې اود شبنم څاڅکي به يې لکه د ملغلرو هسې ځلول. نو په دغه وخت کې به دوی د سوما د شرابو نه څو غړپونه کول او وروسته بيا د خوښۍ او خوشحالۍ په سندرو ويلو به يې پیل کاوه. په ګډه به يې سندرې ويلې، په ګډه به سره نڅېدل او د طبيعت له دغې بې سارې ښکلا څخه به يې خوند او مزه اخيستله او دخپلو دغو خوښيو د مراسمو په پای کې به يې ((تيارې)) ته چې دوی به ورڅخه کرکه کوله او له منځه تللو دعاوې به يې کولې او په تېرو باندې به يې تل د رڼا د برياليتوب غوښتنه کوله په تېره د پسرلي په موسم کې چې د سوما نه به يې لوی لوی خمونه او چاټۍ ډکولې او سوما به يې دومره ذخيره کول، چې بيا يې د کال په اوږدو کې ورباندې خپله خوښي زياتوله. د اکسوس او رندوس ترمنځ او له پاميره او کشمیره نيولې په سويل کې دهند تر سمندره پورې دا اوږده او پلنه پرته ځمکه د پښت، پکتا د توکم د زېږېدو لويدو زانګو او ټاټوبی دی، د اکسوس غاړې ښکلي او ستر لرغونی بلخ د دوی د مدنيتونو ميراث دی، هندوکښ او سپين غر سمسورې درې، زرغونې لمنې او پراخه ورشوګانې ددوی د پادو او رمو د څړځايونه او د اباسين د غاړې د دوی هستوګنې پخې دېرې وې.
چې په دغو دېرو او سيمو کې به دوی دکال په لومړيو ورځو کې او بيا هم په نورو موسمونو کې ډول ډول ميلې او خوشحالۍ کولې او د يو خاص ډول مراسمو په ترڅ کې به یې سرته رسولې. د اريايانو مېلې زياتره په شنيليو او د دامان د ګلونو په سينو کېدلې ځکه چې ګل اميدواري، خوشحالي او د ژوند خندا تمثيلوي. څرنګه چې زموږ مطلب په هېواد کې د ځينو پسرلنيو مېلو څخه يادونه ده، نو بايد ووايو، چې د لرغونو ميلو اصلي شکل او بڼه هم د وخت په تېرېدلو او اوښتلو سره اوښتې ده. ځينې يې په بدله بڼه پاتې دي او ځينې خو يې له منځه تللي دي.
او هغه مېلې، چې تر اوسه پورې پاتې دي، د بېلګې په ډول د پسرلنيو مېلو په لړ کې د ټولو نه لويه او ستره ميله چې ستر نوم لري، د بلخ د مزارشريف د شاه ولايت ګلاب د جنډې د پورته کولو مېله ده، چې په خامو د رندو مراسمو سره پيل کيږي. ګلاب د جنډې د پورته کولو مېله ده، چې په خاصو درندو مراسمو سره پيل کيږي، د هېواد او د هېواد نه دباندې په زرګونه خلک ورته راځي او دجنډې د پورته کولو مراسم ګوري، چې بيا وروسته دغه مېلې ته د ګل سرخ ميله وايي، ځکه چې د هغې سيمې ټولې غر او غونډۍ په سرو ګلونو کې نغښتې وي او د طبیعت شاهکاري په کې خپل ځان څرګندوي او داسې د وطن نورې مېلې.
سرچينې
1. ↑ يادښت: دا د ميلو د لړۍ مقاله د کېږدۍ په مجله کې په کال ۱۳۸۲ لمريز د حمل په ګڼه کې خپره شوې ده.
حافظ، نصرالله، تاترې، کابل: د سرحدونو وزارت، ملي مطبعه، ۱۳۶۶ لمريزکال.
حافظ، نصرالله، د شمشاد له هسکې څوکې، کابل: د ليکوالو انجمن، د پوهنې وزارت مطبعه، ۱۳۶۲ لمريز کال
حافظ، نصرالله، ستا د چم ګلونه، کابل: د کتاب چاپولو وزارت، ملي مطبعه، ۱۳۶۴ لمريز کال.
حافظ، نصرالله، دردونه تکلونه، کابل: د ليکوالو انجمن، ملي مطبعه، ۱۳۷۰ لمريز کال.
حافظ، نصرالله، زړه پګړۍ، پېښور: سېلاب صافي ټولنه، تر چاپ لاندې ده.
