تیر پسي ۷ برخه
هوا هم ښه وه او د شپیي له مخي د کوټي په بام خوب کیده زه او زما بل ملګری چي د ازره و سره شریک وو د ماښام لمونځونه قضا دی او تیاره خوره دی چي د حصارک له طرف د موټرو یو بیساری کاروان راواښت چی چراغونو يي ماته د پیښور ارباپ روډ راپه یاد کړ خپل ملګری ته می وویل څه مهمه قصه خو راوانه دی وسله راواخله چي لاری ته ورووځو سیال به هم وکړو
له جګد لک نه کاروان راغي
چپه يي مکړی ګلاخان به پکی وینه
کاروان رالنډ شو د سر موټرو نه په زغرده وسلوال راښکته شول موږ يي خالی سلاح کړو او ډول ډول پوښتني يي راڅخه شروع کړی خو موږ ورته وویل چي وروره دهقانان یوو دلته مرکزونه نشته،کور کلی نشته دا وسله د خپل حفاظت لپاره راسره ده بیا یي خپل مشر ته بوتلو چي د کاروان په منځ کی و او دوی ورته حاجی صیب ویل هغه د ستړی مه سی وروسته په سړه سینه راڅخه د نوم،ځاي،قوم او دلته څه کوی او په جګدلک کی د حزب اسلامی او د احمدزیو د شورای چي له حسن خان کړوخیل،چمن،قلم،زرداد او..........څخه تشکیل شوی وه د مرکزونو بوښتنه وکړه موږ ورته وویل نه دلته نه مرکزونه شته او نه کورونو که څوک وی هم خو دهقانان او یا هغه خلک دی چي د یاقوتو په کاڼ کی کار کوی خو میمله د لاری څخه په لږ فاصله کی زموږ دیری ته راسره لاړو شین چاي مو ورته رادم کړ ښه یي نوشی جان کړ خو دده او ملګرو تر منخ له خبرو يي راته معلومه شوه چي دا حاجی زمان دی له موږ یي و پوښتل چي سروبی ته لږ مزل دی او که ډیری ما ورته وویل برقونه ښکاری خو د موټر به نیم ساعت منزل وی نو بیا يي خپلی قوی ته وکتل او د ټانګونو غرهاری یو دول غرور ته و هڅوو او ملګرو ته يي وویل دسهار ناشته او چاي به د زرداد په غنډ کی کوو له دی خبری سره موږ پوه شوو چی قصه بل څه دی او ما او ملګری سره دوه میله وسله هم دزرداد وه ملګری می هم ښه هوښیار انسان و ما ورته وویل چی نن شپه باید فصل ټول اوبو کړو ځکه بیا به نوبت په ځنډ رارسیږی .قومندان زمان مخ ورواړاو زه دهقانه خپل کار دی وکړه ملګری می ماشینه واخیسته او بیلچه(بیل) يي هم په اوګه کړ او له بامه ښکته شو ما میلمنو ته بیا شین چاي راتازه کړ ځکه پیالی مو ایله بیله پنځه ۵ دانی درلودی لږ وروسته زمان حاجی خپل موټر ته کوز شو او په مخابیره کی له چا سره غږیده چي بیرته راغی نو په خندا یي نورو ملګرو ته وویل انډیوال مو واي چی د سروبی بدماش په ما خرڅ کړی خو زه پوه نشوم چي انډیوال يي چاته ویل او بدماش يي چا ته؟
