د خبریال په وړاندی د اختناق سیاست

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
عبدالباری"عارض"
داسی ویل کیږی چی په پاکستان کی پر خبریال ویب پاڼه بندیز لګول سوی دی  که داسی وی نو هغه ته یوه لنډه کتنه پکارده . ولی  د خبریال مُعتبره پاڼه د داسی مشکل سره مخ کیږی؟ ایا خبری او تحلیلی پاڼه کولاسی د ناروا حاکمیتو د ماڼیو ستونونه ولړزوی؟ زما په آند خبریال پاڼه د ژورنالیزم په ډګر کی د قدر وړ خدمتونه کړیدی او د ولسونو په بیدارۍ کی یی لویه ونډه اخیستی ده
علل الخصوص د پښتنو په وړاندی یی که لر دی اوکه بر لوی خدمتونه کړی او کوی .بهتره ده اول د مطبوعاتو یا رسنیو رول  په نړی کی و ارزول سی او بیا په هغه قطار کی و خبریال پاڼی ته مراجعه وکړو  او دهغی ځای د نړۍ په مطبوعاتو کی په ګوته کړو.
اوسنۍ نړیۍ پرونۍ نړۍ نده د دوو پدیدو رول د نړی په مناسباتو، ادراکاتو ، مشترکاتو او پیوستون کی ددی سبب سوی دی چی جهان سربیره پر ټولنیز تکامل، د انسانی ارزښتونو او بشری حقونو و معیارونو ته په احترام  د یوه کلی یا کور په څیر ژوند ته وهڅوی، دا دوی پدیدی ارتباطات او سیاست دی. ارتباطات یا اړیکی هغه څه دی چی انسانان یی د مختلفو لارو څخه  سره نښلولی دی لکه تلفون ، خپرونی ،سینما او نور. د دوهم نړیوالی جګړی را پدی خوا بشر ته داسی انګیزه پیدا سول چی انسانان ټوله یو ډول دی که د اسیا وی که د اروپا وی او یا امریکا او نور،  همدا ډول انسانی ستونځی هم یو ډول دی خو دا د ژوند مشترکات څه ډول کیدای سی د یو او بل سره ښه تفاهم رامنځ ته کړی یقینا هغه وخت چی انسانان بی تبعیضه د ارتباطاتو یا اړیکو له لاری یو د بل په عقایدو او غوښتنو خبر سی .
ټولنیز ارتباطات یا اړیکی تر ټوله په ویب پاڼو، رادیو ، تلویزیونو او روزنامو یا جرایدو له لاری ښه تامین کیږی او تیر نیمی پیړی وښودل چی دا امکاناتو د بشری ستونځو د حل په لاری کی ډیر مرسته کړیده.په اوسنۍ زمانی مقطع کی په خاصه توګه د اسیا په متشنجه  سیمه یعنی افغانستان،پاکستان او ایران کی اوړوند سیاسی او ټولنیز پرابلمونه چی کله کله د امریکا او اروپا او ددوی دسیایی انډیوالانو د نامناسبو ټارګیټونوپه تعقیب کولو تر هغه ځایه پیچلی سی چی د ځنی اړخونه د ولسونو ترمنځ د ارتباطاتو د شکولو سبب سی . او پر هغه پاڼو او روزنامو یا تلویزنو باندی حمله کوی چی هغه د ژورنالیزم په ډګر کی موثریت ولری.
مظلوم ولس غواړی د نړیوالی او سیمه ایزو بی عدالتیو او مظالمو په وړاندی اواز اوچت کړی او نړیوال هغه ستونځوته متوجه کړی چی د نړیوال پیوستون او بشری حقونو په وړاندی تخریبی کړنی ترسره کیږی او په خاصه توګه افغان ولس خپل اواز یوازی د بامسولیته او خواخوږی خپرونو له لاری پورته کولای سی په دی لړ کی خبریال ویب پاڼه همیشه سربیره پردی چی د خلګو په چوپړ کی وه خپل رسالت یی د نړیوالی رسنیو په قطار کی په ښه وجهه ادا کړیدی او د مظلومانو ږغ یی د ظالمانو په وړاندی اوچت کړیدی همدا ډول نوموړی سایټ د خپل ژوند په دوران کی ډیر سیاسی ، ټولنیز ،اقتصادی او ادبی اثار و ټولنی او نړیوالو ته وړاندی کړیدی چی د هیریدو ندی.
که د پاکستان حکومت ددی پاڼی په وړاندی د اختناق او زندۍ کولو سیاست مخ ته وړی نو نه تنها خلاف د ټولو نورمونو عمل دی بلکه د مطبوعاتو خفه کیدل، د وړاندی تګ او دموکراتیکو اصولو پرخلاف عمل ترسره کول دی . افغانان د داډول اختناق سره په تضاد کی د پاکستان د حکومت څخه غواړی په جدی توګه د لر او بر پښتنو و حقوقو او ازادۍ ته د احترام په سترګه وګوری او د خبریال ویب پاڼی او نورو هغه پاڼو په وړاندی چی د ولسونو ږغ پورته کوی ، نړیوال سیاست منعکس کوی ، بشری ارزښتونه را برسیره کوی او د ژورنالیزم د پیاوړی کیدو په لاره کی هڅی او هاند کوی د خصمانه کړنو څخه لاس واخلی. هیڅکله هیڅ استبداد ندی توانیدلی چی لمر په دوو ګوتو پټ کړی او یا د تکامل او ازادۍ مخه ډپ کړی، علاوتا اوسنۍ نړۍ د مطبوعاتو په ړاندی نامناسب چلند او اختناق په دولتونو کی د اخلاقی معیارونو ضعف ګڼی. همدا ډول زما غوښتنه د نورو ویب پاڼو د مسولینو څخه داده چی خپل یووالی او پیوستون ته ارزښ ورکړی او د هری یوی ویب پاڼی په وړاندی چی هر مستبد حاکمیت د سانسور او مصادری څخه کار اخلی په یوه اواز د غندنی ږغ پورته کړی او ولسونه د ناروا حکمرانانو په کړنو او تخطیو خبر کړی.