د افغان ننګ ویب پاڼی د مبارکی پیغام

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو له کبله تاسو ټولو درنو او پتمنو هیوادوالو وروڼو او خویندو ته که د هیواد د ننه او که بهر یاست مبارکي وایو.
د روژې د بختورې میاشتې ټول عبادتونه او تراویح مو د الله په دربار کې مستجاب شه او د هغه په برکت له لویه خدایه غواړو چی زموږ پر ولسونو ریښتیني او د خوشالیو ډک اخترونه راشی چې نه پکې ویر وي او نه پکې زړه بوږنوونکي ناخوالی.

د اختر د راتلو په درشل کې د کوچنیوالی د خواږه او مینه ناک ژوند د یاد په ټال وځنګیدم او د اختر د خوښیو په ډک چاپیریال کې د خپلو همزولو او خوږو دوستانو سره د مبارکیو او غیږه چاپیرولو په نه هیریدونکو خاطرو کې لاهو شوم چې خپلې مهربانې مورجانې په خوشبویه نکریزو لاسونه راسره کړی او په نویو اختریزه جامو کې مې زړه د خوښی ټوپونه وهل او په دی خوشاله وم چی دادی د اختر په بختور مهال کې به هګۍ جنګوم او خپلو خوږو همزولو سره به مستی او خوشالی کوم.
هو! د اختر شپې او ورځې همداسی له خوشالیو او مستیو ډکې شپې او ورځې وي. خو له بده مرغه کلونه کلونه وشول چی بیا زموږ په کلی چم او ګاونډ هغسی اخترونه ندي راغلي او د نکریزو پر ځای په وینو لاسونه سره دی د میني او محبت پر ځای کرکه او دوښمني خوره ده له بهره او د ننه زموږ تاریخی او ښکلی هیواد او دهغه درنه دودونه ورانیږي د خوشالی پر ځای د مرګ ویرونه او ناندرې دي. زموږ د تنکیو ماشومانو په پستو شونډو موسکا او خندا ورکه ده. د کلی جونه چمبې نه وهي او د خوښی سندری نه بولي هغوی د خپلو ځوانیمرګو وروڼو په شناختو د غم اوښکی تویوي او ساندې بولي.
د غرونو رغونو د پاسه سپیني کوتری او ګوربتې نه الوزي د شپونکیو د دروی پر ځای زموږ د اسمان څکو غرونو له سردرونه د دوښمن د توغندیو غږونه او بوین لوګی تر سترګو کیږی.
نو زموږ اختر به هله اختر وي چی بیا د خپل ګلالي ا و خپلواک وطن خاوند شو. شپونکي مو په درویو کې د هیواد په ګوټ ګوټ کې وطنی دا ترانې وغږوی.
دا زموږ زيبا وطن
دا مو د بابا وطن
دا مو د دادا وطن
په موږ باندې ډير ګران دی
دا افغانستان

بسم الله اکبري دافغان ننګ ویب پاڼه