متن : د مرغاویو کارغه د سورلڼډیانو کیسه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ذبیح
سرلیک : د ماشومانو لپاره کیسه
متن : د مرغاویو کارغه د سورلڼډیانو کیسه
یوه ورځ د وړي په سره ګرمی کې
د وبو د یوی لویی ویالې خواته ته نیضدی
د یوی لویی غټی ببری زړی ونی لاندی
مرغاوۍ څوک ولاړی وی څوک پرتی وی
څوک یی ویښی وی څوک یی ویدی وی

چا خپل سر په خپلو وزرو کې ننویستلی وو
چا خپل منز کې کیسې نکلونه کول
خو زیاترو ډیرو یی خپل منز کې دا کیسې
نکلونه کول څی مونږه ښایسته ښکولی یو
چا به ویل څی زما رنګ ښکولی ښایسته دی
چا به ویل څی زما وزرونه ښکولي ښایسته دی
چا به ویل څی زما د سر کاکول بڼه کې ښایسته دي
چا به ویل څی زما غاړه ښکولی ښایسته دی
چا به ویل څی زما سترګی ښکولی ښایسته دي
چا به ویل څه زما مشوکه یا خوله ښایسته دی
چا به ویل څی زما پنجۍ پیښې ښکولی ښایسته دي
چا به ویل څی زما ښه لامبو زده دی
چا به ویل څی زما ډیر خوب خوښیږي
چا به ویل څی زما ډیر چورتونه خیالونه
فکرونه وهل یا کول خوښیږي
خو دوۍ ټولو هم دغه سی د بی غورۍ
بی ګټی بی ځایه کیسې نکلونه یی کول
یا یی هم دغه سی بی ګټی چورتونه وهل
خو د دوۍ دا مجلس بڼډار دیر زیات ګرم
تود وو او ډیر زیات خوند یی ورکاوه
یو خوانه هوا ډیره ښه توده وه بلۍ خوانه
نری نری یخ شمال وو بلۍ خوانه د لویی
غټی ببری زړی ونی یخ خوندور سوری وو
خو داسی ښه ځای ښه موسم هوا نور هم دوۍ
د بی غورۍ بی ګټی چورتو خیالو ته یی سره
تشویقول او نور هم په کې غرقیدل ډوبی دل
خو دلته یو کارغه هم وو د کارغه په سره
تیزه ګرمي کې خپله دانه راټولوله ګرځی ده
خو د کارغه له ځان سره دا چورت فکر کاوو
ډیر هیران وو څی نن دا مرغاوۍ ولی نه شته
ویلی به یی څی دا دوۍ څه شولی چیرته لاړی
څی یوه هم نه ښکاري نه معلومیږي څی دوۍ
څه شولی څی داسی یو دم یو ناسافه ورکې شولی
دوۍ خو هیڅ کله هم دومره زیاتی نه ورکې دلې
خو کارغه هم دا د مرغاویو چورته نه وهل
خو بعد له یو څه زڼډه بعد کارغه ګوري
څی د سورلڼډیانو یوه ډله راروانه ده راځي
سورلڼډیان ډیر ښه ورو ورو راسښیږي
کله ودریږي کله روان شي کله سر ټیټ کړي
کله سر راجیږ کړي او هیڅ شور ماشور هم
نه کوي ډیر ورو غلي اهیسته بیدون له شور
ماشور نه راروان دي ورو ورو راسښیږي
خو کارغه څی د سورلڼډیانو دا حالت رفتار ویلی ده
ځان سره یی ویلی څی دا سورلڼډیان څه چیشی کوي
او بل به یی دا فکر کاوو څی سورلڼډیان خو د شپی
له خوا ګرځي د شپی له خوا تږ راتږ کوي خو دا نن
به څه خبره وي څه چل دی څی دوۍ نن د ورځی
په رڼا کی راوتلي دي ګرځي او داسی کارونه کوي
خو ډیر زیات هیران هک پک شو په چورت کې لاړ
بل ئی ځان سره دا فکر کاوو ویلی به یی څی نن خو
مرغاوۍ هم نه شته نه معلومیږي څی دا سورلڼډیان
به څه کوي دوۍ ولی داسی کارونه کوي څی دا به
څه چل وي څه خبره به وي څی سورلڼډیان دا رقم
راځي راروان دي او دا نن خو مرغاوۍ هم داسی
یو دم یو ناسافه ورکې شوی نه معلومیږي ورکې دي
او دا سورلڼډیانو ته وګوری څی دوۍ څه چیشی کوي
خو کارغه هم دا چورتونه فکرونه ځان سره وهل
او د سورلڼډیانو تږ راتږ ته موتوجی وو ورته کتل یی
