هاشم زيد سرواڼي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له امير کروړ نه وروسته هاشم زيد سروانی د هلمند په  سروان په سنه  (223هه) کې زېږېدلی او په بست کې يې د علماؤ او فصحاوو څخه لوستنه وکړه . 
داستاد حبيبي په قول : د هلمند سروان دهلمند د غاړو د هغو ښارو پورې اړه لري ،چې په هغو وختونوکې يې روڼ مدنيت درلود او اوس وران دی .



ابومحمد هاشم په پښتو ژبه يو کتاب کښلی دی،چې (سالو وږمه) نومېده او د عربي ژبو د اشعارو دفصاحت او بلاغت  بيان په کې شوی دی . 
نوموړي په عربي،فارسي او پښتو ژبه شعرونه ويل چې يوه بېلګه يې داده : 
ژبه هم ښه وينا کاندې چې يې وينه
دخاوندپه لاس کې زر او درهمونه
ژبور ورله ورځي وينا يې اروي
د درهم خاوندان تل وي په وياړونه