لیکنه/آ- علي خان صافي.
الحمد لله والله أكبر كبيرا -
الله أكبر، الله أكبر، الله أكبر، الله أكبر،الله أكبر، الله أكبر، الله أكبر، الله أكبر، الله أكبر، الله أكبر، لا إله إلاالله، والله أكبر، الله أكبر، ولله الحمد،
الله أكبر كبيرًا، والحمد لله كثيرًا، وسبحان الله بكرة ، وأصيلاً،وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له ،وأشهد أن محمدا عبد الله ورسوله ، عليه أفضل الصلاة وأتم السلام ، بیا ورسته:
درنو مسلمانانو وروڼو-
دهغه لوی څښتن څخه مننه وشکریه کوو، چې اسلام یې زموږ دین ګرځولی دی، او په خپل پاک کتاب قرآنکریم سره یې لاښونه وهدایت راته کړی دی،او ټول یې په سباوبیګا نوم یادونه وتسبیح کوي، او دروا وناروا لاري یې راته بیلي کړي دي ،هغه لوی څښتن څخه مننه کوو چې دلما نځه کول و زکا ت ورکول او روږې نیول یې راته ښودلي دي ،او دې نیکاریو وبدکاریو پایلې یې راته بیان کړي دي،او دخیروشردکولواو ناکولوواکداري یې راته راکړې ده، چې دحساب وکتاب په ورځ به په خیر ښه جزاراکوي او په شربه بده سزاراکوي. دهغه لوی څښتن څخه مننه کوو چې دروږې مبارکه میاشت یې په خیر ،خوشحالی ، روغتیا وجوړتیا راباندې تیره کړه ، او دخپل فضل نعمتونه یې موږ ته پکښې راکړل ،دهغه لوی څښتن څخه مننه کوو چې دځمکې او اسمانونو تر منځ ټول شیان یې زموږ دهوساینی لپاره پیداکړي، تر څو چې په نیکو لارو چاروکې ورڅخه کار واخلو ، او دبدکاریو دمخ نیوي پلاره کې یې پټم وګرځوو، دهغه لوی څښتن څخه مننه کوو چې هم لمړی دی اوهم ورستی دی ، چې هم پیل او هم پای دی ،دهر څه واک یې په لاس کې دی، تل تر تله ږوندی دی مرګ نلري ، تل ترتله برقراردی ، تغیر وتبدیل نلري ، تل تر تله ویښ وبیداردی ،خوب وبې خوبي نلري ، دخپلو ټولو مخلوقاتوپه کړو وړوکي هره وړه وغټه لیدلی شې، خو هیڅ مخلوق هغه نشي لیدلی ،هرڅه به لاړ شي هغه به پاتې وي (کل من علیها فان ،ویبقی وجه ربک ذوالجلال والاکرام) الرحمن 27.
وروڼوروږه لاړه-
دادی د روږې مبارکه میاشت لاړه ، او خپلې خاطري یې موږته داختر دورځې په اړوند راډالۍ کړلې، او موږ یې د بیا راتګ په هیله پریښودو، ترڅوچې دالهي رحمت مینه یې تر بیا راتګ پوري په زړوکې وساتو،دا به دنیک کارانو ایماندارانو په زړوکې تل پاتې وي ، دې دنیکارانونیکۍ ، دتوبه ګارانو اوښکې، دبوډاګانو ځګیروي، درنځورانو درمل، دماشومانو خوشحالي له ځان سره یووړلې، روږې زموږ نیکې هیلې دلوی څښتن له کوره(جومات) په لمونځونو وتراوو کې، په قرآن ویلو په توبوکې،په الله(ج) یادولووپه تسبوکې، په خیراتونووصدقوکې، په شکرویستلوونعمتوکې، له خپل ځان سره واخستل ،چې دلوی څښتن دربار ته ورورسیږي، اوزموږ له نیکاریو څخه وشمیرل شې، تر څو چې پاک الله (ج) مو دجنت دننوتلودجایزې په اخستلو باندي پرې بر یالي کړي، له لوی څښتن څخه غوښنته کووچې زموږ کارونه ټول نیکۍ وګرڅوي او کوم نیک کارونه چې موږ پکښې سستي وکموالي کړي ده پخښنه ومغفرت راته وکړي.