حافظ، نصرالله، ويرستاينې، کابل: صميم ادبي ټولنه، تر چاپ لاندې ده.
د نصرالله حافظ شخصي يادښتونه او يادونې
راشــی، چې ډکې پيمانې واخلو بــلا پــــه ســر د ميخانې واخلو
شــوبه جرګه د ميکدې په نغري غـــچ بـــه لـه تېرې زمانې واخلو
ســاقي راواړوه د سترګو کاسې چې يو څه کيف د يارانې واخلو
لږ مو د زړه په رباب ګوتې کيږدی چې خوند د عشق له ترانې واخلو
که نور د شمعې د رڼا پسې ځي موږ به ايرې د پروانې واخلو
تــاسې کـه جامونه په سر واړول موږه هم غمونه پــه سر واړول
تاسو د خوښۍ نشې په سر کړلې موږه ټول غمونه په سـر واړول
تاسو سره ګلونه کړل کتار په سر مـوږه سره اورونه په سر واړول
وګـــورﺉ قوت دمينتوب زموږ څنګه مو لوی غرونه په سر واړول
څه له مو طبيبه د لاس رګ نيسې اوس خو مو دردونه په سر واړول
عشقه ستا غمونه ته وخاندم که وژاړم دې بلو اورونو ته وخاندم که وژاړم
نه د غاړې هار د چا او نه ښکلا د څڼو شوم دې مړاوو ګلونو ته وخاندم که وژاړم
زړه ته چې تغمه هره نغمه په زير او بم کې شي دغه رنګ سازونو ته وخاندم که وژاړم
سم په هر قدم چې بدرګه ورسره غم راځي دغسې وختونو ته وخاندم که وژاړم
دي مې چې د خيال پښو کې زلفې زولنې دچا شرنګ د پايزېبونو ته وخاندم که وژاړم
ښه ده ته يې ووايه ستا په خوله به زه کوم څيرو ګرېوانونو ته وخاندم که وژاړم
جوړ مې له ګوګله لاله زار د يار د مينې شو دې سوو داغونو ته وخاندم که وژاړم
ته خويې شراب بولې زه وايم نه وینې دي ستا د لاس جامونو ته وخاندم که وژاړم
چې يې زلفې په مستۍ راواړولې په ناز سترګوليونۍ راواړولې
ما ادم باندې د مرګ د خوارۍ خاورې دې د حسن دُرخانۍ راواړولې
چې پايماله يې زما د زړه ورشو کړه کوم ښکاري دا غرڅنۍ راواړولې
چې په تورو پېغلو سترګو يې ستي کړم تېرې شپې يې د ځوانۍ راواړولې
تر قيامته ساقي ستا په ميو مست يم چې پيالې دې بېګانۍ راواړولې
شوم تورن يې چې په تورو تورو سترګو مينې ستا دا دښمنۍ راواړولې
ما ويل، چې به ساز نوې نغمه راوړي تا ټپې پرې پخوانۍ راواړولې
ستا له دې ښکلي خواږه نومه شم قربان مورې زما کعبه، زما قبله، زما ايمان مورې
ځمکه خو څه کړې قدمو کې دې هواره ښکاري د ادب سر درته ټيټ کړی دی آسمان مورې
مورې! که ته نه وای، نو وايه زه به چېرته ومه زه ستا په هره ساه کې وينم و ځان مورې
ما به چې تاته کله مور په وړه ژبه ويل تا به په سل کرتې ويلې راته جان مورې
چې په کوم وخت اوښکې زما سترګو کې وګرځېدې جوړ به شو ستا په مخ د سرو اوښکو باران مورې
زه به چې کله د ناخوالو څپو واخيستمه کلک به مې ونيو په لاس کې ستا ګريوان مورې
چې ستړی وړی به له لوبو څخه راغلم کله نو ستا په غېږ کې به مې وغورځاوه ځان مورې
هغه چې ماسره ملګري به په لوبو کې وو تاته به ګران وو د ټول کلي ماشومان مورې
چې تابه پاکې جامې واغوستې په مینه راته له خوشحالۍ به غوړېدې د ګل په شان مورې
د مسيحا اثر دې پروت په تورو سترګو کې و ستا يو نظر به شو زما د رنځ درمان مورې
نن چې د وخت د حوادثو سره خورم ډغرې دا پيدا کړی تا په ما کې اطمينان مورې
دا خو اعجاز مورې د غېږې د مکتب دی د ستا څنګه دانا دې کړمه زه چې وم نادان مورې
