قلندر مومند

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

قلندر مومند (زېږېدنه:۱ د سېپتمبر ، ۱۹۳۰ ز. - مړينه: ۴ د فبروري، ۲۰۰۳ ز.) (په انګرېزي: Qalandar Momand) د پښتونخوا يو شاعر ، کره کتونکی ، ليکوال ، اديب او خبريال ؤ. نوموړي په سيندکښنې کې هم نوم درلود او د درياب په نامه د يوه پښتو سيند ليکلو امتياز هم ور په برخه دی. نوموړی په سياسي چارو کې هم ښکېل ؤ او د پاکستان د کمونېست ګوند غړی هم ؤ. دا چې نوموړی څه نا څه يو هر اړخيزه شخصيت ؤ خو
د نوموړي د ژوند په وروستيو وختونو کې کله چې قلندر مومند د پټې خزانې د جعلي ثبوتولو په موخه يو کتاب، پټه خزانه في الميزان وليکه نو په دې توګه يې د پښتو په ادب کې يوه ناندريزه بحث ته لمن ووهله.

د قلندر مومند اصلي نوم صاحبزاده حبيب الرحمن قلندر مومند ؤ او د پېښور د صاحبزاده مومند په کلي کې نړۍ ته راغلی ؤ.
زده کړې
دندې
قلندر مومند د پېښور ګڼو رسنيو سره دندې ترسره کړي. نوموړی په ۱۹۶۲ ز. کال کې د اردو ورځپاڼې انجام د خبري څانګې ايډيټر پاتې شوی. همدا راز يې د بانګ حرم، خېبر مېل او د پښتو اوونيزې رهبر سره خبريالي کارونه سر ته رسولي. قلندر مومند د اردو ورځپاڼو آج او د مشرق ورځپاڼې لپاره مسلسل کالمونه ليکلي او د پېښور د پرېس کلب بنسټ ايښودونکی هم پاتې شوی.
ادبي ژوند
چاپ شوي آثار
1.    سباوون - د شعرونو ټولګه
2.    ګجرۍ - د لنډو کيسو جونګ
3.    پټه خزانه في الميزان - يو انتقادي اثر
4.    درياب - پښتو سيند