خو بعد له یو څه زڼډ نه بعد سورلڼډیان ورو ورو
د لویی ببری زړی ونې خواته رانیزدی سول
سورلڼډیانو ورو ورو په چالا کې سره غوښتل
څی د ونې شا او خوا را ماسیره کړي ورنه
را توا شي په د وخت کې یو دم د کارغه
د خبرۍ ته فکر سو لکه څی مرغاوۍ ټولې
د لویی ببری زړی ونې لاندې غلې ناستې دي
خو کارغه هم د ونې خواته هر کت وکړ اوس ګوري
څی ریښتا هم مرغاوۍ ټولې له ونې لاندی ناستی دي
خو په د وخت کې سورلڼډیان نور هم رانیزدی کیږي
خو بیلا خیره کارغه ډیر وښیارتوب چالاکي وکړه
په ډیره تیزه مڼډه ورغی د مرغاویو په سر باندی یی
یو ډیر په جیږ غږ یی قغ کړ یا یی په ور چیغه کړه
مرغاوۍ ټولۍ وډاری سوی وتری دلی سره مڼډی
یی کړی د وبو ویالی ته یی ځانونه ورختا کړل
دوۍ خو څوک ویدی وی چا چورتونه خیالونه وهل
خو د کارغه چیغی غږ ښی زیاتی وډاری کړی
د دوۍ دا خوږ مجلس بڼډار یی خراب ګډوډ کړ
اوس چی ګوري دا کارغه ده څی په دوۍ باندی یی
چیغه کغ وکړ «» نو ټولو مرغاویو کارغه ته
ډیری بدی بدی کنځلې وکړی کارغه یی بد وریټه
چاورته ویلی څی لیونیه بدرنګه کارغه
چاورته ویلی څی چیغنه ستا د چیغو کغیدو
له لاسه ټول خلک پعذاب دي درنه بد وړي
زه ورک شه بی کاره بی عقله چیغنه کارغه
نو کارغه ورته وویلی څی ماته کنځل مه کوۍ
تاسو مو شاته وګورۍ بیا ما ته کنځل وکړۍ
ټولو مرغاویو شاته وکتل اوس څی ګوري
سورلڼډیانو سرونه جیږ نولي غوږونه یی
سک سک شخ درولي له ډیری غوسینه
اوس ټولی مرغاوۍ حک پک هیرانی سوی
کارغه ورته وویل که زه یو دوه دقې نور نه وی
درغلی کغ چیغه می نوه درباندی کړی وی
سورلڼډیانو به ټولی تښتولی وۍ خوړلی به وۍ
ښه ورته وګوری څی سورلڼډیان ټول درنه
راچاپیر شوي ول را ماسیره کړي یی وۍ
ما هم ښه در سره وکړل کومک می درسره وکړ
له مرګه می خلاصې کړی له سورلڼډیانو نه
می هم بچ کړی او اوس کنځل هم راته کوۍ
بی ګناه می ریټی خپه کوۍ می بد راته وایۍ
***********************************
او بله دا خبره نصیحت وصیحت درته کوم
څی اوس هغه پوخوانۍ زمانه وخت نه دی
چی سورلڼډیانو به د شپی په پټه حملې کولې
ښه ورته وګوری د نن زمانې یا وخت سورلڼډیان
قومندانان بدماشان څی وګي تږي سی په ښکاره
په ازاده توګه په رڼا ورځ کې په خلکو حملی کوي
د اوسنې زمانی یا د اوس وخت سورلڼډیان ډیر
بی شرمه بی حیا دي په ښکاره په رڼا ورځ کې چور
چپاول کوي خلک په رنګا رنګ چلو خوري تیروي
اوس پوهه سوۍ زما په متلب ښایسته ښکولو مرغاویو
ټولو ورته په یوه غږ اواز وویل څی وو اوس بی خي
ستا په خبره ورسیدو ښه سم سحي په پوهه سو کارغه
بیا مو توبه ده هیڅ وخت به د ورځی بی ځایه غلت
بی پایدی مجلسونه بڼډار نه کوو بی غوري به نه کوو
نور به د خپل ځان ژوند هر رنګه هی فاظت ساتنه کوو
مدام به بیداره وسو چار چاپیره به ښه زیات ګورو
هم هغه وو څی کارغه ورته وویل څی زه ځم
په ما نا وخته سوه زه نور باید درنه لاړ شم
په مخه مو ښه شه د خدای په امان کې وسي
مرغاویو ټولو په یوه اواز غږ کارغه ته وویل مننه
ستا هم په مخه ښه شه د خدای په امان کې ووسیږي
خدای د خیردر کړي جنتونه د په نصیب سه کارغه
کارغه لاړه په هوا سو والوته خپل کور زالی ته لاړ
*******************
ذبیح