رفيع الله روشن
دولسمشر کرزي لومړي مرستيال بيالکه دپاکستان پشان پښې له خپلې بړستنې را وېستي دي،هغه ګواښ کړى چې دکورنيوچاروپخوانى اوبې واکه شوى وزيرپه هېڅ صورت ددې وزارت له څوکۍ لرې کېداى نشي،ځکه چې په وينايې هغه (بسم الله محمدي)يواځينى شخص دى چې ددې لوى اوکليدى پوسټ لپاره وړ دى.
مارشال فهيم ويلي چې دا وزارت له دې وروسته دپنجشريانودى، که هرڅومره يې ايجاره لوړه شي بيايې هم دوى پرېکولوته چمتو دي خو کله به يې هم بل چاته پرېنږدي ،اوکه بياهم دوى له ډېر فشار سره مخ شي چې بسم الله محمدي دې له دې څوکۍ څخه لاس په سر شي نوبيابه عتيق اله بريالى اوياهم دسروري په نوم کوم بل شخص ور وپېژني اوداڅوکۍ به په لاس راوړي چې هغه دواړه هم پنجشيريان دي،لنډه داچې مارشال فهيم وايي چې هرڅوک وي بايد دپنجشير وي.
بسم الله محمد دکورنيوچارو پخوانى وزيراواوسنى سرپرست دى چې دوه اونۍ وړاندې په خپل کار کې دبې کفايتى اوپه کونړولايت دپاکستان لخوا مسلسلوبريدونو په برخه کې دبې تفاوته پاتې کېدو اوځان پرې نه پوهولو په صورت کې ددفاع له پخواني وزير جنرال عبدالرحيم وردګ سره په يوه ورځ د ولسي جرګې لخوا بې واکه او سلب اعتماد شو،خوپه سبايې نوموړي وزيران دولسمشر کرزي لخوابېرته په يادو څوکيوسرپرستان وټاکل شول،چې رحيم وردګ له سرپرستۍ هم انکار وکړ او بسم الله خان دغه څوکۍ ميراثي وګڼله او تراوسه يې پرې منګولې کلکې کړې دي اوهيله يې وه چې پرې پاتې شي خوداهيله يې دمخه ډېره کمه وه او اوس جناب فهيم خان ورته ممکنه کړه،ځکه دهغه پروړاندې خو کرزى سپڼ هم کړاى نشي.
هغه خودهېچادځواب هم ندى،کله چې هم کوم وزير دولسي جرګې لخواکوم وزير بې واکه اوبې صلاحيته شوى دى نوولسمشر بېرته په خپل تخرګ کې نيولى دى چې يخ يې ونه وهي ،ځکه هغه ساري ناورغي دي دخپل ځان داخته کېدو ويره هم وسره وي په دې ناروغۍ،چې ښې بېلګې يې دبهرنيوچاروپخوانى وزير رنګين دادفرسپنتا او ددفاع وزير جنرال عبدالرحم وردګ دي چې سپنتا له سلب صلاحيت کېدو ورسته دکرزي دامنيتي سلاکار په توګه اوله ياده دې نه وي وتي چې جنرال عبدالرحيم وردګ په پوځي چاروکې د تجربې دلرلوپه اساس د ملي پوځ ريفورم، د امنيتي او دفاعي سکتور د ودې، تسليح او تجهيز په برخه کې د ولسمشر کرزي سلاکار په توګه وټاکل شو .
لکه دډېرو نورو موضوع ګانو او مسئلوپشان داهم لومړى ځل ندى چې فهيم خان لکه د مدارى مار له پيټار نه سر راوباسي او دننداره چيانو توجه ځانته راجلبوي بلکې څو ورځې دمخه يې هم ولسمشر ډېر سخت وګواښه،اوډېرې سختې خبرې يې ورته وکړې،دغه خبرې هغه وخت دهغوى ترمنځ ګرمې شوې کله چې په نيمروز ولايت کې ديوه قاچاقبردشتون خبره وه اوددغه لوى قاچاقبردنيولوخبره ددوى په مجلس کې ياده شوه،داچې هغه قاچاقبردافغانستان دولسمشر حامدکرزي دلومړي مرستيال مارشال قسيم فهيم نږدې دوست او کېداى شي ورسره ونډه هم ولري و نو په ځواب کې يې ده (فهيم)وويل چې فلانى قاچاقبر دچاپلار هم نه شي نيولى،کرزى په دې خبره ځان غلى کړ خو ډاکټررنګين دادفرسپنتاپرې رابرګ شو او له فهيم څخه يې وغوښتل چې خپله کړې خبره بېرته واخلي کنه ښه به نه وي ورته،خوبسم الله محمدي سپنتاته وويل چې دمارشال صاحب مطلب داسې نه وو دهغه په بنديې خاورې واړولې.
اوس خبره دکورنيوچارو وزارت په څوکۍ دمحمدي پاتې کېدل دي که چېرې په رښتياهم دقسيم فهيم خبره حقيقت ومومي او داوزارت ددوى په وينا پنجشيريانوته ورکړل شي نو روښانه به شي چې افغانستان نه بلکې بيابه پنجشيرستان شي،ځکه دايوځې دکورنيوچارو وزارت ندى چې پنجشيريان يې غوښتنه کوي اوداسې پرې کلک ولاړ شي مګر پنجشير هغه نوى رازېږېدلى ولايت دى چې په شته دولت کې ترنورو ټولو ولاياتوډېره ونډه لري اوولسمشر به هم داخلکوته ثابته کړي چې يو واقعي رئيس جمهور او زعيم نه بلکې هسې يوه ملۍ اوسمبول دى.