تیرپسی ۱۵ برخه
الله نظر واي په کوم ار-پی-جې راکټ چې قومندان ژوبل شو اصلا دغه راکټ په میل کې دننه د صفايي او پاکیدو په وخت کی پکی مالوچ او دصفايی ټوټه په دی خاطر پکې ایښې وه چي نس يي له ګردونو ساتلی وی خو ساتونکې ورته متوجه شوی نه ؤ،کله چی د راکټ شاتنی ساحه بنده وی نو د ډز په وخت کې يي لمبه ایساره شی له دی سره د راکټ د چاؤدیدو امکان هم وی
بسم الله الرحمن الرحیم
داحمدزیو د جهادی شورای محترمو قومندانانو او مجاهدینو
اسلاموعلیکمورحمة الله وبرکاته
اومید چې لومړی زما دا لیک د شورای مربوط د ټولو قومندانانو په ګډه غونډه کې ولولې او له هغې وروسته د احمدزیو د قوم محترمو مشرانو ته
زما له طرفه د احترماتو له وړاندی کولو بعد هغوی ته د موجوده ستونزی په اړوند د حزب اسلامی دریځ واضع کړی او د مزید نوری وینې تویدنې او ورانې مخنوی وکولاي شو.
محترمو: مولوی صاحب جلال الدین حقانې زما خواته راغلی دی او سباه سهار به سروبی ته درشي ،نوموړی له موژ وغوښتل چې دغې مسلي ته د سوله ایز حل لار ومومو په
دی اړوند د حزب مرستې ته اړ دی او د ننګرهار د شورای چاروکو هم ورته واک سپارلی دی او هغوی هم ورته ویلې چې په خپلو کړو نادم او پشیمان دی او هر ډول پریکړه چې د مولوی صاحب له خوا
کیږی هغوی یي منلو ته تیار دی،زما اومید دادی چې د حزب قومندانان دی په دی اړوند خپله اعظمي مرسته او همکاری له محترم ورور حقانی صاحب نه سپموی تر څو ستاسو دقوم،ننګرهار شورای او حزب ته ورپیښ شوی بحران ته یو معقول او د منلو وړ د حل لاره پیداشې،دا د خیر کار دی او الله تعالی دی موژ ټولو ته مثمر او د مزید برکت سبب وګرځوی او مونږ ته بیرته اطمینان راکړی.
واسلامو علیکم
موفق اوسې
حکمتیار
قومندانانو مشوره وکړه او بیا ټول پاس د زیګې په سیمه کي د مولوی خالص د یو قومندان حاجی خیالی قرارګاه ته وختل او هلته يي قومی مشران هم ور وبلل او په سلاح مشورو سره بوخت شول یوه یادونه:حاجی خیالی په جنګ کی هم نه ، شریک او زرداد هم د ګاونډی توب په خاطر تری دفاع کوله له همدی وجیي خالی سلاح نکړاي شو او قومندانانو به په دی قرارګاه کي ارام کاؤ او د وسلوالو تعداد هم ډیر زیات نه ؤ،حاجی خیالی د پاکستان په کوهاټ ګهمکول شریف کیمپ کې اوسیده په قوم میاخیل دی،دوه ودونه لری او مشر زوی یي حکمران نو میږی او یوه میرمن يي هم وفات شوی او خپله د یاقوتو او زمرودو کار او بار کوی او فعلا د پیښور په شاهکڅ سیمه کې ژوند کوی ،د مولوی بسم الله په شمول د څفر زیات میاګان دالته ژوند کوی او فعلا په تورغر کې فعالی جبهي لری او ددولت ضد فعالیت باندی بوخت دی او دهغې سیمې وسلوالو اکمالات او اکثره جنګیالی او مشران یي له همدی شاهکڅ سیمي څخه دی،مولوی بسم الله د حزب اسلامی مربوط ده فعلا سپین ږیری دی خو ورور او نوره کورنی دهمدی جنګیالیو برخه دی او له طالبانو سره ګډ کار کوی،له وریښمین تنګې چي څومره مسافر تور غر ته د برمته په خاطر خیژول کیږی دا ناوړه کارونه ټول د همدی ډلی له خوا تر سره کیږی، په ژمی کی میا محمد اغا او د والیانو او ولسوالانو په سطه طالب چارواکې او حزبیان دلته ژوند کوی.
له مشوری وروسته ټول په دی راضي شول چي له حقانی سره همکاری وکړی ځکه بل انتخاب يي هم نه درلود او له حاجی منجی سره چي د حزب قومندانان نه واي نو اوس به یي پنجاب کی چولی او نخود خرڅول او دی خلکو چي د جلال اباد د راتلونکی والی په حیث ټاکلی ؤ دلیل يي هم دا ؤ چي دا کار قصدی کیده ځکه وروڼه وژل شوی وول او په دی کار سره د احمدزیو حزبی قومندانانو خپلو قاتلانو ته زور ورښودلوو.
حقانی د جلا ل اباد او سروبی ترمنځ ډیری منډی وکړی او حاجی نعیم کوچی او څه نور مشران به هم ورسره وو،په سروبی کې به ډله عکاسان موجود وو او راپورونه به یي برابرول او ددی غونډو د هری ورځی سانحه به د حزب اسلامی د پیام ازادی له تلویزون ښودل کیدی او ددی یو معنی دا وه چي حزب اسلامی ددی روغی ملاتړ په ټینګه کولو،له یوی او یوی نیمی میاشتی وروسته روغه جوړه وشوه او فیصله يي وکړه چي حاجی منجی به د خپل ورور حاجی شمالی ځایناستی وی او ټول نیول شوی مراکز او وسایل ،وسله،مهمات،موټران او هر څه به ورته سپارل کیږی او په مقابل کي به په سروبی ،لته بند ،تنګې او تهزین کي،حصارک کي هغه ځایونه بیرته تخلیه او سپارل کیږی چې د ننګرهار شورای له ملا تړو نیول شوی دی او حاجی منجی به جلا اباد ته داخلیږی تر څو فیصله باوری شي،همداسی وشول او د شمالی ورور د یو ستر کاروان په بدرګه فاتحانه د قوم په مرسته جلال اباد ته ننوت چی د حقانی په شمول نعیم کوچی،وکیل بسم الله(دوه کاله د مخه طالبانو شهید کړ) فضل حق مجاهد،استاد عبد الله جان ،ناصر منصور او د ننګرهار نور مخور مشران ورسره ملګری وو او د ننګرهار چارواکو ورته ټینګ امنیتی تدابیر نیولی وو،ځینی کسانو دا پریکړه نیمګړی ګڼله او ویل یي چې قاتلانو ته ولی سزا ونه ټاکل شوه او دا اوازه هم خوره وه چې حقانی او نعیم کوچی ته موټر او کورونه هم په رشوت کی د جلال اباد شورای ورکړی وو(والله اعلم)خو دا له هیچا پټه نده چې مولوی خالص له خو بل کړی اور يی بیرته د حقانی په مرسته داسی وواژه چې د خپل ګوند او په ننګرهار کي اوسیدنه یي بیرته احیاٌ او تظمین کړه ،څه پروا کوی چی ددومره بیګناه خلکو وینی تویي کړاي شوی،یتمان ،کونډی او د ښمنی یي تر شاه پریښودی ځکه ددی تنظیم جنابان ځانونو ته بیګناه،بیطرفه،په جکړو کې نه ښکیل او دغمیزی مسؤلیت نه سترګي پټول ددوی عادتونه دی.
نور بیا
ملا وحید