سلام خان
په کندهار کي د انارګل دوديزه مشاعره لکه د هيواد د نورو ګلونو لکه بادام ګل، مڼې ګل، نارنج ګل، سنځل ګل، خاټول ګل په ډول هر کال د پسرلي په موسم کي جوړيږي، خو د تيرو لسو کالو راهيسي دا دوهم ځل دئ چې د انار ګل مشاعره په ارغنداب ولسوالۍ کي لمانځل کيږي ،په کندهار کې سږ کال د انار ګل دوديزه مشاعره د ارغنداب ولسوالۍ د بابا ولي صاحب د مزار تر څنګ د
ورپسی سپين ږيري شاعر غلام نبي سعيد د شعر په ژبه له حالاتو ګيله وکړه او ویویل چې په سيمه کي روانو اوږدو جګړو هره ښادي ورته په غم لړلې ده خو دا ناخوالي هغه مهال يو مخ له منځه تلاى سي چي ټول په يوه زړه د يووالي خبرو ته غوږ ونيسو. د هغه په یوه شعر کې داسې راغلي وو:
«له ډېره وخته څه تاوان د دغه جنګ ورکوو ٭٭٭٭٭ هر انار ګل ته موږ په وينو باندي رنګ ورکوو»
مطيع کندهار بيا په هيواد کي د شهيدانو په وينو لړلي جنازې د انار له سروګلونو سره ورته ګڼي او وايي چې د شهيدانو جنازې به هغه وخت راکمي سي چي هيوادوال د نورو خلګو په ډول د پوهي لورته مخه کړي
«سپرليه دا ځل چي راتلې زموږ شهيدان سوي وو ٭٭٭٭٭ ها دي رواني جنازې دي لکه ګل دانار»
د ننګرهار پوهنتون استاد لعل پاچا ازمون، هم د مشاعرې له برخوالو څخه وو. نوموړي استاد هم د کندهار وروستۍ ناخوالي د خپل ازاد نظم په لمن کي رانغاړلې او ویویل: «اې کندهاره! ته کومو بدو سترګو نظر کړې. ځکه ته خو تر مخه داسي نه وي لکه نن چي دي قدم په قدم ويني او ويرونه دي
همدا رنګه له طنز څخه ډک شعرونه او تمثيلي ټوټو هم دغه فرهنگي ناسته لا پسې ښایسته کړه. عطا محمد بیاباني، يو له طنز لیکونکو شاعرانو څخه دئ، نوموړي له خپلو شعرونو سره د انار ګل مشاعره نوره هم توده او خوندوره کړه: نه مي سته وزر چي په هوا سمه ٭٭٭٭٭ بند وي سړکان چي باندي راسمه
انارګل ته ډالۍ شوی شعر(ګل آغا احمدی وردګ )
کندهار په ویر کې ډوب دی، سمه، غر ژاړي خاونده
له ټټر یې ویني څاڅي هر ځیګر ژاړي خاونده
د تنکیو سرو ګلابو په ګلپاڼو لمبې ګډې
ارغنداب ټپي، ټپي دی، سپين سحر ژاړي خاونده
د انارو سرخي مړه شوه، د انګورو تاک شهید شو
د رنګونو په محل کې ټول جوهر ژاړي خاونده
د ابدال د ښکلاګانو کور مې داسې لولپه شو
د سکروټو پنجوايي کې سور مجمر ژاړي خاونده
د میرویس له ګلبڼه د ښکلا مخلوق په تیښته
مبارکه خرقه ژاړي، هر ممبر ژاړي خاونده
د ویاړونو له بولدکه د ناتار لوخړې خیږي
د انسان په سوو غوښو د زړه سر ژاړي خاونده
ستا ښکلا یې د باروتو په سرکښو لمبو سوې
داسې ستر قیامت نازل دی چې محشر ژاړي خاونده
موږه ولې یو بل وژنو، ولې ژوند راته سور اور دی؟
د دې سوال ځواب کې ورک یو، هر بشر ژاړي خاونده