عبدالباري جهاني

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالباري جهانى (په انګرېزي: Abdul Bari Jahani) يو افغان ليکوال، شاعر، اديب او اماتور ژورناليسټ او د ۲۰۰۴م زږدي کال د اساسي قانون په رامنځته کولو کې د ځينو مادو په سمبالښت کې د هييت مرستيال پاتې شوی دی .

نوموړی د کندهار په ښارکې زيږيدلى. په خټه هوتک دی .

لومړنۍ زده کړې يي د ميرويس نيکه په ليسه کې کړي اوبيا په ١٩٧٢ کال کې د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځى پاى ته رسولى.

دندې

جهاني له لوړو زده كړو څخه وروسته په پښتو ټولنه کې په کاربوخت شو. د کابل مجلې مسؤل مدير هم پاتې شوی دى ، او دوه کاله د پوهنې په وزارت کې هم کار وكړ.

دوه ځله يي بېروت ته هم سفرکړى دى . کله چې په هيواد کې حالات په بدليدو شول نو دى په ١٩٨١ کال کې پاکستان ته کډې کولوته اړشو.

هلته يي دوه کاله تير کړل او بيا يي د امريکې غږ راډيو ته ازموينه په بري پاى ته ورسوله. د امريکې متحدوايالتونو ته د کارکولو لپاره کډه شو. تراوسه هملته اوسى او کار کوى. ددې تر څنګ ېې د ۲۰۰۴م زږدي کال د اساسي قانون په جوړښت کې د مرستيال په توګه هم دنده لرله او د افغانستان د نوي ملي تګلارې (ملي سرود) د شعر جوړول هم د ښاغلي جهاني په لاس ترسره شوي .

ليكلي اثار

ښاغلې جهاني افغانستان ته اوس هم درومي او ديدن يي کوى. لس کتابونه يي چاپ شوى دى اوځينې کتابونه يي له دري او انگليسي ژبو نه پښتو ته ژباړلي دي، چې له دې ډلې څخه يې د کوماندان په نوم ناول د يادولو وړ دى.

  1. د مشکو کاروان
  2. پايکوب - د شعرونو ټولګه
  3. د پښتو په سُر او تال کې د غربي سندرو شرنګ
  4. قوماندان - پښتو ناول
  5. هرات پښتانه او ستره لوبه - څېړنيز تاريخي اثر
  6. شپېلۍ - د شعرونو ټولګه
  7. د خيام رباعيات - د عمر خيام د څلوريزو پښتو ژباړه