تیر پسی نهمه ۹ برخه....
د احمدزیو د قومي لښکر څو تنه د سروبی بازار ته د شخصي ضرورت په اساس تللی وو دا کسان د ګردیز اوسیدونکی وول کله چي دوی د سروبی بازار هغي برخی ته ورغلی وو چي د بر یښنا بند ته نږدی ده دالته د ظابط اغاجان کسانو ورسره جنجال کړی و باید ووایم چي د سروبی بازارګوټی د یوه پل په درلودو سره په دوه برخو ویشل کیږی کله هم چی په دی لاره سفر کوی
۱.اغاجان د خالص د ګوند.
۲.زمرک او حاجی جبار د خالص د ګوند چي په لته بند کی یي مرکز و
۳.همیشه ګل د حرکت د ګوند
۴.ظابط عمرګل د استاد سیاف د ګوند
۵.د بریت په نامه یو قومندان و خو نه بوهیږم چي د محاذ و او که د حرکت
۶.حاجی شهزاده د شورای نظار چي بیا وروسته مسعود د سروبی په نامه شورای ورته رسمی کړه او د وریښمین غره په نامه ۱۵ ورځني اخبار هم نشراو
۷.د انور جګد لک ګروپونه
۸.قومندان بخمل د شورای نظار چي له عزت الله سره اوږده دښمني هم درلوده
او لاندی قومندانان او قومی لښکر د جګړی بل اړخ تشکیلاو.
۱.عزت الله د حزب اسلامی
۲.حسن خان کړوخیل د محاذ ملی چي وروسته له خزب اسلامی ته واوښت
۳.زرداد د حزب اسلامی
۴.قلم الرحمن قلم د حزب اسلامی
۵.او د احمدزیو د قومی لښکر تر نامه لاندی راغلی لښکر چي د ټولو تنظیمونو قومندانان پکي وو
یادونه:حاجی محمد حسن او ګل حسن د مجددی مربوط وو او تر اخره یي خپله بیطرفي وساتله خو له ازره حاجی محمد عمر د مجددی د ګوند شه فعال قومندان وو په جګره کی د قومی لښکر سره ملګری و د حاجی نظیر او انجنیر احمد شاه احمدزی ګروپونه د قومندان صادق لیونی په مشری د قومي بنسټ له مخي له قومی تړون سره ملګری وو او بیا وروسته صادق لیونی حزب اسلامی طرف ته واوښت.
د جګد لک استقامت د زرداد او قلم په برخه شول او لته بند د حسن خان کړوخیل او د قومی لشکر څه کسان ورسره همکار وو او د سروبی دننه ساحه د عزت الله،چمن او قومی لشکر،د زمان تر مشری لاندی قواوی چي کله د جګد لک تنګی ته را دننه شوی نو تر سخت برید لاندی راغلی او ډیره قوی توپچي يي پری استعمال کړه او زمینی تعرض هم پری شروع شولو تر مازدیګر يي مقاومت وکړ او د شپي په تیاره کی يي په داسی حال کی د حصارک په لور تیښته وکړه چي په غټ شمیر ټانکونه،موټر او مهمات تری پاتی وو دسروبی ولسوالی د جګد لک له خوا د خطر احساس کم شو او عزت هم داخیل د سروبی تصفیه کړ خو د سروبی د بند ساحه،د اوزبین او سروبی تر منځ لویه لار او وریښمین تنګي او لته بند په خپل حال وو په دوهمه ورځ جګړه وشوه خو کوم پرمختګ يي نه درلود خو په دریمه ورځ دمسعود قواوو د تګاب له لوري په سروبی جګړه پیل کړه او دولتی الوتکو سروبی تر هواي برید لاندی مسلسل ونیوه او له وریښمین تنګی د بی ایم۱۲ په واسطه د ریس باغ په سیمه کی خیمی تر برید لاندی ونیول شوی چي تقریبا ۲۲ کسان مړه او ټپیان يي له ځان سره درلودل دا د قومی لښکر لپاره له تلپاتو ډکه ورځ وه خو په تګاب کی د حزب قومندانانو کلک مقاومت وکړ او دولت په دی و نه توانیده چي زیات تشویش را پیدا کړی.
د تیزین له خوا د مولوی خالص د ګوند ګروپونو د سروبی په لور حرکت پیل کړ خو دومره قوی نه و صرف د تشویش د ایجاد لپاره وظیفه ورکړل شوی وه. ددی جګړی په ارتباط ددی فتني د ایجاد ګرو او طراحانو له ډلی یو کس چي حاجی دین محمد یي نوم دی او د خالص معاون هم و په خپل لیکلی کتاب(د مولوی خالص ژوند،فن او اند)کی له حقیقت ویلو ډډه کوی او دا هم نه واضع کوی چي حزب اسلامی ولی د خالص قومندانان خالی سلاح کړل؟
راځي په ګډه ولولو:
کله چي حکمتیار لا په چهاراساب کی و د مولوی خالص د بت خاک نظامی مرکز چی میا محمد اغا او قومندان ارسلا يي مشری کوله په خپل تصرف کی راوستل او بیا یي د لته بند لیوا مرکز چی مشری یي د تهزین د شهید فیصل د جبهي مشر عبدالجبار او حاجی زمرک کوله ونیول او بیا یي د سروبی مرکزونه ونیول چي مشری یي قومندان اقاجان کوله او قومندان اقاجان په مخابیره باندی د مولوی خالص څخه بوښتنه وکړه چي د حکمتیار د ملګرو او کوچیانو له خوا په ما باندی حمله راونه ده زه څه وکړم؟ مولوی خالص په مخابیره کی ځواب ورکړ چي جنګ ورسره مه کوه ځایونه ورپریږده او ته دخپلی کډی سره جلال اباد ته راشه،
نور بیا
ملا وحید