دافغانستان په هکله دروسیی دسفیراندیښنی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
د روسیې سفیر ویلی دی، دوی دافغان ملي پوځ او ملي پولیسو تجهیز ته تیار دي. خو په وينا يې له دې وروسته به د روسیې هیڅ یو پوځي سرتېری افغانستان ته را نه شي هغه ویلی دی چی دستراتیژیک سند په نامه کاعذي لیکل مهم نه دی بلکی روسیه له افغانستان سره تاریخی اوږدی اړیکی لری نوموړي د دغې پوښتنې په ځواب كې  چې په دې وروستيو كې د امريكا په شمول
يو شمېر بهرنيو هېوادونو له افغانستان سره سترتيژيك تړونونه لاسليك كړل، څه لامل به وي، چې روسيه په ياده لړۍ كې وروسته پاتې ده؟دروسيې سفير زياته کړه ، دا به ښه برداشت نه وي، چې په دې برخه كې روسيه وروسته پاتې ده، بلكې دوى له افغانستان سره د اړيكو په برخه كې لا هم په نړيواله كچه لومړى ځاى لري، روسيه لومړى هغه هيواد ؤ، چې په ۱۹۱۹ کال كې د افغانستان ازادي په رسميت وپېژنده او له هماغې ورځې يې اړيكې پيل شوې دي
همدرارنګه نوموړی د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان پر حالاتو د خپل حکومت اندېښنه بيا غبرگه کړې ده دروسی سفیر اندری اوپتپسیان داځرګندونی وړمه ورځ دمزارشریف په ښار کی یوی مطبوعاتی ناستی ته کړی دې اوېتېسيان داهم ویلی دی چی هېواد يې پر دې چې افغانستان به تر ٢٠١٤ کال وروسته بيا د ترهگرو ځاله نه گرځي، شکونه لري او دوی داسې دلیل نه ویني، چې د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته دې، په افغانستان کې امنیتي حالت ډاډمن پاتې شي هغه وایی چی موږ له دې اندېښنه لرو چې افغانستان په راتلونکې کې یو ځل بیا د نړیوالې ترهګرۍ په ځاله، بدل نه شي او روسیه ونه ګواښي له دی امله دوی له افغانستان سره مرستی ته تیار دی  ده ویلی دی بهرني ځواکونه افغانستان ته د ملګرو ملتونو په خوښه راغلي او اوس چې غواړي له افغانستان نه ووځي، ملګرو ملتونو ته دې په تفصیل سره راپور ورکړي ،چې کوم کارونه ېې په دغه هېواد کې کړي دي؟که دوی د ملګرو ملتونو په باور دغه کارونه په افغانستان کې تر سره کړي دي، مانا امنیت یې راوستی دی، نو بیا د دې وخت دی چې خپل سرتېري له افغانستان نه وباسي. نور به یې بیا په افغانستان کې د لنډ مهاله او اوږد مهاله پاتې کېدو دلیل نه وي
نوموړي په دې ټینګار کړی دی چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره دې د افغان ملي پوځ او ملي پولیسو د روزنې چاری ته جدي پاملرنه وشي چې وشي کولای د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې امنیت رامنځ ته کړي.
په عین حال کی  په نوموړی ناسته کی د بلخ والي ویلی دی، د افغانستان په خاوره کې د بهرنیو ځواکونو د اډو جوړېدا به دا هیواد د غښتلیو هیوادونو د سیالۍ پر میدان بدل کړي، موږ هیڅکله نه غواړو چې د افغانستان له خاورې پر ایران په دې خاطر فشار راوړل شي چې ولي اتومي وسله لري او یا هم د چین اقتصاد اغېزمن کړای شي اود افغانستان له لارې د نړۍ قدرتمن هیوادونه د منځنۍ اسیا د تېلو او کانونو زېرمو ته ځان ورسوي.
امریکايي مقامات له افغانستان څخه وروسته له دوه زره څوارلسم کاله د خپلو پوځي تجهیزاتو د ویستلو لپاره د منځني اسیا له یو شمېر هېوادنو سره خبرې کوي چی دا کار دروسیی دغوثی سبب ګرځیدلی ده د قرغزستان، ازبکستان او تاجکستان پوځيان له پنټاګون یا د امریکا د دفاع له وزارت سره د نقلیه وسایلو او تاڼکونو د لیږد په اړه خبرې کوي ، په راپور کی د بیلابیلو پوځي سرچینو په حواله ویل شوی دی چی، د دې وسایلو یوه برخه به په وړیا توګه او یو شمېر نور یې په امانت ډول دې هیوادنو ته ورکول کیږي فرانس  د قرغزستان یوې پوځې سرچینې دا تایید کړې ده او ویلی یی دی چی، دا مساله سږکال د مارچ میاشتې څخه دمخه کله چې د امریکا د دفاع وزیر قرغزستان ته سفر وکړ؛ مطرح شوې وه ،خو په ماسکو کې ډیپلوماټیکو سرچینو ″کمیرسات″ ورځپانې ته ویلې دي؛ چې بې د روسیې له شتوالي، څخه د دې ډول خبرو اترو تر سره کول د منلو وړ نه دي.
دا څکه چې دا هېوادنه ګډو ګټو ته ژمن دی. قرغزستان، ازبکستان او تاجکستان د منځني اسیا هغه هېوادنه دي، چې له روسیې سره نیژدي اړیکې لري له بله طرفه ازبکستان او تاجکستان له افغانستان سره ګډې پولې لري او په قرغزستان کې د امریکا پوځې هډه ده؛ چې د روسیې د محافظه کارو لپاره له جنجاله ډکه مساله ده،له هغه مهاله چې پاکستان د ناټو د اکمالاتو پر مخ خپله ټرانزیټي لاروتړله نو د منځني اسیا له لارې په افغانستان کې ناټو ځواکونو ته د اکمالاتو رسول ډېر د اهمیت وړ شو. خو د شمال دا لاره د پاکستان په تناسب هم ډیره اوږده ده او هم پرې ډیر لګښت راځي.
پاکستان تیر کال د ناټو په هوايي حملې کې د خپلو ۲۴ عسکرو د وژل کېدو په اعتراض کې، د ناټو د اکمالاتو ځمکنۍ لارې بندې کړې د امریکا د دفاع وزیر ویلي دي، چې د پاکستان له خاورې د ناټو پر اکمالاتو د لارو بندیدو، په افغانستان کې د جګړې مصارف ډیر لوړ کړي دي دنا ټو ځواکونه مجبور دی چی په لوړه بیه دشمال پر اوږدولارو اکمالات وکړی ،لیون پنیتا د امریکا کانګرس ته ویلی دی، چې یوازې د دې لارو د بندیدو په خاطر یې هېواد په هره میاشت کې سل میلیونه ډالر زیات مصرفوي امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلرې کلنتن، دتیری پنجشنبې په ورځ وویل چې د هغې مرستیال بیل بورنس، په کابل کې د اسیا د زړه هیوادونو د غونډې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرگي لاوروف سره لیدلي دي،زما مرستیال بیل بورنس په کابل کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره یوه جوړونکې غونډه درلوده. که ځه هم موږ د ټولو موضوعگانو په اړه سره توافق نه لرو خو زموږ خبرې اترې دوام لري. پای سلام خان