په کنړي ورونو څه تېرېږي!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
جمشيد ملکزى
دا يو څرګنده حقيقت دى،چى د ډيورند د پولې دواړو غاړو ته پراته قومونه سره داسې
پېيلي،چى هيچا هم د تاريخ په اوږدو کې نه دي بېل کړي،او نه به يي بېل کړي،که څه هم له
تېرى يوې پېړۍ را هيسې د برتانوي استسمار او په جنوبي اسيا کې ددوى لخوا د قومونو د

جلاوالي مفکورې ورونه قومونه په فزيکي ډول بېل ساتلي،خو بيا هم په دې نه دي توانېدلي،چى
دوى خپل منځي جګړې لورې ته را کاږي.
خوشال خټک څه ښه ويلي دي:
د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګيالې د زمانې خوشال خټک يم
له تېر يوه کال راهيسې د کنړ په يو شمېر ولسوالېو د ډيورند د پولې پورې غاړې په زرګونه
توغندېو د توغولو په پايله کې په لسګونه عامو افغانانو مو خپل ژوند له لاسه ورکړ،په
زرګونه څاروي او کورونه يي هم له مينځه لاړل،د کنړ ځنګلونه مو د اور په لمبو وسوزېدل،په
دې توګه کنړي ورونو ته مو ځاني او مالي زيانونو اوښتو سره سره په کنړ کې د يو شمېر
ټولګټو لويو لويو پروژو د کار مخه هم ډپ شوې ښکاري.
د هندوستان هيواد هڅه درلوده،چى د کنړ په سيند د داود خان د ماستر پلان سره سم د بريښنا
يو شمېر بندونه جوړ کړي،همدا شان د ايران يوې خصوصي کمپنۍ توس آب هوډ درلود تر څو د
څوکۍ او نرنګ تر مينځ سيمې څخه يو لوى کانال د کنړ له سيند څخه جلا او د خېوې ولسوالۍ د
ګمبيري او د لغمان په قرغېو ولسوالۍ له لارې يي لمړې د ډرونټې بند وروسته د خوګياڼو د
فتح آباد ډاګ او له هغه ځايه د شينوارو يو شمېر وچو ډاګونو ته په بېولو،بالاخره د
روداتو د حصار شاهي صنعتي پارک پورې ورسوي.
مګر په کنړ کې د خرابى امنيتي وضعې او د پاکستان له لورې د ړندو توغندېو بريدونو يادې
کمپنۍ دېته اړ کړي،چى په کنړ کې د پانګونې څخه ډډه وکړي.
نو که چېرې په کنړ کې اوسنۍ وضعه همداسې دوام وکړي،دولت دې د پاکستان پر وړاندى د کلک
غبرګون څخه نا توانه وي،او کنړ ميشتي مو هم چپه خوله وي،وېره شته،چى پاکستاني مليشه او
فوځونه هسې،خو لس کيلو متره د ډيورند د پولې ديخوا يي پوستي  هم جوړ کړي،او ددې ولايت
په سرحداتو کې يي ماينونه هم ښخ کړي،ژر دى،چى خداى مه کړه،کنړ مو له لاسه وځي.
نو په داسې حالاتو کې ټولو افغانانو ايماني او افغاني دنده ده،چى خپلو کنړي ورونو په
ملاتړ پاڅيږي،د خپلې خاورې سرحدونه د دښمن له تيري څخه وژغوري.
مونږ په دولت هم غږ کوو،چى د کاسې لاندى نيم کاسې سياست دې نور شاته پرېږدي،لکه څنګه،چى
پخواني شوروي اتحاد ته مو په تشو امکاناتو شرمېدلې ماتې ورکړه،همداسې هيڅ ګاونډي ته
اجازه ور نه کړي،چى وايي:زه لا نور غواړم ته پور .