دوه زره څوارلسم د افغانستان ازل لیک کال – سوله او که کورنی جګړی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
لیکوال : احمدالله رحمانی
20.08.2012
زموږ د ګران هیواد وطنوال د زیاتی مودی راپدی خوا په فکرونو او تشويشونو کښی ډوب دی او اند يښنی کوی چی تر کال ۲۰۱۴ وروسته به په افغانستان کی څه پیښه شی . دی پوښتنی ته ضرورت نه شته چی موږ یی رامنځ ته کړو، ایا د افغانستان وګړی جنګ غواړی اوکه سوله؟ زه فکر کوم په افغانستان کی به غیر له جنګسالارانو چی په جنګ کښی خپله بقا وینی ،
د طالبانو په شمول نور داسی څوک پیدا شی چی د سولی تږی دی نه وی . په افغانستان کی د ۳۰ کالو راپدی خوا جنګ روان دی او پای یی معلوم نه دی . افغانان که په افغانستان کی دی او که د نړی په هر ګوټ کی ، د وطن حالاتو ته هر مهال په ځیر ګوری اوڅه ناڅه یو تقریبی تحلیل کولای شی چی تر کال ۲۰۱۴ وروسته کی به په افغانستان کی څنګه حالت مسلط شی . زه پدی لیکنه غواړم چی  ددولت د مخالفینو ژمنی ، د امریکا لاپی ، د ناټو بیره او د افغانستان د حکومت ناتوانی د ګرانو وطنوالو و سترګو ته نیغ ودروم تر څو هغوی پخپله و توانیږی دافغانستان ازل لیک په ۲۰۱۴ ځان ته مجسم او تحلیل کړی .

له کومی ورځی نه چی امریکایان او دهغوی انډ یوالان یانی ناټو افغانستان ته ورغلی دی څه د پاسه ۲۰۰۰ امریکایی سرتیروژوند له لاسه ورکړی دی  او ۱۶۰۰۰ ټپیان شوی دی ، تقریباً ۱۲۰۰۰ ملکی کسان (پوره احصائیه مالومه نده) مړه دی او تر ۵۰۰۰۰ زیات کسان زخمی پراته دی . داچی طالبانو څومره کسان له لاسه ورکړی دی او یا دډ یورنډ د کرښی هغه بلی خواته د افغانستان د جنګ له امله څومره کسان مړه یا زخمی دی ، پر هغوی به خبری نه کوو .  پدی جنګ کښی تر اوسه څه د پاسه ۴۰۰ میلیارده ډالره مصرف شوی دی او د ملک حالت تر کال ۲۰۰۱ چی د جنګ د پیل کال وو ، نن ورځ بد تر او تر اطمینان وتلی حالت پکښی جاری دی . دوه کاله وروسته یانی په کال ۲۰۱۴ کی امریکایی سرتیری او د ناټو ټوله ځواکونه له افغانستان نه وزی او افغانستان پر دا اوسنی بی ثباته حالت و خپل سرنوشت ته پریږدی . داچی څومره غربی یا امریکایی متخصصین او نظامی سلاکاران به په افغانستان کی پاته شی ، اوس دستی چاته د هغو اندازه مالومه نده او پر دی موضوع اوس مهال سمدلاسه مشوری روانی دی .

په افغانستان کی تر کال ۲۰۱۴ وروسته سوله یا جنګ په افغانانو پوری نه بلکه د افغانستان په ګاونډیانو پوری اړه لری . که په مثبته سترګه ورته وګورو اوګاونډیان د ښه نیت خاوندان و بولو ، نو هغوی به د خپلی ارامی او سوکالی په خاطر وهڅیږی چی په افغانستان کی سوله ټینګه شی . او که په منفی نظر ورته وګورو او د افغانستان ګاونډیان بد نظره وګڼو چی اغلباً به داسی هم وی ، نو بیا د افغانستان حالات تر کال ۲۰۱۴ وروسته کړ کیچن وینو چی نه یوازی به په افغانستان کی کورنی جګړی پیل شی ، بلکه د پاکستان او هندوستان جنګ په هم حتمی شی ، دا ځکه چی هندوستان به دافغانستان پلو ونیسی او په پایله کښی به یی دډیورنډ دکرښی د له منځه وړلو امکانات برابر شی . یو افغان جاسوس چی د امریکا په ګټه د افغانستان د حالاتو څبړنه کوی او نوم یی پټ ساتل شوی دی و امریکایی رسنیو ته ویلی دی چی په افغانستان کی به د ایساف تر وتلو وروسته د کال ۱۹۹۰ په شکل کورنی جګړی پیل شی ، افغانستان به ددو برخو وویشل شی چی دجنوب پلو به یی افغانستان او د شمال پلو به یی دوستمستان و نومول شی . دا هغه خوبونه دی چی رشید دوستم یی د خپلوانډیوالانو سره لکه احمد ضیأ مسعود ، محمد محقق ، عطا محمد نور ، محمد قسیم فهیم او داسی نورو منافقینو سره وینی او همیشنی ارزو یی ده . دا افغان جاسوس چی نوم یی پټ ساتل شوی دی ، هم ددوی له ډلی بلل کیږی .