رښتونی اختر-
حقیقي اختر هغه دی چې دلوی څښتن رضا دهغه په عبادت کولو پکښې حاصل شي، او هغه ته پکښې په ښوکولو سره ورنږدې کیدل و شې،او تر سوري لاندې یې دمه واخستله شي،او په لارښونه وشریعت باندې یې ټینګ دریدل وشي،او دپاک الله(ج) کتاب ودهغه دنبي(ص) دسنت تطبیق كول دږوند په ټولواړخوکې پکښې وکړاي شي، او که نه یوازې نوي کالي اغوندل ،یا ښه خواړه خوړل، یادخوږوشیانو ویشل، اویا دهغو دودونو راږوندي کول کوم چې له اسلام سره برابري نلري، اخترنشي ورته ویل کیدای، بلکه ګناه کاري ورته ویل کیږي لکه جواري ګیري..
کوم اختر چې دلوی څښتن دشریعت په بنسټ وي، نو پاک الله (ج) په هغه کې په هرعبادتکونکي باندې خپل رحمت ومهرباني اوروي، ځکه هغه انسان ددې لپاره پیدا کړی چې خپله مهرباني پرې وکړي ﴿ إِلَّا مَنْ رَحِمَ رَبُّكَ وَلِذَلِكَ خَلَقَهُمْ ﴾[ سورة هود الآية: 119].
نو دروږي دمبارکې میاشتې دعبادت پوره کول ،او په اختروخوشحالی سره ورته په مخه ښه ویل ،او دلوی څښتن ستاینه ویادونه په الله اکبر سره د هغه په لارښوونه وهدایت سره کول - کومه چې موږ ته يې راښودلې ده - دخورا مننې وړده ﴿ وَلِتُكْمِلُوا الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُوا اللَّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴾ البقره
په اسلام کې سرلوړي ونیکاري -
مخکې له دې نه چې دروږې مبارکې میاشتې دځنيو آدابو یادونه وکړم ، ډیره په زړه پورې راته ښکاره شوله چې درسول(ص) دالاندې خبري دلته راوړم،وایې چې :
څومره ښه دهغه چا لپاره چې دقیامت په ورځ راږوندی شو – شي - ګیډه- نس- یې په قرآن ویلو ډکه وي، څومره ښه دهغه چا لپاره چې خپله ږبه یې نیولي وي،نه دچا ترشاویل کوي،او نه دخلکو په منځ کي دخبرو وړل وراوړل کوي،او نه بده ویناکوي،اونه بي ځایه ارزانه ټوکه ټکاله کوي، څورمه ښه دهغه چا لپاره چې خپلې ږبې یې ونیوه – له بدوویلوڅخه یې منې کړـ او خپل کور یې – په تصرفاتوکې – ورته واکداری وازادي ورکړه، او په خپله ګناه باندې یې وږړل.
(( طوبى لمن بُعث يوم القيامة وجوفه محشو بالقرآن، طوبى لمن ملك لسانه ـ لا غيبة، لا نميمة، لا فحش، لا مزاح رخيص ـ طوبى لمن ملكه لسانه، ووسعه بيته، وبكى على خطيئته ))
څومره دې درنا وي ځای ده چې سړی بې له الله(ج) څخه نور هیچا ته سر ټیټی نشي ،او هیڅ مسلمان ته داروانه دی چې بې له الله(ج) څخه بل چا ته ملاټیټی یا پر ځمکه ټنډه لګونکی شې .
وایې یوه سړي دعمربن الخطاب(ض) په مخکې په ډیره ملاکوزۍ وسرځوړندۍ سره دهغه روغ بړ کاوه، عمر تپوس ورڅخه وکړ چې ته مسلمان نه یې؟ هغه وویل چې مسلمان یم،عمر(ض) ورته وویل چې سردې پورته کړه، غاړه دې اوږده – نیغه- کړه ،داځکه چې اسلام زوروروقوي دین دی ،کمزوري وبې وزلي نه مني.
( رجل مر على عمر بن الخطاب رضي الله عنه، وقد تخشع، وتذلل، وبالغ في الخضوع، فقال له عمر: ألست مسلماً؟ قال: بلى، قال: فارفع رأسك، وامدد عنقك، فإن الإسلام عزيز.
