سیمه ایزه انکشافات او کورنۍ ستونځی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
عبدالباری" عارض "
۱۳۹۱/۴/۳۰
پاکستان د تروریزم سره د مبارزی د ایتلاف مهم لوبغاړی ؤ، خو په دی ورستیو کی د امریکا او هغه هیواد ترمنځ اړیکی په تدریجی توګه ترینګلی سوی دی  د اسامه بن لادن وژل په ایبټ اباد کی ، د پاکستان پر سرحدی تاڼه باندی د امریکایی پوځیانو حمله ، د بی پیلوټه امریکایی الوتکو دوامداره بمبارد د هغه هیواد پر حریم  او د شیکاګو د غونډی په حاشیه کی د زرداری د ملاقات څخه د
اوباما په څنګ کیدل  د پاکستان حیثیت د هغه د لوی حریف هندوستان په وړاندی پیکه کړیدی، او هم یی د حکومت پرستیژ د ولس په وړاندی ټکنی کړیدی . نو ځکه   پاکستان مجبورا د حیثیت د اعادی لپاره د ناټو پرمخ د پاکستان لاره و تړل او د بخښنی غوښتنه یی وکړل امریکا د پاکستان مجبوریت درک کړ خو مشکل داؤ چی اوباما د ریاست جمهوری د انتخاباتو په درشل کی دی په دغسی وخت کی د پاکستان څخه بخښنه غوښتل په دی معنی ده چی و مخالف قوی سیال ښاغلی میتران ته یوه سیاسی حربه  په لاس  ورکوی او دا موضوع به د اوباما د سیال لپاره د استفادی موقع په لاس ورکړی. نو ځکه ممکنه نه وه چی اوباما د پاکستان څخه رسما بخښنه وغواړی که څه هم په وروسته کی میرمن کلنټنی د پاکستانی پوځیانو د وژل کیدو په مناسبت خواشنی ښکاره کړه او د پاکستان مجبوریت ورته محسوس ؤ خو د هغه سره سره اوه میاشتی د ناټو پرمخ د پاکستان د لاری د بندیدو له امله په سلهاو ملیونه ډالره خساره امریکا ته واوښتل ځکه امریکا مجبورسو اکمالات د شمال لوری ترسره کړی چی تخمین د ورځی پنځه ملیونه ډالره خساره یی له ځانه سره درلودل.  داټوله په دی معنی ندی چی د غرب او پاکستان اړیکی د همیشه لپاره خرابی سوی بلکه پاکستان اوس هم د امریکا او برتانیی لپاره ډیر مهم هیواد دی. که څوک داسی فکر کوی چی  د پاکستان له صادقانه همکاری پرته په افغانستان کی سوله راتلای سی نو د هغه معلومات د سیمی د   جوړښت په هکله کم دی او هم یی د پاکستان او غرب پر اړیکو کره کتنه نده کړی. او که پاکستان یا بل چا ته داسی تصور پیدا وی چی د افغانستان  د انکشاف او وړاندی تګ مخه به  ونیول سی داهم لویه اشتباه ده.خو دا یقینی ده چی اشخاص او افراد به د سولی په ګټه تغیر وکړی.
بالاخره د امریکا هغه استازو چی په مسلسله توګه یی اسلام اباد ته سفرونه کول  تر اوه میاشتو ځنډ وروسته وکولای سول پاکستانی چارواکی وهڅوی چی د ناټو د اکمالاتو لاره و افغانستان ته پرانیزی . دا توافق یقینا د دواړو اړخونو ګټی تامینوی ، سربیره پردی چی د امریکا او ناټو لپاره د پاکستان لاره د ځواکونو د بیرته ستنیدو پر وخت حیاتی ارزښت لری د پاکستان ګټی هم پکښی نغښتی دی ، او داسی هم کیدای سی چی د پردی شاته ګټی سره هماهنګ سوی وی . هیره دی نه وی چی د امریکی او پاکستان ترمنځ دا توافق پر افغانستان هم بی اثره ندی په دی معنی چی هرڅومره چی د امریکا او پاکستان تر منځ باور زیاتیږی په هغه اندازه د طالبانو سره د تفاهم زمینه برابریږی، او ظاهرا د طالبانو سره تفاهم په هیواد کی په مسالمت امیزه ډول د سولی او ټیکاو معنی لری.