راین مینون یو امریکایی پروفیسور چی د نړیوالو حالاتو څيړونکی هم دی ، یوی امریکا یی مجلی « امریکن انترست» ته ویلی دی چی د افغانستان څخه د ایساف تر وتلو وروسته به طالبان د یو ډیر ضعیف ، ناتوانه او په اداری فساد ککړ افغانی حکومت  په مقابل کی و دریږی . راین مینون زیاتوی چی ددی حالت مانا دا نه ده چی طالبانو ته به په اسانه حکومت ور تسلیم شی . ددوی په مقابل کی به له یوه پلوه د افغانستتان هغه امنیتی ځواکونه چی دافغانستان اساسی قانون ته وفادار وی ، ودریږی  او له بله پلوه به هغه ملیشه جنګیالان چی و خپلو بادارانو او جنګسالارانو ته وفادار دی ، دطالبانو په مقابل کی دريځ ښکاره کړی . نتیجه به یی سخت کورنی جګړی وی .

د راین مینون خبره تر هغه ځایه واقعیت کیدای شی چه د افغانستان امنیتی ځواکونه د اړتیا په وخت کی د نظامی ځواکونو سره مرسته ونه کړی او یواځی هغوی د مخالیفینو سره د جګړی مسئول و بولی . له بلیخوا که دافغانستان امنیتی او نظامی ځواکونو ته پوره اقتصادی مرسته ونه رسیږی و امکان لری چی پولیس او عسکر له دندی نه ځان پر شا کړی او د مخالفینو سره پیوست شی . د افغانستان امنیتی او نظامی ځواکونو د ساتنی لپاره د افغانستان دولت د کاله څه د پاسه ۸ میلیارده ډالرو ته اړتیا لری . که دا مرسته له بهر نه افغانستان ته ونه رسیږی ، افغانستان به په ډیر لږ وخت کښی په ډیر بد حالت و لړل شی . کال ۲۰۱۴ په افغانستان کی د ټولټاکنو هم دی . ددی ټولټاکنو سره نوری کړنی هم تړلی دی . که دافغانستان واکداران ، جنګسالاران ، قومی مشران او داسی نور مخور کسان و غواړی چی په افغانستان کی تر کال ۲۰۱۴ وروسته سوله رامنځ ته شی ، باید د انتخاباتو قانونته تغیر ورکړه شی تر څو ټولټاکنی ددی قانون له مخی په ارامه فضا کی تر سره شی ، د پارلمان واک پیاوړی او د هغه رول په سیاست او کورنی مسائلو کی مهم وګڼل شی ، د طالبانو سره خبری جدی او رښتنی خبری وشی او پاکستان ته ته دا احساس ورکړه شی چی په افغانستان کی د افغانانو فیصلی ارزښت لری نه د پاکستانیانو .

مالوم حقیقت خو دادی چی په افغانستان کښی تر کال ۲۰۱۴ وروسته د سولی راتګ بیله طالبانو د امکان نه لیری خبره ده . هر څوک چی ددی حقیقت نه سترګی پټوی ، هغه یا په افغانستان کی سوله نه غواړی او یا دافغان هیواد لوی دښمن دی . طالب هر څه چی دی بیاهم یو ځواک دی چی رامنځ ته شوی دی او باید په حکومتولی کښی شریک شی . څنګه چی په دی حقیقت اوس امریکایان هم پوهیدلی دی ، نو ځکه هغوی کوښښونه کوی ، د طالبانو سره د مذاکری او خبرو لاری ولټوی . طالبان هم پدی حقیت پوهیدلی دی چی تر کال ۲۰۱۴ وروسته په اوسنی افغانستان کی پخوانی حکومتولی امکان نلری . نو ځکه طالبانو د کوچنی اختر په پلمه یوه اعلامیه خپره کړه چی په هغه کښی یی خپل دریځ په پوره ډول ښکاره کړ. پدی اعلامیه کښی طالبانو ویلی دی چی هغوی نه د واکداری تږی دی او نه به بیاداسی حکوکتولی وکړی لکه پخوا. هغوی په خپله اعلامیه کښی تیاری ښکاره کوی او وایی چی دوی په افغانستان کی د هر سیاسی اړخ سره خبرو ته اماده دی . په دی لحاظ امریکا ، ناټو د افغانستان حکومت او نورو سياسی اړخونو ته لازمه ده چی د افغانستان د راتلونکی په نظر کی نیولو سره د پښتنو په حساب خپل وجدانی شيطان مړ کړی او د طالبانو سره بیله کومه قید او شرط د مذاکری میز ته حاضر شی .تر څو زموږ په ګران هیواد کښی خون اوخرابی ته د پای ټکی کیښودل شی او د افغانستان مظلوم ولس په ارامه فضأ کښی ژوند وکړی .

المان