داسلام له لارښودنو سره سم اوس اوتراسلام څخه ډیر تر مخه زموږ په کلتور ودودونوکې داس بیلکۍ شته چې له اسلامي ستاینو وصفتونوسره بالکل برابري ومطا بقت لري لکه دا وړانګه- بیت-:
لیموبه ورته ټیټ کړمه خوسرمې نه ټیټیږي
خـویونـه دپښتون دي را نه کله بـه هیریږي
داچې اختر دمسلمانانو دخوشحالی ورځ ده ،نو هر مسلمان ته لازمه ده چې خپل ځان سم کړي،او ټولې بدبینی ودښمنی هیرې کړي، او ټول ویرونه وغمونه شا ته کړي،اویوبل ته خپل زړونه له کینوو بد ایسید لوڅخه پاک کړي، او خپله اسلا مي ورروګلوي را ږوندی کړي، لکه څنګه چې پاک الله(ج) وایې : ) انما المؤمنون اخوة ) همدارنګه خپل کار
ومال حلال وګرځوي، او په خپلو کړو وړوکې اسلامي ستاینې په خپل ځان کې وسا تي،او له خپل څښتن څخه پاک وجوړ زړه وغواړي ، مخکي له دې نه چې داسې ورځ راشي چې نه مالونه اونه اولاد ونه چا ته په ښه پکښې ورځي.
﴿ يَوْمَ لَا يَنْفَعُ مَالٌ وَلَا بَنُونَ * إِلَّا مَنْ أَتَى اللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ ﴾ [ سورة الشعراء]
او یا لکه څنګه چې زموږ پیغمبر(ص) وایې : اې لویه څښتنه ماته زما ځان زما په سترکوکی وړوکی راووینه،او دخلکو په سترګو کې یې لوی وروګرځوه – ورووینه- .
(( اللهم ارني بعين نفسي صغيراً، وفي عين الناس كبيراً)).
مګر په ننی نړی واوسني مها ل کې خبره سر اوښتي ده ، هرڅوک خپل ځان من بولي ، په چارکي ونیم چارکي باندي هیڅوک قناعت نلري.
خو رښتیا خبره داده چې اوښیار سړی هغه څوک دی چې په خپل ځان باندې یې ملامتي وپړه ورواچوله،- دخپل ځان لپاره یې - تر مرګه ورسته کاوکړ،او کمزوری وناپوه هغه څوک دی چې د ځان ـ نفس- غوښتنووشهوت ته یې غاړه کیښوده، او له ا لله(ج) څخه یې دپوره کیدو هیله وکړه((الكَيِّس مَنْ دانَ نفسَه، وعَمِلَ لما بعد الموت، والعاجِزُ مَنْ أتْبَعَ نَفَسَهُ هَواهَا وتمنَّى على الله الأماني)) [ أخرجه الترمذي عن شداد بن أوس].
داختر لمونځ -
آ -
- داختر دورځې تکبیر(الله أكبر الله أكبر الله أكبر كبيرًا)، و(الله أكبر الله أكبر لا إله إلا الله، الله أكبر ولله الحمد).
- داختر دلما نځه لپاره ځان مینځل اونوي کالي اغوندل او ښه بویي په کاراچول.
- دخرمااویابل څه خوړل مخکې له دې نه چې له کورنه لمانځه ته روان شي.
- په لوړ اواز سره تکبیر دلما نځه لپاره د تللو په مها ل کې.
- داختر دلماانځه اداء کول په ډګر یا میدان کې سنت دی،اود ضرورت له مخي په جومات کې کیدای شې چې سرته ورسیږي.
- په لما نځه کې ښځې وماشومان له نارینه وو څخه باید بیل وي.
ب –
- داختر لمونځ دوه رکاعتونه دي، چې په لمړي کې یې اوه - 7- تکبیرونه بې داحرام له تکبیر څخه ویل کیږي،
- او په دوهم کې یې پنځه – 5 - تکبیرونه مخکې له سوره د فاتحې څخه ویل کیږي.
- ترلمانځه څخه ورسته دخطبې اوریدل سنت دی ، او تر خطبې نه ورسته یوبل ته اختر مبارکي ویل کیږي، لکه څنګه به چې درسول(ص) ملګریویو بل ته مبارکۍ ورکولې، ویل به یې چې الله (ج) د له موږ او تاسوڅخه عبادت ومني .
