کابل د ۱۳۹۱ کال د زمری د مياشتې ۲۶ مه نېټه
د افغانستان د ملی ګوند رهبری د ګونډ غړو، د افغانستان ديندار ملت او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د کوچنی اختر مبارکی وړاندې کوی. خدای د وکړی چې د اختر ورځې د خپلو درنو کورنيوله غړو سره په سوله او خوشحالۍ کې تيرې کړئ.
په ګران هيواد افغانستان کې د نيکمرغه کوچنی اختر د خوښيو د راتلو سره سم د سختو او زړه لړزوونکو پيښو شاهدان يو چې ډيرو افغانانو ته د مرګ او ژوبلې لامل شوې. موږ د لوی خدای له درباره د شهيدانو کورنيو ته د زړونو تسلی او زخميانو ته د درملنې، روغتيا او اوږده خوشحاله ژوندانه غوښتنه کوو. د ګوند له غړو، ټولو وطنوالو، اسلامی امت او بشريت څخه غواړو چې په افغانستان کې د سولې، امنيت او سوله ايز ژوندانه د شرايطو د چمتو کولو په لار کې خپلې هڅې ګړندۍ کړی.
خدای د وکړی چې راتلونکی اخترونه د ورورولۍ، سولې او امنيت په فضاکې تجليل کړو.
عبدالحی مالک
د افغانستان ملی ګوند رئيس