ماته یي وویل زه به همدلته په دی بام ارام وکړم لړمان خو به نه وی ما ورته وویل نه حاجی صیب او په خواره خوله می ورته وویل بستری خو نوری نشته همدا دوه بستری دی نو په مهربان انداز يي راته وویل نه پروا نکوی زه هم مجاهد یم او ډیری سختی می لیدلی خو بستره راسره شته ډریور یي له موټر ورته توس کمبله او چریکی توشک راوړ او بیا ما ورته وویل چي زه د پټیو اوبه کیدو ته ځم ملګری می یوازی ده او ستړی شوی به وی نو دوی تولو په مینه راته وویل زه ورشه او له دیری دی بیغمه اوسه که څه دس ورک شول بیا زمان حاجی ته راشه ما هم تری مننه اداکړه تری لاړم خو زما په تلو دوی هم ډیر خوښ شول ځکه دوی هم په خپل منځ کی د خلاص مجلس کولو په طمع و ملګری ته ورغلم هغه وویل د کافر ځویه ځان باسه حالات خراب دی او دواړو پیاده د سروبی په طرف حرکت وکړ د پیشمنی وخت به و چی د زرداد قرارګاه ته ورسیدو پیرادارانو سره مو شناخت و د شپی له مخی زرداد راویښ کړ ټوله قصه مو ورته وکړه هغه خپل معاون او قومندانان راوغوښتل چي څو سهار کیدو د تو پچی کنډ ک قومندان ته وویل د ډی سی توپونو بتریا او څلور دانی بی ایم ۲۱ دستګاه په جګدلک تنګی باندی د هدف لپاره اماده کړه او د احمدزیو مشران هم همدلته وول ملا اذان وکړ خلک را وکټیدل چي جمعه وشوه زرداد حاجی فاروقی د نعیم کوچی ورور،حاجی خان ،حاجی منجی،حاجی طوطی(چی څو میاشتی د مخه حاجی منجی په بت خاک کی مړ که) او نور څو کسان په یوه زیر زمینی کی سره کښیناستل لږ ځند وروسته موږ هم و غوښتلو معلومات مو ورکړل او یو کس يي ولیږه چي قومندان عزت الله ته ووای چی دا خلک که په موږ حمله کوی خو ستا تر واک لاندی سیمی نه باید راتیر شی نو په دی اړوند ستا موقف به څه وی ځکه ددوی کار له احمدزیو شورای سره دی نه له حزب سره خو له دی وروسته پوه نشوم چی د عزت الله ځواب څه و.
د زرداد ورور شیراغا واي
زما ورور حکمتیار صاحب دفتر سره تماس ونیوه او ټول جریان يي ورته وویل دمخابیری له لاری د حکمتیار ځواب داسي وو:
له هر څه د مخه موږ د حاجی شمالی او د هغه د کورنی او خپلوانو او مجاهدینو وژنه محکوموو او ټول ته له الله(ج) جنت فرودس هلیه کوو او کورنیو او خپلوانوته يي د صبر او زغم سپارښتنه کوو.
داسی ښکاری چي دی موضوع داسی رنګ خپل کړی جی یوی خواته د ننګرهار د شورای ځینی قومندانان او بلی خوا ته د احمدزیو قومی لښکر دی زموږ سپارښتنه تاسو ته دادی چي د حزب اسلامی د مربوط قومندان په حیث په دی مسله کی د جنګ له لاری سهیم نشي که ستاسو قوم وغواړی موږ د دی جنجال دحل په خاطر د خبرو له لاری مداخیله کولی شو او تر څو چی په تاسو تیری نه وی شوی تر هغی یوازی دفاعی تدابیر ونیسي.
بیا زما وروور په مخابیره کی مشر(حکمتیار) سره خبری وکړی او دا تشویش يي ورته وویل چي ممکن دولت ددوی مرسته وکړی او د استاد سیاف قومندانان هم د هغوی ننګه وکړی خو د حکمتیار ځواب دا و چي:که دولت او یا په سروبی کی موجود د نورو تنظیمونو قومندانان د هفوی پعه ملاتړ جنګ ته راووزی او پر تاسو حمله وکړی نو په داسی حالت کی به بیا ته احمدری نه بلکه څلوزی به يي چی په خپل قوم غیرت ونکړی او حزب اسلامی به په ټول قوت سره له خپلو سنګرونو دفاع کوی.
نور بیا
ملا وحید