- ورسته بیا ښه داده چې سړی له جومات څخه په یوه بله لار باندې کورته راوګرځې بدون له هغې لاري چې له کورڅخه تر جومات پوري پرې تللی وې.
بدعه لویه ګناه ده -
دهرنوی شي پیداکولو ته په دین کې – بدعه – وایې، او پیداکونکی یې دقیامت په ورځ کې په اورکې سوزول کیږي. د بیکۍ په توګه:
داختر په ورځ ټول لمونځ کونکي داختر تکبیره په ګډه او یوه اوازسره وایې، او که چیري په ډلو باندې وُویشل شي او هره ډله یې په بیل بیل اواز سره وایې دې ته نو ییا - بدعه - ویل کیږي.
زموږ پیغمبر(ص) وایې چې : - دقبرونو زیارت وکړی، ځکه چې تاسوته آخرت درپه یاد کوي "زوروا القبور؛ فإنها تذكركم بالآخرة".
اوکه چیرې د قبرونو زیارت کول په دې نیت سره وي چې له مړیو څخه مرسته وغواړو اویاګلونه پرې کیږدو او یا میلې وخیراتونه پکښې وکړو..نو دا به بیا - بدعه - وي.
هر مسلمان باید دخپل دین په لارښودنو وتعلیماتو باندې ټنګ ولاړ وي،او دیهودیانو یا نصرانیانواو یا دنورو خلکو په دینونوکې درواجونواودودونو پیښې ونکړي ،او که نه په - بدعه - او اورکې به خپل ځان ورواچوي.
د فطر زکات -
دفطر زکات په ټولو مسلمانانو باندې واجب دی، که بندی- غلام – وي، که ازاد وي، که نروي، که ښځه وي، که کوچنی وي او که لوی وي. په دوی باندې امر شوی چې داختر تر لما نځه څخه مخکې یې وباسي، او رواده که چیرې یوه یادوه ورځې مخکي بې وزلو و نیستمنو ته ورکول شي.
دفطردزکات څومره والی – مقدار – یولوښی – صاع – چې څلور منځني لپې(2250) ګرامه کیږي - که خُرماوي او که اوربسې او داسې نورشیان وي، بې وزلانوته ورکول کیږي، او کیدای شي چې دبازار په نرخ باندي دهغو قیمت په پیسو باندې ورکول شي.
حکم یې جوت وثابت دی زموږ پیغمبر(ص) وایې :(زکاة الفطر صاعا من تمر أو صاعا من شعير علي العبد والحر، و الذکر و الأنثي و الصغير و الکبير من المسلمين، و أمر بها أن تؤدي قبل خروج الناس إلي الصلاة) [ متفق عليه]
لنډه دوعا -
اې زموږ څښتنه دحق لارښودنه وهدایت راته وکړه، روغتیا وجوړتیا راکړه، نیک بختي وخوشحا لی را په برخه کړه، بد بختي وخواري رانه لرې کړه،دښمنان مو تباه کړه هیواد مو ازاد کړه، له تیرو ګناه ګانو څخه بخښنه راته وکړه ، له راتلوکوڅخه مو وساته، ربه ظالمان په ظالمانو با ندې تباه کړه ، کافران په کافرانو باندې کوډ ومات کړه ، او موږه یې په منځ کې ارام وپه امان وساته ، لکه څنګه دې چې ابراهیم(ع) داور په منځ کې وساته او داورلمبې دورته سړې وسلام وسا تندویه وګرځولې، ربه دهغه چا لاس راباندې بر مکړې کوم چې له تانه بیره نکوي او په موږ باندې رحمت وزړه سوی نکوي، ای څښتنه موږ ته بخښنه وکړه، او زموږ مورګا نو وپلارونوته بخښنه وکړه، ربه مسلمانان بریالي کړه و کافرانوته ماتې ورکړه،او دمسلمانانو زړونه سره یو کړه، او دتا دپاک کتاب او دپیغمبر(ص) دسنت چوپړیان یې وګرځوه ..آمین یارب العالمین – ټول کال وتاسو په خیر- اخترمو مبارک شه.
لیکنه / أ – علي خان صا في.
دکوچني اختر په اړوند .
1/9/2011م .
جرد س العبید .