تیر پسې ۳ برخهد روژې حقیقې موُخه او مقصد هغه وخت تر لاسه کیداې شې چي کله روژه په پوره احساس او سپیڅلې شعور سره ونیولی شي او له هغو تولو مکروهاتو نه یي په کلکه ساتنه وشی و کومو له اغیز نه چي روژه بی روحه کیږی،د روژی نیولو حقیقت هماغه دی چې په هغې کې دبنده زړه او روح او د خپل بدن ټول صلاحیتونه د الله تعالی له نافرمانی نه وساتی
او د خبل نفس بدی غوښتني ته سلامي نشي،علماْ لیکې: د اسلام ستر لارښود ویلې:کله چي ته روژه نیسی نو لازمه ده چي خپل غوږونه،خپله ژبه،خپل لاس او د بدن ټول غړی الله تعالی ته د ناخوښو خبرو نه بند وساتی.هر مسلمان روژه دالله تعالی لپاره نیسي او رحمن رب يي پخپله ورته اجر ټاکي که موږ په حقیقي معنې سره روژه نیولي او خپلی نفسانی غوښتني مو د الله د رضا په خاطر یوی خوا ته غورزولی وی نو انشالله خیرا الماکرین الله به یي ستر اجر راپه برخه کړی.
چا چې له ایمان،شعور او احتساب سره روژی ونیولې د هغه ټول ګناهونه به معاف کړی شې چي مخکی ترینه شوی وی. بخاری مسلم
له ایمانی شعور سره د روژی د نیولو مقصد دادی چي د خدای ج)) پر شته والی یي یقین وی،د هغه پر وعدو یي یقین وی، دا یي یقین وی چي د هر عمل مکافات او مجازات لازماّ په اخرت کی ورکول کیږی او خپله الله تعالی به د خپل علم،کرم ،حکمت او عدل پر بنسټ به اجر ورکوی.له احتساب نه هدف دادی چی روژه یوازی دالله تعالی د رضا او اخروی اجر لپاره ونیسي اوله تولو هغه څه نه ځان ساتنه وکړی چی يي ممانعت یي شوی دی او هغه څه وکړی چی درته یي حکم شوی دی.
د میاشتې لیدنه
د شعبان د میاشتط په ۲۹ نیټه د رمضان د میاشتې لیدل پر مسلمانانو باندی کفايی واجب دی، په بخاری مسلم کې راځې میاشت وګوری او روژه ونیسي،او میاشت وګوری روژه ماته کړی او که په ۲۹ د شعبان میاشت ونه لیدل شوه نو د شعبان دیرش ورځې حساب پوره کړی.
نور بیا
ملا وحید