له بله طرفه د برتانیی د صدر اعظم ډیویډ کامیرون او د پاکستان د صدراعظم راجا پرویز اشرف همزمانه راتګ کابل ته ، او د رارسیدو سره سم د کرزی صاحب سره  د دری اړخیزی غونډی جوړیدل په سیمه کی یو بل مثبت انکشاف دی چی د افغانستان لپاره یی مناسب فهرصت برابر کړ. او هم یی د پاکستان او افغانستان تر منځ د صادقانه تفاهم ضرورت په ګوته کړ. برتانیه د پاکستان د جوړښت را پدیخوا تر ټولو پر هغه هیواد تاثیر ګذاره ملک دی له همدی کبله د سولی طمع ځنی کیدلای سی. جمهور ریس   بیا وویل چی پاکستان او افغانستان دوه غبرګولیان دی ،هیڅ عاقلانه تفکر د پاکستان د همکارۍ پرته سوله ممکن نسی ګڼلای که په ځیر ورته وکتل سی دا ټول هغه مثبت انکشافات دی چی له یوه اړخه تر ۲۰۱۴ کال پوری د ناټو ځواکونو د مطمین ستنیدو لاره همواروی له بله طرفه د ناټو د ځواکونو تر وتلو وروسته و سولی او امنیت پیغام لرلای سی. ځکه تیرو کلونو وښودل چی د تفاهم او خبرو اترو پرته بله لار نسته، دا تفاهم تر ټولو دمخه په سیمه ایزه سطح مهم دی که څه هم خبری اتری په کورنی جهت کی هم د خاص اهمیت درلونکی دی.
. هغه څه چی لوی خنډ یی رامنځ ته کړیدی دادی چی په افغانستان کی بی مسئولیته کړۍ او افراد هرنوع سیمه ایزه انکشاف چی زموږ په هیواد کی د سولی او امنیت سبب ګرځیدلای سی نسی زغملای  ځکه دوی همیشه د سولی سره په تضاد کی دی څومره چی په سیمه او افغانستان کی کړکیچ زیاتیږی او د سولی امکانات کمیږی ددوی د نامشروع ثروتونو د ساتنی زمینه برابریږی.
اوس چی دپاکستان او امریکا د توافق پر بنسټ د امریکا او ناټو لپاره  د اکمالاتو لاره پرانیستل سوه او له بله طرفه هغه لیده کاته چی د جاپان د کنفرانس په حاشیه کی د میرمن کلنټن ، میرمن حنا او کرزی ترمنځ وشوه نور یی د تفاهم او ښه نیت فضا پیاوړی کړیده حتی جناب کرزی په توکیو کی پریس کنفرانس ته وویل چی د اول ځل لپاره طالبانو د افغان حکومت سره خبرو اترو ته زړه ښه کړ. همدا ډول جناب کرزی له هغه وخت څخه چی د دری ګونو قواو غونډی ته یی د ملی شورا په تالارکی دفساد په وړاندی تُنده وینا وکړه یو لړ حقایقو ته په اشاره جدی دریځ خپل کړیدی . که له یوه طرفه نور د فساد او بی مسولیته توپک دارانو په وړاندی د نړیوالی ټولنی صبر ختم سوی دی او د شیکاګو غونډی او توکیو غونډی ډیر فشار پر افغان لوری وارد کړی دی تر څو د فساد په هکله عملی ګامونه پورته کړی، خو له بله طرفه کرزی هم خاص مجبوریت نلری چی د هرچا ناخوالی د پخوا په شان و زغمی ځکه نور دا طمع نلری چی څوک ده ته رایه ورکړی او یا دریم ځل مشری وکړی. بنا ډیر امکان سته چی عملی اقدامات ترسره سی. همدا ډول جمهور ریس په وروستۍ وینا کی وویل چی (سوله به وکړو خو چی چا جنایات کړیدی هغه به هیر نسی )  ده پخپله وینا کی داسی اشاری درلودی چی که هرڅوک متهم په جنایاتو وی د قانون له مخی د حق العبدی دعوی مخه نه نیول کیږی ، حتی په یو ډول یی انتقالی عدالت توجیه کاوه  .  
