گلالى(گلدماخــــتريــولــويــه خــوشـــحالي ده
پـــرافــــغانـــانــودي هـــميش وي اخــــترونــــه.
كله چي دروژي مباركه مياشت وپاي ته رسيږي اودنيكمرغه كوچني اخترورځي رانيږدي كيږي،په همدغه ورځواوشپوكي خلگ داختردودنه پرځاي كوي دكورنيومشران وخپلوكوچنيانوته دجامواوكورته درنگارنگ ميوراوړلوپه فكركوي.
همدارنگه دكوچنيانوسره بيادافكروي چي پلارجان به مي څنگ جامې راته راوړي،
دميلوكولولپاره به څومره پيسي راته راكړي،په ميله كي به څه شي رانيسم،څه به ځان ته واخلم اوداسي نور...كله چي داختر نيكه اوبختوره شپه راورسيږي لويان اوكوچنيان ټول داخترلپاره په خپلوكارونومصروف سي،انجوني نكريزوته ډير،ډيرهوسونه كوي،دسملان تياروي اودځينوكورنيويوشمرميرمني بياداخترلپاره په خپلولاسونولاسي ماچي داومو وړوڅخه جوړي كړي چي داختر په لومړي سهاريې دورجوسره يوځاي پخوي.
دكورنۍ ميرمني داپه لومړۍ ورځ ډيري ستړي اولالهانده وي اوبه گرموي دنكريزوڅخه دكوچنيانولاسواوپښي پريمنځي او مسجدته دوړلولپاره كاسې يعني دورجوډك غوريگان تياروي،اواماده كوي همدارنگه ښځوټول كورصفاكړي وي او دكورني هرغړي ته يې داخترلپاره ځانگړي نوي جامې ايښي وي اودميلمنولپاره يې يوه كوټه ځانگړي فرش كړي وي دكورنيوغړي لومومړى داخترجامې اغوندي اوبيادكورني وگړي يوبل ته په خپلومنځوكي داخترمباركي وايې.
اوبل عمومآدكورني مشره ښځه داختردهغوميوترڅنگ ناسته وي چي دكوچنيانولپاره ځانگړي سوي اوكوچنيانوته ميوه په اندازه وركوي.
كوچنيان ترهرڅه مخكي داخترجامې اغوندي په خپل كوركي دمباركۍ وروسته نوبيا په كلي سرسي هركورته ورځي مباركي وايې دلويانولاسونه مچوي اودهغي مشري ښځي چي دميوي ترڅنگ ناسته وي لاسونه په مينه،مينه مچوي،مشره ښځه هم دخپل شفقت اومهربانۍ له مخي كوچنيانوته ميوه په جيبونوكي وراچوي ځينوخاصوكوچنيانوته بياپخي هگۍ هم وركوي.
دسهاردچاي اوناشتي خوړلوڅخه وروسته لويان داختردلمانځه يعني عيدگاه ته ځي مخكي داخترترلمانځه ملاصاحب پرهمدي خبري ټينگاركوي هرڅوك چي سره خپه وي بايددهمدي اخترپه ښواوبختورو ورځوكي سره پخلاسي.
وايې:په همدي ښه كاركي هم دنياوي اوهماخروي گټي سته.
دعيدگاه دلمانځه نه وروسته دوستان يودبل كورونوته ځي اوداختردمباركيواوخوشحاليومراسم سره ځاي پرځاي كوي.
ښكـــــلى اخـــترمومــبارك ســه
زمـــادوســـتانـــوتبـــريــكي درتـــه وايــمه.