د کلي ژوند د شپې په وخت د آسمان چت لاندې تا راښودلی، پرونی تللی کهکشان مورې
ماشوم وم لوی دې کړم، زلمی دې مړم سړی دې کړمه کړی زما سره تا څومره لوی احسان مورې
په آللو کې به دې وې راته د ننګ سندرې لوی پهلوان دې کړم د تورې او ميدان مورې
خوټيږي مينه د وطن ستا د بچو په زړه کې موږ يو له څرمې تا روزلي فدايان مورې
خپله نېستۍ کې دې زه شته کړمه دتن په غوښو څاڅکې شيدېدې ماته شو آب حيات مورې
هېچا دچا له غمه لويې شپې سبا نه کړلې ورکړی تا په دغه لاره امتحان مورې
ادې! که ته نه وای پيدا وايمه ژوند به نه و تا روان کړی د دنيا د ژوند کاروان مورې
جنت به خود فخر د ستا د پښو لاندې کوې چې تا روزلي ورته حورې او غلمان مورې
په کايناتو کې يې ځای د ځايدو نه شته دی عالم سترتوب ستا د نامه ته دی حيران مورې
له بابا دمه تر دې دمه تاته مور وايي هغه چې بولي په نامه ځان د انسان مورې
تورو تيارو کې يې رڼا چې د وحدت کړه بله دي را لوی شوي، ستا په غېږ پيغمبران مورې
چې يې نړۍ ته حرکت د نوي ژوند ورکړلو دي زېږولي تا د پوهې خاوندان مورې
لا به هم مور يې ګرانې مورې درته وايمه زه چې وي ترڅو پورې ودان دغه جهان مورې
ستا بچي ګوره چې د علم په وزرو والوتل له سپوږمۍ تېر شول د مونيخ په لور روان مورې
پرښتې رخه کړې زما په نېکمرغيو باندې چې ښکلومه ستا لاسونه مهربان مورې
په ژوندانه که څوک زما د زړه ارمان وپوښتي ستا د ستر حق ادا زما په زړه ارمان مورې
د وطن مورې! دغه وران وطن به بيا کړو ودان که په رښتينې باندې يو ستا فرزندان مورې
د حافظ مورې، چې د ژوندشپې په کې ته تېروې ستا له خاطره دې جنت شي حافظان مورې
شپه څومره لويه شوه اوږده شوه سبا هېڅ نه راځي تيارې خورې په شا او خوا دي رڼا هېڅ نه راځي
د مجنون سترګې ورته فرش دي د راتلو په لاره چې يو د ناز قدم پرې کيږدي ليلا هېڅ نه راځي
د خوشحالۍ نښې زما په مخکې سد لټوي په سپېرو شونډو مې پېره د خندا نه راځي
څنګه به روغ شي دا زما ناسور وهلی زړګی دردونه وار په وار راځي خو دوا هېڅ نه راځي
لېونۍ نه يم، چې يې خيال د بيا راتلو کومه اوښکه چې لاړه شي له سترګو نه بيا هېڅ نه راځي
که هر څه اورې، ښوروه سر ورته مه يې منه دلته د دروغو کلي جوړ دي رښتيا هېڅ نه راځي
ويــاړلی خوا ته خړ مې خيبر دی د غيرت طور دی د جنت ور دی
ســـــردار و دلته خوړلی سر دی بــل ځای که بر و نو دلته لر دی
د تــــورو ګـــټو ولاړ يو غر دی پـــه تــــورو غشو پرهر پرهر دی
د زلـــمـو سيمه د ننګ ډګر دی پـــه خپل قوت يې پوره باور دی
په کې ابادې ډېرې حجرې دي دا تاترې دي، دا تاترې دي
دلــــــتـــــه دريـا شته دلته ايمل شته دښــــــنـــه! تـــــاتـــــر تيار اجل شته
خوشحال ولاړ دی لاس کې يې شل شته د مــــېـــړنــــو د تــــورې ځـــل شته
کــه يـــوې نـه وي شاته يې بل شته پردي به څـه کړي زلمـي يې خپل شته
دلته لنګر شته، دلته مـــورچـــل شته آبــــاد نــغری شته په کـې اور بل دی
په سم او غولي د ننګ نارې دي دا تاترې دي، دا تاترې دي
د مينې رنګ يې د تورې شرنګ دی ساز د يرغل يې د مرګ آهنګ دی
هــر غږ چې اورې د نام او ننګ دی قـــدم قــــدم يې په وينو رنګ دی
ناز د درخـــو يې د رباب ترنګ دی خـــپــل ته پراخه پردو ته تنګ دی
