یو ستر فرهنګی شخصیت ته لیک

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سعیدي لندن /
یو ستر فرهنګی شخصیت ته لیک او تاسې ته دهغه دمطالبو اعلام دحلقې دوسعت په خاطر. لطفا مرسته اوکړئ :
دقدروړ او دوطن ستر حقوق پوه او خیرخواه شخصیت ی شخصیت جناب محترم ........ زما سلامونه اواحترامات او نیکې هیلې ومنئ. الله مو دټول فامیل او دوستانو سره د الله
په امان او حفظ کې لره دوطن وضعه او حالات او ستاسې  هلې ځلې او خدمات او فرهنګی، حقوقی ، سیاسې او تنویری تلویزیونی او میدیایی هڅې په خاص پام او دقت اورم وینم او تعقیبوم.
زمونږ دخوشحالی او امید واری مرجع یاست.
راشو یوبل مطلب ته هغه داچې دتاسې پوره پوره خبر یاست  چې زمونږ د وطن دخلکو اوسیمې تراژیدی او نړیوالې سولې ته یو عمده خطر پاکستاني جنرالان او اصلی پالیسی سازان وه اودي. پاکستان به هیڅ کله  قوي په ځان متکي او مقتدر افغانستان ونه مني. داهم درسته نه ده چې پاکستان دې دجهاد په وخت کې دافغانانو سره خپله  ګوله او ډوډۍ نیمه کړي وي. برعکس دوی پر مونږ تجارت وکړ او دا پروسه ادامه لري. په پاکستان او ایران کې موجوده سیاسي او موجود او مجبور ځواکونه دپاکستان له خوا ددوی له اجازې پرته اویا اجازی سره په پوره وقاحت سؤاستفاده کیږي او افغانستان ته ترور او دهشت لیږي او نړیوالې ټولنې ته فریب ورکوي. ما دا مسأله دانګلستان د خارجه چارو وزارت - افغانستان دسک-  ته د انګلستان پارلمان خارجي کمیتې او یو څه نورو وکلانو ته په مستقیمه ناسته کې په تیرو دوه درې میاشتو کې مفصله مطرح کړې او دا پروسه لا ادامه لري.
دوطن حالات او دافغانستان امکانات او دحق لاره تاسې ته او شمال او جنوب او ح  کرزی د حاکمیت او دامریکې حالات د هند او داسې متعلق هیواد او مراجعو  وضعه تاسی ته معلومه ده خو زمونږ اوسنی تمرکز د ډیورند لاین دخط منسوخ والی لپاره دخیر ملی آواز پورته کول او په پوره قوت آواز پورته کول پکار دي.
دلته او هلته کاذب شخصیتونه به سیاسی تجارت بوخت دي خو  راته غیر صادق ښکاري او فتنه منځ کې روانه ده نو ددې مسألې د عملی توضیحي کار او سیسایی فشار لپاره زمونږ حرکت روان شوې (دډیورند لاین دلانجې دحل عالی شورا - شورایعالی حل معضله دیورند لاین)او خپل رسالت انشاء الله اداء کوو . دې حرکت کې سیاسي تجارت نه شته  او ټول مشران دي. دا حرکت دمعاملی طرف دی کوم مطلب او موضوع نه ایجادوی او دهغه ټیکه دار هم نه دی صرف او صرف د حق دیولو او  افغانانو دتاریخي، ټول او بشپړ  او کامل افغانستان د احیا لپاره کار کوي او داخپله وجیبه بولي. اوسنی تمرکز او اصلی خبره د ډیورندلاین عملی فسخ کول دي. بیا چې دخط دې خوا او هغه خوا خپله آینده څنګه ټاکي دا ددوې حق دی. ددې حلقی وسیع او وسیع کول حتمی خبر ده داسې ملي داعیه دیو قوم ا ، یوګوند اویو سازمان کار نه بلکې د ټولول افغانانو داعیه او دخیر خیر داعیه ده. مطالب ضم درواستول شول لطفا هغه په دقت مطالعه او دهمغږې لاس د ورکولو  لپاره سره تماس وسیع او کار باید وکړو.  مهم مطالب ضم دی.  مننه سعیدي لندن /
۲۰/۸/۲۰۱۲
----------------------------
..........
په لاندې پتو موږ سره اړیکې نیولای شۍ :
ــ د امیل په مټ : :دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
ــ د فیس بوک په مټ ::Unity Afghanistan
ــ د تلویزوني ژوندي پروګرم په مټ ( ورځ ، فریکوینسي او د مستقیمو خپرونو مهال روسته اعلانیږيUnity Afghanistan  یو موټي افغانستان
ــ  تیلفون 00447858333396, 00442088904422
ــ د پیلغونډې وخت د سکایپ په مټPh. Sadaat  د. سادات
ــ د یکشنبې ورځ ، د لندن په وخت 16: 00 بجې
ــ د لاس انجلس په وخت 8 : 00 am بجې
ــ د جرمني په وخت  17 : 00 بجې
ــ د افغانستان په وخت 20 : 30  بجې
ــ  پایغونډه د لندن په وخت 17 : 30  بجې، په پام کې نیول شویده .
مهرباني وکړۍ د سکایپ په دې توضیحي او تنویري پیلغونډو کې د ګډون لپاره خپل نوم ، تخلص ، ایمیل ، د اوسني استوګن هیواد نوم او د تلیفون شمېره او د خپل سکایپ نوم او سرلیک موږ ته مخکې له مخکې د ایمیل په مټ راواستوۍ .
بریښناپاڼه : :www.durandjerga.com
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ. , دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
, دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ. : ایمیل