د مولوی خالص ډله د تور او سپین به څیره کی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
تیر پسې....۱۳ برخه
د وریښمین تنګې له نیولو وروسته د مسعود جیټ الوتکو په سروبی د اخر ځل لپاره له نیپال او خوشیي بمونو ډکي خیټي ورخالی کړی او بیا یي چا غږ وانه وریدو(دپردی کټ تر نیمو شپو وی) له ننګرهار څخه دقومندانانو میرمني او بچیان په طورخم واوښتل او د جلال اباد ښارد ګډوډی شاهد و خو په دی وخت کې د مولوی خالص ګوند دوه کاره وکړل
چي یو یي شیطانې کار و او بل يي نسبتا د مسلمانی او منافقت تر منځ و.
۱.په پراخه سطه تبلیغات خواره کړل چي د احمدزیو قوم غواړی چي د نغلو او سروبی د اوبو بندونه راخوشی کړی او د ننګرهار ښار پری له مینځه یوسي او دغه کار به له ښار علاوه ډیر کلی او بانډی هم لاندی کړی.دوی غوښتل چی په دی کار سره به د ننګرهار د ولسونو دقهر او تشویش یوه ناپایانه څپه راپورته شي او د ولسي قیام په مټ به موږ داحمدزیو د قومې لښکر او شورای مخه ډب کړو.
۲.د خالص ګوند له جلال الدین حقانی و غوښتل چي اوس مو بقا په خطر کی ده ته ددریم ګړی په صفت راوړاندی شه او د نورو قومونو څخه هم منلی شخصیتونه درسره راواخله موږ په دی اړوند هر ډول همکاری او تاوان منلو ته تیار یوو.

خبریالانو په بیړه سروبی ته ځان ورساؤ چې د نغلو او سروبی د بند د خوشي کیدو څخه راپور تهیه کړي له رسیدو سره سم د حزب اسلامي مسؤلینو ورته وویل چي بندونه د حزب اسلامی په واک کې دی د احمدزیو دروند قوم نه دا ډول کار ته لاس رسي لری اونه تری دداسی ناوړه کار توقع شته دا د جکړی دبل اړخ له خوا ناکام تبلیغات دی اوبس،خبریالانو له حاجی فاروقی،منجې او نورو مشرانو سره مرکی وکړی هغوی دا خبر په کلکه رد کړ او دا يي د مولوی خالص د ډلی د شکست او ضعف اخری هلی ځلی و ګڼلی او زرداد خبریالانو ته وویل د ننګرهار قومونه زموږ وروڼه دی موږ له هغوی سره په غم او خوشحالی کی شریک یوو او هغوی له موږ زیات د شمالی په وژنه خفه دی موږ ورسره هیڅ ستونزه نلرو او نه دا پروپاګنډ حقیقت لری چی موږ د اوبو بندونه ورخوشي کوو او بیا په څرګنده څو کسانو ته ګوتڅنډنه وکړه او هغوی يي د شمالی د قتل عاملین ونومول.
حاجی زمان

حضرت علی
سازنور
حاجی قدیر
انجنیر محمود
د لغمان ولایت په حدودو کی استدد عبدالله جان واحدی او قومندان ناصر منصور سره خبری پیل  شوی تر څو  جلال اباد ښار د نیولو به ارتباط لار ورکړی مګر هغوی  دی کار ته راځې نشول او خپل مخالفت ته يي دوام ورکړ،دهغوی دلیل دا ؤ چي موږ هغوی ته هم اجازه ورنکړه چي د لغمان خاوره ستاسو په ضد استعمال کړی او  تاسو ته هم اجازه نه درکوو موږ باید ستاسو ترمنځ سوله وغواړو نه دا چي تاسو ته دجنګ شرایط برابر کړو هغوی په حصارک درغلل تاسو هم په همغه لار ورشي.
نور بیا
ملا وحید