شاکر افغان
ښاغلیه ولسمشره! د حکومت دې دا تقریبآ دولسم کال دی افغانان امنیت ته سترگې په لار وه خو بیا هم امنیت ورځ تر بلې مخ په خرابیدو دی، پاخه شوي او قیر شوي سرکونه دې دبمونو دانفجارونو له وجی ورځ تر بلې مخ په خرابیدو دي، مکتبونه دی سوځول کیږي بی گناه ملکي وگړي هره ورځ یا دبهرنیو ځواکونو له لوري او یا د حکومت د مخالفینو له لوري وژل کیږي
ستا دحکومت مخالفین که څه هم ځای یې ندی معلوم خو بیا هم د ډیر قوي پلانونو په درلودلو سره ډیر پرمختللي تاکتیکونه په کار اچوي خو ته یې په مقابل کې څه کوې او څه وایې ( راشۍ سوله وکړۍ ، تاسو یې ورانوۍ مونږبه یې بیا جوړوو- بیا جوړوو- بیا جوړوو.
ستا ټولې خبرې سمې دي خو دې ته دې فکر کړی چې ستا حکومت همدا اوس په خارجي مرستو ولاړ دی. بهرنیان تاته د افغانستان د یو وار جوړولو پیسې پوره نه درکوي نو دبیا جوړولو او دبیا جوړولو روپۍ خو والله که درکړي خیر په هر صورت ټولې خبرې د هیچا هم دعمل بڼه نشي نیولای
خو کرزی صیب یوه بله خبره یا وړاندیز ډیر کوچنی وړاندیز خو په حقیقت کې ډیر غټ وړاندیز!!!!
وړندیز مې دادی چې ستا د حکومت د ملي اردو فوځیان، ملي پولیس او دملي امنیت کارکوونکي چې کله د حکومت د مخالفینو لخوا ووژل شي په هغه کلیواو بانډو کې د هغوۍ دجنازې لمونځ نه اداء کیږي چیرته چې ستا حکومت مکتبونه جوړوي، دخلکو دسهولت لپاره سړکونه قیر کوي دخلکو دمشکلاتو د رفع کولو لپاره د ملي پیوستون په شان ملي پروگرامونه په لار اچوي، کرنیز تخمونه ویشي، د اوبو بندونه جوړوي خوبیا په هماغو کلیو او بانډو کې ستا امنیتی چارواکو ته د مرتدینو خطاب کیږي
گوره ولسمشره دا ستا کار دی چې د خپلو ولسونو د شهیدانو اوزخمیانو پوښتنه وکړې
کرزی صیب ډیر ځوریږو چه هلته ستا یو عسکر ددندې پر مهال مړ شي او خلک یې جنازه ونکړي کرزیه هغه تیره ورځ مې دننگرهار په چپرهار کې د یو عسکر جنازه په داسې حال کې ولیدله چې هیڅوک حاضر نه و چې جنازه یې کړې وای ډېر دافسوس ځای دی خو دا په اطمنان وایم چې دلته که ددولت د مخالفینو نه کوم یو مړ وای نو بیا به هر نفر په ډیر ویاړ حاضر وای چه جنازه وکړي
دخدای لپاره او ددې مظلومو وګړو لپاره هغه ملا امامان او خطیبان چې په کلیو کی اوسیږي ، او دمربوطه ولسوالیو قاضیانو او نورو دولتي چارواکو ته جدآ امر وکړه چې وروسته تر دې ستا دعسکرو جنازه وکړي دهغوۍ دجنازې د لمونځ امامت لپاره خصوصآ د مربوطه خطیبانو او ملاامامانو ته وظیفه وسپاره چې ستا دبچیو جنازه وکړي
او که نه دعامو خلکو ذهنونه به دکفر په نوم ستا دحکومت خلاف جوړ شي بیا دذهن بیرته لارې ته راوستل ډیر زور غواړي او خدای ج مه کړه هیواد او هیوادوال به مو دتل لپاره د ISI ظالمو پنجو ته وغورځیږي نو ته دې حکومتي چارواکو ته امر وکړه چې د دښمن مقابلی ته په اتفاق شي او که نه دټولو به همدا حال وي چې دورور مړی به یې ایښی وي او هیڅوک به نه وي چې جنازه یې وکړي خدای مه کړه دجنازی د لمونځ نه بغیر به دفن کیږې خلک ددې پر ځای چی دعا ورته وکړي هسې نه لعنت پرې ووایي هیله ده په پورته وړاندیز فکر وکړې او یو مثبت گام پورته کړې