هر هغه عمل چی په افغانستان کی د سولی او ټیکاو سبب کیدای سی د مشخصو کسانو د عکس العمل موجب ګرځی په اوسنۍ مقطع کی د دوی په ګمان چی د امریکا او پاکستان نیژدی کیدل او یا د برتانیی ، پاکستان او افغانستان مشترک غونډه او مناست تفاهم بالاخره د حکومت او طالبانو ترمنځ تفاهم ته لاره همواروی . ځکه یو تعداد د سولی په وړاندی په یو نامه او بل نامه  هڅی کوی دسیسی او توطیی ایجاد کړی تر څو که وکولای سی د جګړی د ختمیدو مخه ډپ کړی.، په دی وروستیو کی ضیا مسعود په یوه بیان کی د خطر په معنی وویل چی کرزی ،حزب اسلامی او طالبان ګډ حکومت را منځ ته کوی که احیانا داسی وی. ایا مهمه نده چی په هیواد کی سوله او ټیکاو رامنځ ته سی بلکه اندیښنه باید یوازی له دی څخه وی چی که یوځل بیا  افغانستان جوړ سی مبادا د انتقالی عدالت بهیر د جنګی جنایاتو د څیړولو په موخه پیل نسی .
په هغه غونډه کی چی د ځوانانو په نامه د څو ورځو لپاره په کابل کی جوړه سوی وه جمهور ریس په زغرده وویل چی افغانستان د اسلامی حزب ، اسلامی جمیعت ، دخلق د دموکراتیک ګوند او نورو تنظیمو د جګړو له کبله ویران سو . حال دا چی تنظیمونه  اوس هم د حاکمیت  بنیاد جوړوی ،خو ښکاره خبره ده چی ځنی افراد د وخت د مقتضیاتو پربنسټ دبهرنیانو له خوا پر جمهور ریس تپل سوی دی نو ځکه د هغوی څخه د خلاصون لاره مشکل کار هم دی خو نړیوال باید قانع کړل سی چی د ځینو مشخصو کړیو او افرادو شتون او دوام پر واک د حکومتونو او ولس ترمنځ واټن نور هم زیاتوی او د خلګو اعتماد او باور پر حکومت ناشونی کوی ځکه باید د هغوی د ملاتړ څخه لاس واخلی. دا یقینی خبره ده چی کرزی په یوازی توګه د فساد او خپل سریو په وړاندی هیڅ هم نسی کولای که نړیواله اراده موجوده وی لکه د توکیو په غونډه کی چی وویل سوه نو بیا امریکا او متحدین یی باید د کرزی سره په ګډه په قوی او پرله پسی ډول د فساد په وړاندی چټک ګامونه پورته کړی  په هغه صورت کی به بی له شکه چی ولس او په خاصه توګه منورین ددی بهیر کلک ملاتړ وکړی. که داسی ونسی سربیره پردی چی فساد به ورک نسی بلکه اینده ټول ټاکنی به هم د ستونځو سره مخ سی. همدا اوس مشخصی کړۍ او افراد د اینده ټول ټاکنو لپاره د ناسالمی سیالیو په لړ کی و سمتی ، ژبنی او مذهبی اختلافاتو ته د غونډو په جوړولو پکه وهی حتی و روان بحران ته په کتو ګمان کیږی چی د ټول ټاکنو د وخت په رانیژدی کیدو به   سیالی د تقلُباتو او هرج و مرج تر پولی ورسیږی. نو ځکه ویلای سو چی زمان توقف نه کوی بلکه دا پر حکومت ده چی د فرصتونو څخه په استفاده هرڅومره چی ژر امکان ولری د بی مسولیته توپکمارانو پر خلاف موثره او مناسبه کړنه ترسره کړی. ترڅو هغه څه چی وړاندی تګ یی بولو په اوبو لاهو نسی.