دموردنړيوالې ورځې په وياړ
هرقدم لاندې دې زېرى دجنت دى
هرقدم دې ښکلــوم جـنت به ګټـم
رفيع الله روشن
په بشپړباور سره ويلى شم چې په ژوند کې به مو ډېر ځله له داسې پوښتنې سره مخ شوي ياست چې ترټولو ډېر څوک درته ګران دي؟ اوداهم په يقين سره درته وايم چې په هر ځل ځواب کې به مو انتخاب مور وي اوله خولې به موداسې اواورېدل کېږي چې مور مې!مور مې!
دامنم اوتاسوهم راسره همنظره ياست چې مور دځمکې پر مخ پرښته ده،مور ډېره قېمتي اونه موندونکې مرغلره ده،مور دانسان ژوندته ښکلااوهغه خوښي ورکونکى وسيله ده چې نور هېڅ څوک يې نشي کولاى، اومور هغه مينه ده چې که څوک يې له لاسه ورکړي نو بيايې ترقيامته په لاس نه شي راوړلاى،خوباور وکړئ چې موږ اوتاسې ټول دروغ وايو،که زماپه خبره مو زړه اوبه نه څښي نو يوځل خوځانته دمعلومولولپاره خپل ګرېوان ته سر ننباسئ اودڅوشېبولپاره دخپل وجدان پروړاندې قاضي شئ پرېکړه وکړئ چې تاسو دخپلې مور لپاره څه قرباني ورکړې ده،دهغې کوم امر مو پرځاى کړى دى، دهغې کومه خوښي موپه خوخت ورته ورکړې ده؟
دهغې دکومې ارزو په پوره کولو کې مو بېړه کړې ده،څومره مو کوشش ندى کړى چې هغې ته خفګان اوخواشيني ورپه برخه نکړئ اوڅومره موپه ژوندکې هغه له ژړلوو ژغورلې ده؟
حال داچې هغې پوره لس مياشتې زه اوته په خپله ګېډه کې داسې ساتلي يو لکه نن چې زه اوته په مخکني جېب کې دزړه په سر پيسې ساتو،هغې له ما اوتاسره په خپل بطن کې دومره مينه کړې لکه نن چې يې زه اوته له دنيا اوروپيوسره کوو،که يوه ټنګه هم بې ځايه مصرف کړو نو زړه مو پسې درد کوي.
مور زما اوستالپاره دومره لويه قربآني وکړېده چې زه اوته يې کله هم نه شو پوره کولى،هغې زمااوستادښه ساتلو لپاره ښه خوراکونه کول،ترڅو مونږ صحتمند اوکاملاً يومکمل انسان نړۍ ته وزېږوي،خو همدې مور زمااوستانړۍ ته له راوستلو وروسته په خپله خېټه پښه ايښې ده، هغې هېڅ ښه خوراکونه ونکړه،ځان يې بې دډاکټرله مشورې پرهېز کړ،داولې؟دڅه لپاره؟ يواځې اويواځې ددې لپاره که هغه چېرې داسې څه وخوري چې يوڅه سخت وي نو کېداى شي چې دهغې غذاڅخه جوړېدونکې شيدې چې زه اوته يې څښوراته زيانمنې تمامې شي،مونږ ناروغان به شو،هغې تل داد عاکړې چې خداى مکړه مااوتا ديوې کوچنۍ تېروتنې له په صورت کې له لاسه ونکړي.
هغې زما اوستادژوندتر لس کلنۍ پورې له موږ سره داسې عمر تېر کړى لکه د اوسپنو نينې چې يې چيچلې وي،خو ګلابه!نن زه اوته څه کوو هغې مورته دخدمت په بدل کې څه ورکوو؟
ژړا،درد،غم،حتى تر دې چې هغه په هسې خبره کنزو خبره يې نه منو،کور ورته پرېږدو، دخپلې مور ټول عمر خواري ،هلاکي ستونزې،کړاوونه اواميدونه ديوې داسې چالپاه دهغې دلباسي خندا څخه قربانوو چې لکه دخوب په شان وي دهغې دمينې اوحقيقت ترمنځ د کاف غرونه هومره فاصله وي.
ايا دهمدې ورځې لپاره يې ژوند کړى چې نن زه اوته ورسره داسې لوبه وکړو ايا يواځې په خوله له مور سره مينه کول صحېح ده، ايا يواځې داچې ووايو چې دمور نړيواله ورځ دې مبارک وي داسمه ده،ايا دمور لپاره په زړه کې نفرت اوپه خوله مينه راوړل رواکار دى؟
نه هېڅکله هم نه راځئ له هغې سره په رښتيا مينه وکړو،هغه په زړه پورې ونيسو،دهغې دعا واخلو،هغه جنت چې دمور تر قدم لاندې دى دځان لپاره پکې کور جوړ کړو،دمور زړه چې خداى پاک او دهغه مينه پکې اوسي په لاس راوړو.