محمد بلال معروف
سحر سپورتي، فرهنګي او ټولنيز مرکز چې له څوارلسو کلونو راهيسې په پکتیا ولاېت کې خپل مدني فعاليتونه کوي او د تل لپاره يې د هېوادوالو کلتور ته درناوی کړی دی او د خپل مظلوم او ځورېدلي ولس لپاره يې بې ساري هلې ځلې کړې دي، د ۱۳۹۱ ل ل کال د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو له کبله د هېواد جمهور رييس،
ېت مقام، د پکتيا ولاېت ټولو دولتي چارواکو، مدني ټولنو، ژورنالېستانو، د پکتيا غيور ولس، ورزشکارانو، ځوانانو، فرهنګپالانو، سپين ږيرو او د پکتيا هرې مور او خور ته د زړه له تله مبارکي وايي او د ستر بادار په در کې لاسونه لپه کوي تر څو دغه اختر د ټول هېواد د سولې او امن اختر شي .
سحر سپورتي، فرهنګي او ټولنيز مرکز چې له وسه يې بله ښېګڼه نه وه پوره تر څو يې خپلو هېوادوالو ته د اختريزې ډالۍ په توګه وړاندې کړي نو غوره يې وبلله تر څو ټولو هېوادوالو ته د اختر مبارکي وړاندې کړي، هيله ده چې ټول ولس زموږ مبارکي په ورين تندي ومني او په دعا يې آمين ووايي .
پدې هيله چې وطن مو د سوکالي او د پرمختګ شاهد واوسي .
په ډېره پښتنه مينه
د سحر سپورتي، فرهنګي او ټولنيز مرکز د ټولنيزو چارو مسؤل
معروف افغان
۰۷۷۹۷۱۷۰۷۲ ـ ۰۷۰۴۹۷۹۸۵۵
Email: