پټې سترګې او که بينايي؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ع. شريف زاد
ښه ځير شي او وګورى،شا او خوا مو په بشپړه توګه وڅيړي، دتور او سپين توپير وکړى. سترګې د هر ډول پلمو،چل اوفريب،سازش او کچه توب تر اغيزې لاندې مه پټوي، لږ شانته سوچ وکړي چې ډير تاريخي تګ مو په مخ کې دى. دقيامت، حق،حقيقت او رښتينى حالت ، پوښتنې او پلټنې بهير راتلونکى دى. حق ويل،
حق ته اهميت ورکول او حق څيړل ښه کار دى او بر خلاف له حق نه تيريدل،ناوړه سوا ستفاده کول، ناپوهي او ځانه نه خبرول او د هغه په وړاندې د خپلو شخصي ګټو لپاره سازش کول زمونږ په عقيده کې د ځان، ،کورنۍ ، ټولنې او ټولو خلکو لپاره يوه عظيمه ګناه ده.
وګوري !او په ځير ځير سره د ژوند هره مرحله و څيړي که ستاسې سترګې خلاصې شوي تاسې به ډير نور شيان وليداى شي، که ستاسې بينايي معلومه شوه تاسې به ډيره لويه او ستره ګټه وکړي او د ژوندانه ډير نور شيان به هم په اساسي توګه وپيژني. ستاسي ډيرې ستونزې، لانجې، بدبختۍ او نورې بر خې به د سترګو غړولو، بشپړو ليدلو کتلو په واسطه به په ډيره اساني کمې او بالاخره حلې شي،ځکه ستاسې په سترګو کې ډير حکمت دى او تر اوسه پورې تاسې په دې حکمت ښه نه ياست پوهيدلي او پوره پيژندګلوي مو له سترګو نه ده تر لاسه کړې. هغه کسان چې ګورى او وينى، باور وکړي غله ورځنې څه نشي پټولاى که څه هم غ
له فکر کوي چې مونږ څوک نه ويني يا نشى ليدلاى نو تاسې خپلې سترګې ښې وغړوي او بيا وڅيړي چې څومره انسانان تر اوسه پوري دتور او سپين توپير نه شي کولاى او په نړيواله سطحه ېې غلاوي پيل کړي او بيلا رې روان دى او ځانونه ورنه ورک دي او په عا م ډول خپل هيواد، خلک، يتيمان او بيوزلي ورنه هيردي. رښتيا خبره داده چې وايي :بني ادم اعضا د يو اوبل دى...................زه ګمان کوم چې تر اوسه پورې لا ډيرو خلکو ډير هغه کسان ليدلي نه دى کوم چې ددوى سر هره ورځ ليدل کيږي او يا ور سره اشنا شوي نه دي .
په يو ه انساني ټولنه کې د انسانانو ليده او کاته بايد له حيواناتو, مر غا نو او حشرا توليدنې نه ډير توپير ولري او په هيڅ ډول د مقياسې وړ نه دى ځکه چې يو انسان دبل انسان غړى بلل کيږي او په تمامه معنى يو دبل سره مرسته کولاى شي او ابليس هم ور څخه ډډه کوي هغه کسان چې اوس په دنګو ماڼيو کې اوسيږي او په ډيرو ښايسه ګا ډو کې ، دناز اونعمت په دسترخوان کې لګيا دي ا و د بل کلتور او فرهنګ پيښي کوى ايا دوى نه پوهيږي چې دا د نو يو سا زنده وو ويديو کليپ نه دې چې سندره ېي افغاني او هست او بود يي دبيګا نه وو.کله چې په کور، جومات،کلي، ښوونځي، ښار، او نورو ځايونو کې انسا ن
ان ديوه سره ليدنې کتني کوي دوي يو او بل په رښتيا توګه وينېې ؟ زه به دلته يو مثال راوړم اوهغه دادي چې څومره حکومتي چا رواکي دد رونټې له لارې ننګرهار ته ننوتي زه به ددې بند ښايسته توب او د تونل موقعيت يوې خواته پريږدم خو خبره داده چې د تونل څراغونه تر اوسه پورې لکه څنګه چې لازمه ده نه دى نصب شوي معنا داچې ديوه دولت هم ستر ګې نه دي ور باندې خلاصې شوي ،سوال دادې چې دپارلمان، کابينې ،دولتي ادارې او په ځانګړي توګه د هغه چا چې دغه کار او مسوليت دى چيرې دى؟
په درناوي