د مولوی خالص ډله د سپین او تور په څیره کی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ملا وحید
تیر پسی.......(.دویمه برخه)
مولوی خالص عملا له حزب ووت او دده له وتلو سره سم د پاکستان د جمعیت العلماء ګوند هځه پیل کړه چي خالص،مجددی،مولوی محمدنبی،او استاد ربانی په یوه محور راټول کړی. دا د ۱۹۷۹ کال د مارچ او اپریل میاشتی وی.

له دی واقعیت باید تیر نشو چی د پاکستان پوځ او استخبارانی شبکو او د دغه هیواد مذهبی ګوندونه د خور او ورور حیثیت لری او زمونږ د هیواد په اړوند يي ماموریت یو شان دی خو یوازی دکار کولو څرګنده طریقه جدا دی یو په پټه خوله ورانی کوی اوبل يي د اسلام تر نوم لاندی په څرګنده .د مولوی خالص په نسبت حکمتیار د ځوانانو په ونډی ډیر ترکیز کاو او بل لوری د مسله هم وه چي مولوی خالص په دی فکر و چي که زه د ځوان حکمتیار تر امارات لاندی کار وکړم نو د افغانستان  په ټولنیز ونظامی،او قومی جوړښت کی به زما شخصیت تر پوښتنی لاندی راشی او بله خو مولوی صاحب د پریمانه مالی مرستو او امکاناتو راروانه لړی هم لیده او حالت هم داسی وو چي د افغانستان د وضعیت لپاره په بیړه د نویو  څیرو د جوړیدو او راپیدا کیدو ضرورت و او دغه شر ا یط  بغاوت او انشعابونو ته ښه  انګیزه ګنلی شو او له  دی پسی وروسته حقانی همدا لار غوره کړه او له مولوی خالص سره ملګری شولو او بورته ذکر شوی ډلی په ۱۹۷۹ اګست کی د پیمان اتحاد اسلامی افغانستان تر نامه لاندی راټول شول خو دغه اتحاد حکمتیار ته هم بلنه ورکړه خو هغه یی په اړوند داسی نظر څرګند کړ(دغه ایتلاف اغیزمن او مثبت ندی او په یو مبهم او نامعلوم لوری راوان دی نو په همدی دلیل د حزب اسلامی له لوری د تاید وړ ندی خو لکه څنګه چی ګمان کیده ددغه ایتلاف غړی په خپل منځ کی به یوه مشر تابه جوړنشول او دلته یي هم هماغه کار وکړ چي د مجاهدینو په واحد صف کی يي تر سره کړ یو ځل بیا يي څیری عملا د نفاق ګرو په حیث د مهاجرینو په وړاندی  ثابتی شوی، مولوی صاحب امریکا ته دسفر په وخت کی رونالډ ریګن ته د اسلام دغوت هم ورکړی و چی اوس يي دده مریدان د د هغه د لاس ته راوړنو په لیست کی حسابوی چی ګواکی دا کار دبل چا له توان بوره ندی او دا دده د زړورتیا او مسلمانی نښه دی خو زه وایم خالص له پخوا مسلمان و او به دی اړوند کوم سیاسی سمبول ته ضرورت نشته او په دی اړوند به په راتلونکی کی یو څه ولیکم،

د مولوی صاحب ډله د هیواد په ځینو برخو کی ښه و ځلبیده لکه:
حقانی صاحب په خوست کی
د ننګرهار په ولایت کی
پکتیا کی شهید ولی خان ځاځی خو د قوت له مخی زیات د حساب وړ نه و ځکه دغه سیمه کی د ګوی کوتل په سر کی د استاد سیاف د قوی مرکز شتون او د داود قومندان نفوس او ددی تر څنګ په سپینه شګه کی د حزب اسلامی د مظبوطو سنګرونو شتون او شخصاء د حکمتیار زیات موجودیت هلته په نورو ډلو دروند سیوری غوړولی و او سپینه شګه  په افغانستان کی د روسانو د موجودیت په دوران کی داسی نړیوال شهرت درلود لکه توره بوړی  چي د امریکا د یرغل او بمبارد په لومړنیو میاشتو کی درلود
مولوی  صاحب په کونړ او کابل کی هم مجاهدین درلودل په کابل کی قومندان عبدالحق عمومی مسول و او قومندان ارسلا خروټی،میا محمد اغا او زمرک او حاجی خیالی  او استاد حلیم  په نوم قومندانان درلودل او کونړ کی د میرزمان خان کورنی ورسره  او په غالب کمان مطیع الله خان هم د همدی ګوند مربوط و. خو د میر زمان خان کورنی له ای اس ای سره نږدی اړیکی درلودی او خاصتا حاجی شاه پور له تنظیم د باندی په مستقل ډوله میاشتنی ډالی له دی شبکی تر لاسه کولی(نغدی،موټر،د کور کرایه،د وسلو د ګرځیدو اجازه او داسی نور). ددی ګوند مشر  لیکوال او شاعر هم وو مشهور شعر یي مه خانده ظالمه کړپهار د زولنو ته می     او ویل کیږی چی په بندی خانه کی یي لیکنلی دی او واقعا ډیر معندار او له درد ډ ک شعر دی او ځیني شعرونه يي هم د لیکنو په څیر تنظزیه ډوله وی خو د راتلونکی نسل د تربیه لپاره نه پخپله مولوی صاحب او نه دده د تنظیم فرهنګی ریاست کوم د پام وړ کار کړی چي څومره ترینه توقع کیدای شوه.ممکن مولوی صاحب نور چاپی اثار هم ولری خو د لاندی اثارو نومونو په لاس کی لرم:
۱:رمضانیه
۲:روح الاجتماع
۳:د حج لار ښونکی
۴:دین او اسلامی تمدن
۵:اسلامی روح
۶:خوږو ته خواږه او ترخو ته ترخه
۷:تورزړیو ته توره او سپین زړیو ته سپینه
او ددی تر څنګ نوموړی د النور خپرونی مسول مدیر او د امتیاز خاوند يي هم پخپله و خو په غیر منظم ډول له چاپه راوتله او ددی ګوند بله خپرونه په المان کی خپریده چي الهجرت والجهاد په نوم وه. مولوی صاحب د ګوند مجاهدین د ازادی په جګړه کی د نورو مجاهدینو تر څنګ د خپل قوت په اندازه ښه وځلیدل او د نورو ګوندونو سره يه ګډه کار وګړ او باید وویم چي مولوی صاحب خالص تر حد زیات شډل او کلیوال و نو به همدی دلیل ویلی شو چي په دولتی چوکاټ کی د حج او اوقاف د وزارت دندی ته مناسب شخص و خو د نورو وزارتونو مسولیت دده له توان پوره نه و ځکه نور وزارتونه انرژی غواړی او دده عمر او په نورو برخو کی د تجربی نه درلودلو په وجه د خدمت جوګه نه و.یوه یادونه کوم چي شهید قومندان ولی خان ځاځی  د هجرت په دوران کی زما ګاونډی و ډیر دروند او با وقاره شخصیت و.

نوټ:محترم ورور سید حسین پاچا ته می لنډ ځواب به بینوا کی لیکلی که بینوا می ځواب غرق نکړی نو و دی لولی.
ددی لیکنی دریمه برخه په راتلونکی کی مننه
ملا وحید
نور بیا............