لیکوال : احمدالله رحمانی
د افغانستان پارلمان او حکومت ته سر خلاصی لیک
په ډیره خواشینی سره می د ایران له رسنیو نه دا لاندی خبر تر لاسه کړ :
نامگذاری یکی از خیابان های مزار شریف به نام دیپلمات ها وخبرنگار شهید ایرانی
یکی از خیابان های شهر مزار شریف در شمال افغانستان به نام دیپلمات ها وخبرنگار شهید ایرانی " محمود صارمی " نامگذاری می شود .
به گزارش رادیو دری برون مرزی - شورای ولایتی شهر مزار شریف مرکز ایالت بلخ درسالگرد شهادت دیپلمات ها و خبرنگار ایرنا ، با هدف گرامی داشت یاد و نام شهدای ایرانی، به اتفاق آراء تصویب کردندکه یکی ازخیابان های اصلی این شهر بنام شهدای ایرانی مزارشریف نامگذاری شود.
مقامات محلی شهر مزار شریف ضمن استقبال از این تصمیم و مصوبه تاکید کرد خون شهدای مزارشریف سبب نزدیکی مردم دوکشورایران و افغانستان خواهد شد.
" محمود صارمی " خبرنگار جمهوری اسلامی ایران به همراه دیپلماتهای کنسولگری ایران در مزار شریف افغانستان در هشتم اوت 1998 (هفدهم مرداد سال ۱۳۷۷ هجری شمسی) ، بدست طالبان به شهادت رسیدند و این روز "روز خبرنگار" در ایران نامگذاری شده است .
ددی حیرانونکی خبر په لوستلو سره د افغانستان مینه والو ته دا فکر پیدا کیږی چه بی شرمی او ناتوانی هم یوه اندازه لری . بی شرمی د هغو کسانو لپاره چی د مزار په ولایتی شورا کښی ناست دی او یو داسی شرم راوړونکی فیصله کوی چی په تاریخ کی د احمدشاه مسعود تر شرم راوړونکی کارونو هم پورته وی . او ناتوانی د افغانستان د پارلمان او د افغانستان د حکومت لپاره چی دوی نشی توانیدلای خپل وطن د هیواد خرڅونکو نه وژغوری او په مقابل کی یی اقدام وکړی . زه د زړه له کومی داخبره کوم چی حیران پاته یم ددی عمل په مقابل کی څه ولیکم . خو ددی دمخه چی نور څه ولیکم و درنو لوستونکو ته ور پیادوم چی:
کوم وخت چی طالبانو په ۷ د اګست ۱۹۹۸ کی پر مزارشریف قبضه وکړه ، یو ایرانی ژورنالست د محمود صارمی په نامه او لس ایرانی دیبلوماتان غیب شوه. د ایران حکومت ادعا کوله چی دا کسان طالبانو کندهارته استولی او هلته بند یان دی . طالبانو هغه وخت دا خبره رد کړه . د سپتامبر۱۹۹۸ په اولو ورځو کی »امنستی انترنشنل« و رسنیو ته وویل چی ایرانی ژورنالست او اته تنه ایرانی دیپلوماتان په مزارشریف کی د ایران په قونسلګری کښی وژل شوی او د هغوی جسدونه دوی ورځی په قونسلګری کښی پراته وه چی بیا طالبانو په یوځایی قبر کی واچول . په ۱۱ د سپتامبر ۱۹۹۸ طالبانو دا خبر تائید کړ .
اوس د بلخ ولایتی شورا پریکړه وکړه چی موږ ایرانی شهیدانو ته درنښت کوو او ددوی د مرګ د تلین په مناسبت په مزار شریف کی يو لوی مشهوره واټ ددوی په نامه نوموو . د ولایتی شورا غړو و خپل عمل داسی بڼه ورکوی چی ګواکی په دی کار د ایران او افغانستان دوستی نوره هم پسی ټینګیږی . زما په فکر دا کار هغوی ددوستی د ټینګښت لپاره ندی کړی بلکه د افغانستان یو واټ یی د افغانستان پر ذاتی دښمنانو و پلوره . ددی عمل شاته حتماً نور پلانونه جوړ شوی دی چی خامخا به په راتلونکی کی افشاه شی . د پوښتنی ځای خو دادی چی ایا په افغانستان کی بل کوم شخصیت موجود نه وو چی د بلخ ولایتی شورا په بی شرمانه توګه داسی یو ابلیسی پریکړه کوی ؟
پیاد لرو چی د ایران درضاشاه پهلوی د واکداری په وخت کښی په تهران کی زیاد واټونه د بهرنیو شخصیتونو په نامه یادیدل لکه (خیابان ایزنهاور) ، (خیابان روزولت) ، (خیابان شوپنهاور) او داسی نور . کوم وخت چی آیت الله روح الله خمینی په ایران کښی واک په لاس کښی واخست ، په لمړی ګام کښی یی د واټونو نه د بهرنیانو نومونه لیری کړه. اوس هغه د خمینی پلوی ایرانیان دی چی د افغانانو پر حماقت خاندی او تبصیری پری کوی .