چې ترور شــوی په کې اورنګ دی هــــم پــــرځــېدلی دلته پرنګ دی
دا تيږې ګورې په وينو سرې دا تاترې دي، دا تاترې دي
ســـرتــه يې ولاړه د شمشاد څوکه پـــــورتــــه يې آسمان ته ختلې نوکه
له خولې يې ووځي د غيرت کوکه دښمنه! ټينګ شه، ځـان دې قابو کړه
د مرګ شـپېلۍ به در باندې پوه که غــلو کـــله کـړی له دې ونډ شوکه
د نـــــر بــــاتـــور يې تېره مښوکه پــه هـــره خــوا چې د غيرت هو که
سستې او خراړې پرتې سپېرې دي دا تاترې دي، دا تاترې دي
پرخــې يــې سپر دي تيږې يې تورې پـــښــتـــنــې پــيغلې په غيرت پورې
دا يې جنت دی، دوی په کې حورې د نـــنـــګ پـــه چـاره پوره مشهورې
مرګ د غـــلـــيم ته، بـيخي تـروری تورې ته لاس کړي، چې شي مجبورې
مـــيــدان تــه ووځي زلـفـان ګوري بــس لــيونۍ شي په جنګ کې چورې
ژوبلې مرګونه، ورته غزې دي دا تاترې دي، دا تاترې دي
دلــته پښتو شته، دلته پـښتون شــته ليلا چې شته ده نو خــود مجنون شته
دلته غورزنګ شته دلته پاڅون شته دلــتــه جــرګــه شـته، دلـته تړون شته
دلــته دونــر شــته، دلته قانون شته ليک په سرو وينو رنـګ، د مضمون شته
دلته دوستي شته، هم پيوستونه شته غــــيــــرت د نـــن هـــم د پرون شته
تپې تپې شته، درې درې ي دا تاترې دي، دا تاترې دي
ساقي!د زړه شراب په نوې پيمانه کې راکړه مطربه کيف د درياب په ترانه کې راکړه
په سر مې واړولې ډېرې د ستم زمانې صله د رحم لږ په دغه زمانه کې راکړه
د تورو شپو په ګنيدي شانته زړه کې ماته زېری د نوي سباوون په شکرانه کې راکړه
ډېر د طلسم ښامارانو وېرولی يم زه د خودۍ ګنج راته په خپله ويرانه کې راکړه
چې مې په سرکې د ملي وحدت خمار راويښ کړې ځای د استوګنې راته هسې ميخانه کې راکړه
راته بلا د چا د تورو زلفو دام چې نه شي لوی قناعت راته د خال وړه دانه کې راکړه
د جام جم خبرې لاړې زياتې هېرې شولې هغه قدرت راته د فکر زنګانه کې راکړه
چې مې د ساز په اواز نور زړونه ناسازه نه شي سوز د قفس راته په خپله اشيانه کې راکړه
چې زړه پرې وسوزم بې واره ورنه وګرځمه د ژوندون شمع په آغوش د پروانه کې راکړه
چې د نړۍ د آسمان غر شم او دنيا رڼا کړم د تېر عظمت قدرت په نوي سامانه کې راکړه
زه رنځور له ډېره غمه د خوږ څړيکه نه شوه کمه په کوڅه د لېونو کې د دوا خبرې کيږي
د اوسېلو په ستغ چې ستړی شولې کم شوې اخر د زړګي زوره زما
حافظه په دې کې ګيله منده نه يم کونډۍ د بخت چې شوه نسکوره زما
مايې لا په زلفو لاس ايښی نه و چرګو نارې وکړې شپه سبا شوله
تکل مې ستا درشل ته د راتلو کړی درځم اثر په زړه د مينې ولولو کړی درځم
زه رنځور له ډېره غمه د خوږ څړيکه نه شوه کمه په کوڅه د لېونو کې د دوا خبرې کيږي
زه د شراب، زه د کباب د خوړو وږی نه يم ماته د مينې محبت خواږه جامونه را کړه
ما دوزخي ته چې د هجر په صراط تېرېږم درنه قربان شم لږ د وصل صفتونه راکړه
ستا د ښايست ګلونه ډېر دي ځولۍ مې تنګه زه به کوم يو ټولومه
فطرت کړ ګل ته غږ چې له اغزو سره راځه بلبل ته اشارت چې له نغمو سره راځه
د شمشاد له هسکې څوکې د خــيـبــر د زړه لــه نوکې
هـــرې خواته وهم کوکې څوک يې اوري او که نه؟