عبدالرحيم بختانی خدمتګار

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالرحيم بختانى (زېږېدنه: ۱۳۳۷ ل. د تلې مياشت) يو افغان ليکوال او څېړونکی دی. همداراز هغه د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړيتوب هم لري.
نوموړی د سر څيړونکى عبدالله بختانی خدمتګار زوى دی او د ننګرهار ولايت د سره رود د بختان په کلى کې زيږيدلى دى.
زده کړې

لومړني زده کړه يې دسره رود دچهار باغ صفاء په منځني ښوونځي کې په ١٣٥٢ هـ ل کال کې بشپړې کړي دي . او په ١٣٥٨ هـ ل کې د ننګرهار د ليسې څخه د بکلوريا په درجه فارغ شوى دى. د کانکور د ازموينې تر تيرولونه وروسته د ١٣٥٨ هـ ل کال په پاى کې د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو له پوهنځي د تاريخ څانګې ته شامل شو . په ١٣٦٢ هـ ل کال کې د نوموړي پوهنځي څخه د تاريخ د څانګې نه د ليسانس په سويه فارغ شو. د ١٣٦٣ هـ ل کال نه تر ١٣٦٥ هـ ل کاله پورې د پخواني شوروي اتحاد د ګرجستان جمهوريت د تبليسى دولتى پوهنتون د تاريخ په پوهنځى کې د ما سترۍ په پروګرام بوخت وو . د ١٣٦٥ هـ ل کال په نيمايى کې د نوموړي پوهنتون د تاريخ د پوهنځي څخه خپله ماسټرى د افغانستان د معاصر تاريخ په بر خه کې تر لاسه کړه.
دندې
د ١٣٦٥ هـ ل کال نه تر ١٣٧١ هـ ل کاله پورې په دولتى ورځپاڼو کې په ژورناليستيکي دندو باندى بوخت وو. د ١٣٧١ هـ ل کال نه تر ١٣٨١ هـ ل کال پورې په شخصي دندو باندې بوخت وو . په ١٣٨١ هـ ل کال کې د افغانستان په علومو اکاډمى کې د علومو اکاډمۍ د کانکور له ازموينى وروسته د علومو اکاډمى د علمي غړي په توګه ومنل شو. د ١٣٨٢ هـ ل کال د چنګاښ په مياشت کې د نامزادۍ دورې تر تيرولو وروسته يې د محقق علمي درجه تر لاسه کړه، او تر اوسه پورې د افغانستان علومو اکاډمۍ کې د علمي غړي په توګه دنده سرته رسوي.
همدارنګه د نورو علمي او څيړنيزو دندو ترڅنګ د ١٣٨١هـ ل کال نه تر اوسه پورې د افغانستان د علومو اکاډمي او د ښوونې او روزنې د وزارت په موافقه د سيد جمال الدين د ښوونکي د روزنې په عالي موسسه کې د رسمي وخت نه وروسته د تاريخ د استاد په حيث دنده سرته رسوي.
څيړنوال عبدالرحيم بختانى د افغانستان د علومو اکاډمي د علمي او څيړنيزو چاروپر څنګ يو شمير علمي، تاريخي او سياسي مقالې ، ژباړي او کتابونه يې په پښتو، درى او روسي ژبو ليکلى دى. چې ځينې چاپ شوي دي او ځينې نا چاپ دي چې په لاندې ډول دي.
چاپ شوي آثار
1.    د ګل پاچا الفت نثرى کليات دوهم ټوک ( تدوين )١٣٨٠ هـ ل .
2.    د پښتنو سره د بابر اړيکې _ ( تاليف ) _ ١٣٨٥ هـ ل
3.    کتابخانه هاى افغانستان درمسير تاريخ ( ژباړه ) _ ١٣٨٣ هـ ل
4.    د سر محقق عبدالله بختانی خدمتګار لنډ ژوند ليک ( تاليف )
ناچاپه آثار
1.    د افغانستان د علومو اکاډمي د علمي غړ وپيژندنه ( تاليف )
2.    د افغانستان د سياسى ، فرهنګى او علمى شخصتونو د زمانې تاريخي حالات ( تاليف )
3.    د ګل پاچا الفت نثري کليات _ دريم ټوک _ ( تدوين )
4.    په افغانستان کې د مشروطيت غورځنګ (د ماسټري تيزس ) ( تاليف )
5.    د هند کې د ګورګاني واکمنۍ په دوره کې د پښتنو سياسي ، اقتصادي او فرهنګي وضع ( تاليف )