د بلخ د ولایتی شورا پریکړه نه د افغانستان او ایران دوستی ته ګټه رسوی ، نه دوطن پرستی بڼه پکښی لیدل کیږی او نه دا عمل په تاریخ کی په زرین رنګ لیکل کیدای شی ، بلکه د شمال د هغه کسانو دښمنی د وطن سره ثابتوی چی د کلونو راپد یخوا د افغانستان د تجزییی خوبونه وینی . احمد شاه مسعود دا ارمان قبر ته یووړ ، نور هم پسی ورروان دی .
د افغانستان ولسمشر او د هغه حکومت خوله پټه نیولی ده . دافغانستان پارلمان په تشو خبرو او بی ارزشو نیوکو د وطن اوسیدونکو ته ښکاره کوی چی دوی خپله دنده پر ځای کړه . د افغانستان حکومتی واکداران باید پوه شی چی د بلخ د ولایتی شورا پریکړه ددوی لپاره په نړیوال ډ ګر کی یو څاپیړه او دایران حکومتی واکدارانو ته ښکاره کول دی چی افغانان د وطن وپلورلو ته اماده دی . تاريخ ښود لی ده چی ایران د افغانستان په تاريخ کی هيڅ وخت د افغانستان دوست نه وو او نه به یی دوست شی . و هر افغان ته مالومه ده چی ایران په تاریخ کی ددوستی په نوم د افغانانو سره تل دښمنی کړیده . نو اوس څنګه کیدای شی چی د یوه واټ په نومولو سره تاریخی ډښمنی په دوستی بد له شی ؟ ځکه داسی تمه غلته ده . هغه کسان چه داپریکړه یی کړیده یا د افغانستان په تاریخ اګاه ندی او یا یی ددی کار په بدل کی زیاتی پیسی تر لاسه کړی دی . هغه کسان چی د پرد یو د رضایت لپاره د خپل وطن پر واټونو ، څلور لارو او نورو ځایونو پردی نومونه ايږدی ، هغوی ته وطن پلورونکی ويل کیږی او د چارواکی حق نلری .
د افغانانو سره د ایران ددښمنی مثالونه ډیر شته چی ټوله په لنډه شرح کی نه شو یادولای . فقط دومره ویلای شو هغه کسان چی د ایران په کمپونو کښی یی د ناورین شپی سبا کړیدی ، له هغوی نه باید پوښتنه وشی او هغه په سلهاوو کسان چی دایرانی چارواکو له خوا اعدام شوی دی اویا اوس مهال د اعدام په انتظار کښی په بند یخانو کی ناست دی ، د هغوی پر حال پوښتنه وشی . دا څومره د خجالت ځای دی چی ایران زموږ وطن وال اعداموی او موږ هغوی ته په تاریخ کی ځای ورکوو . د بلخ ولایتی شورا باید پدی پوه شی چی ددوی پدی کار د ایران سره دوستی نه ټینګیږی بلکه د ایرانیانو هغه کوښښونه ور پیاوړی کوی چی د کلونو راپدیخوا یی د افغانانو تر منځ د نفاق اچولو لپاره کړی دی او هم یی کوی .
ددی لپاره چی په راتلونکی کی نورو وطن خرڅونکو ته د وطن د پلورلو احساس پیدا نه شی ، د افغانستان حکومت او پارلمان ته لازمه ده چی هر څومره ژر یو داسی قانون پاس کړی چی د هغه له مخی داسی عملونه لکه د بلخ ولایتی شورا عمل لوی جرم وبلل شی . په هر صورت ، دا یوه خبره ثابته ده چی پر افغانستان بیا داسی وختونه راتلونکی دی چی ډیر ژر به نه د مزارشریف واټ دایرانیانو نوم ولری اونه به په نورو ښارونو کښی واټونه ، څلور لاری ، ښوونځی او نور ځایونه د وطن ددښمنانو په نومونو ياد شی .
المان